تونے ديکھي ہيں وہ پيشاني، وہ رخسار، وہ ہونٹ
زندگي جن کے تصور ميں لٹا دي ہم نے
د اردو ژبې د نامتو شاعر فيض د اوولسو کالو په عمر کې په يوې افغان جينۍ مئين شو. د هغې ټبر د فيض پلار سلطان محمد سره د افغانستان نه راغلی و. فيض او هغې جينۍ په وړکتوب يو بل سره لوبې کولې او په سيالکوټ کې د دواړو کورنيو تر منځ تګ راتګ کېدو. بيا د هغې جينۍ ټبر منټګمري (فيصل اباد) ته کډه يوړه. د فيض خور هم هلته واده شوې وه. څو کاله پکې تېر شول او يو وخت فيض د خپلې خور کره ورغلو نو هغه جينۍ يې بيا وليده چې هغه وخت د ځوانۍ په درشل کې وه. فيض وايي چې هغه دومره ښايسته وه چې د ليدو سره پرې عاشق شوم. خو په بله ورځ د هغې جينۍ واده يو زمکه وال سره وشو. وايي چې په ما غمونه رامات شول او شاعري مې شروع کړه.
په هغو ورځو کې تاثیر د کیمرج نه لوړو زدکړو نه وروسته راغلو نو يوې انګريزې سره يې واده کړي و او ميرمنه هم ورسره وه. فيض د افغان جينۍ په فراق کې غمژن ګرځېدو. د تاثير ښځه پرې پوهه شوه او کتابونه يې ورکړل چې مطالعه وکړي. بيا يې ورته وويل چې دا ستا غم خو ډېر وړوکی دی، وګوره د هند خلک څومره د تکليف نه تېرېږي. خلک وږي، بې کوره او روزګار نه لري. فيض وايي چې په هغه وخت مې خپل نامتو نظم وليکلو چې،
مجھ سے پہلی سی محبت مرے محبوب نہ مانگ
اور بھی دکھ ہیں زمانے میں محبت کے سوا
راحتیں اور بھی ہیں وصل کی راحت کے سوا
د تاثير د ميرمنې خور ايلس هغې سره د ليدو لپاره هند ته راغله نو دویم نړیوال جنګ ونښتو او هغه بېرته د تلو جوګه نشوه. فيض غوښتل چې د لوړو زدکړو لپاره کيمبرج ته ورشي خو هغه هم نشو تلې. هغه د ايلس سره وپيژندل او ملګرتيا يې پېل شوه. تاثير هغه وخت په سرينګر کې د يو کالج پرنسپل و. د فيض او د ايلس واده په سرينګر کې وشو. نامتو کشميري مشر شيخ عبدالله په دريو ژبو کشميري، اردو او انګريزي کې د فيض او د ايلس نکاح وتړله. فيض تر ډېرې مودې د خپلې افغاني معشوقې لپاره شعرونه ووئيل چې يو يې داسې دی.
آ که وابستہ ہے اس حسن کي ياديں تجھ سے
جس نے اس دل کو پري خانہ بنا رکھا تھا
جس کي الفت ميں بھلا رکھي تھي دنيا ہم نے
دہر کو دہر کا افسانہ بنا رکھا تھا
آشنا ہيں تيرے قدموں سے وہ راہيں جن پر
اسکي مدہوش جواني نے عنايت کي ہے
کارواں گزرے ہيں جن سے اسي رعنائي کے
جس کي ان آنکھوں نے بےسود عبادت کي ہے
تجھ سے کھيلي ہيں وہ محبوب ہوائيں جن ميں
اسکے ملبوس کي افسردہ مہک باقي ہے
تجھ پہ بھي برسا ہے اس بام سے مہتاب کا نور
اور بيتي ہوئي راتوں کي کسک باقي ہے
تجھ پہ اٹھي ہيں وہ کھوئي ہوئي ساحر آنکھيں
تجھ کو معلوم ہے کيوں عمر گنوا دي ہم نے
فيض سره د آصف جيلاني جيلاني مرکه
د خپريدو نيټه-۳ نومبر ۲۰۱۶ م