د کندهار ډبرليک

kandahar-inscription
په ۱۹۵۷ م کې د کندهار زوړ ښار کې يو لوی ډبر ليک وموندل شو چې د يوې اندازې تر مخه په ۲۶۰ ق م نه راپاتې و.
د موندلو سره دا ډبره وپيژندل شوه چې يوناني او اراميک ژبې پرې کنده وې. دغسې نورې ستنې او ډبرې د هند په لر و بر کې د لرغونو ښارونو په څلور لارو يا مرکزونو کې د اشوکا باچا له خوا ودرول شوي وو. دا نامتو باچا د ۳۰۴ نه تر ۲۳۲ ق م ژوندی و.
د اشوکا د پلار بندوسار سلطنت په نالنده ( اوس پټنه) کې جوړ و او د ده نيکه چندرګپت په ټيکسلا کې رالوی شوې و. د مېرو وروڼو له وژلو وروسته اشوکا يو بل راجواړې کالينګه حمله وکړه او د سلو زرو نه زيات خلک يې ووژل. خو پخپل دې عمل هغه پښيمانه شو، توبه يې وويسته او بوداي دين يې خپل کړو. د ده په واک کې د بنګال نه تر افغانستان سيمې شاملې وې او غوښتل يې چې انسان په نورو انسانانو ظلم بند کړي.
د اشوکا په امر د ده نصيحتونه په ستنو او ډبرو وليکل شول چې پکې د مور پلار ادب، په ښکار بنديز او د لويو وړو سره د نرم چلند غږ شوې دی.
د کندهار د ډبر ليک متن داسې دی.
” لس کاله (حکومت) نه وروسته باچا پياداسي (اشوکا) انسانانو سره مهرباني وکړه او په دې کار نور خلک هم زيات مهربانه شول. او په ټوله زمکه هر څه ښيرازه شول. او باچا د ژويو د وژلو او خوړلو نه ډډه کوي او نور خلک هم ورباندې عمل کوي. او د باچا ښکاريانو او کب نيوونکو د ښکار نه لاس اخيستې دی. او هغه چې پخوا به يې قهر کوو اوس قهر نه کوي او پخپل توان د مور او پلار او ټولو مشرانو ادب کوي. او په راتلونکي کې به دوی ښه ژوند ولري او که هر وخت هم دغسې پاتې شول نو تل به خوشاله وي.”
په کلاسيک يوناني ژبې کې د “يوسيبيا” تورې د سپېڅلتيا او د درناوي دواړو لپاره يې کارو چې د صفت مانا هم ورکوي. ځکه خو يې په دې ډبر ليک کارولې دی چې بيلا بيل مانا ترې اخيستل کېږي. په پالي او سانسکرت کې د دې متبادل تورې “دهما” و خو دا د اوسني دهرم (دين) مانا نه ورکوي.
د کندهار په ډبرليک دغه يوناني متن په اراميک ژبې کې هم کنده شو خو په هغې کې د “مهربانۍ” په ځای د “ريښتونې” تورې کارول شوې دی.
اشوکا غوښتل چې د نورو جنګونو او د دښمنيو مخه ونيسي اوخلکو ته يې يو ډول تبليغ کوو. د هغه د زمانې يو بل ډبر ليک په درونټه کې وموندل شو چې په يوناني ژبې پالميره (سوريا) ته د فاصلې نښه وه. ښايي هغه وخت په سرکاري توګه څو ژبې کاريدې چې يوه يې يوناني وه.
د کندهار ډبر ليک ډېره موده په کابل ميوزيم کې ايښې وه خو په جنګونو کې د نورو توکو په شان يا خو ماته شوه او يا چا غلا کړه.
صفيه حليم
له ويبپاڼو
د خپريدو نيټه- ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *