دا لرغونې داستان په ميخي خط، خټينو تختو ۲۱۰۰ ق م راهيسې د ميسوپوټيميا کنډوالو کې ورک و.
ګيلګامش د “اورک” باچا، د انسان اواسطورو دواړه خصلتونه لري. هغه پخپل ولس ظلم کوي، ځوانان د ودانيو لپاره په بيګاراچوي او هره ناوې د واده په شپه د ده د هوس قرباني شي. ولس خپلو خدايانو ته فرياد کوي او هغوی د ګيلګامش د مقابلې لپاره يو وحشي انسان “اينکيډو” زمکې ته وراستوي چې په ځنګله کې د ځناورو سره ژوند کوي. يو ښکاري د معبد يوه فاحشه دغه وحشي ته لېږي چې ورسره جنسي اړيکې ساتي، بيا د شپونکي کره هغه ته د انسانانو چلند ښايي.
دغه وخت ګيلګامش پرله پسې خوب ويني چې يو کس به ژر د ده انډيوال شي. اينکيدو په اورک کې يو واده له ورځي او باچا د ناوې کوټې ته نه پرېږدي. دواړه جنګ کوي، اينکيدو د ګيلګامش زور ومني او بيا دواړه ملګري شي. باچا يې ځان سره جلغوزي ځنګل ته د “هومبابا” ديو وژلو له بيايي. په لاره کوهيان جوړوي او چې ځنګله کې هومبابا سره مخ شي نو هغه اينکيدو ترټي چې د خدايانو سره يې خيانت کړې و. يو سخت جنګ پېل شي چې پکې اسطورې د ګيلګامش مرسته کوي. هغه هومبابا په پري وتړي او هغه ورته زارۍ کوي چې که دی يې خوشې کړو نو د ده د مريي په شان به اوسي. خو ګيلګامش د اينکيدو په وينا، هغه په يو ګوزار وژني، بيا دواړه ملګري د جلغوزي ونې پريکوي او يوه کشتۍ جوړه کړي. اينکيدو د اورک د معبد دروازې جوړولو لپاره يوه غټه ونه، او ګيلګامش د هومبابا سر په کشتۍ کې ږدي او په فرات سيند کې بېرته راځي.
د اورک اسطوره “ايشتر” ګيلګامش ته خپل هوس څرګندوي چې دی يې ځان ته نه پرېږدي. اسطوره ورته په قهر شي او خپل غوايي “ګوګالنا” زمکې ته ورواستوي چې د فرات سيند ټولې اوبه وڅښي. هلته ۳۰۰ کسان په يوې لوی کندې کې تري تم شي. دا ځلې ګيلګامش او اينکيدو دواړه د اسطورو له مرستې بغېرهغه غوايې وژني او زړه يې “شامش” ته نذرکړي. د اورک خلک جشن کوي خو اينکيدو خوب ويني چې د هومبابا او ګوګالنا په وژلو اسطورې ورته په قهر دي او د وژلو فيصله يې کوي.
اينکيدو خفه کېږي خو شامش ورته ډاډ ورکوي چې مرګ نه وروسته جنازه به يې لويه وي. اينکيدو قانع شي خو په بل خوب کې ځان د مرګ د فرشتې له خوا زنداني ويني چې د زمکې لاندې د تکې تورې خاورې بله نړۍ ده. هلته اوسېدونکي خټې خوري، د مرغانو وزرې يې جامې وي او کرغيړنې بلاګانې يې څارنه کوي. اينکيدو تر ۱۲ ورځو د مرګ په تبه اخته، اخر په دې ارمان وروستۍ سلګۍ اخلي چې ولې لکه د يواتل جنګ ميدان کې مړنه شو.
ګيلګامش ځان له ږيره او جامې شلوي او ټولو خلکو ته وايي چې د اينکيدو وير وکړي. د اينکيدو د مجسمې جوړولو او په مقبرې کې ايښودلو لپاره د خزانې ښکلې توکي ورډالۍ کوي. بيا د سيند اوبه بندې کړي او د دې په تل کې اينکيدو خښوي.
وروسته ګيلګامش د ځناورو پوټکې اغوندي، په ځنګله کې ګرځي او د مرګ نه په ويره دی. هغه د “اتناپيشتم” په لټون ووځي چې د خپلې ميرمنې سره د يو لوی سيلاب نه ژوندې پاتې او د ابدي ژوند په راز خبر وي. ګيلګامش زمری وژني اود هغه څرمنه اغوندي. د ډېرو کړاونو سره دی “ماشو” نومې غر ويني. هلته يو ټونل وي چې دوه لړم ډوله انسانان يې په خله کې ناست وي خو ګيلګامش دننه پرېږدي.
باچا په تياره کې د اوږد مزل نه وروسته د خدايانو باغ ته رسېږي چې د ونو سره يې د ميوې په ځای قيمتي کاڼړي ځوړند وي. هلته يوې ښځې”سيدوري”ته د خپل لټون حال واي. دا يې منع کوي خو بيا “اورشانابي” نومې ماڼګي ته وراستوي چې د سمندر نه يې پورې ويستلې شي.
د سمندر په ساحل د تيږو جوړدېوان ولاړ وي چې ګيلګاميش يې ړنګ کړي. بيا “اورشانابي” ته خپله کيسه او سمندر نه د پورې وتلو خواست کوي نو هغه ورته وايي چې کوم دېوان ده ړنګ کړل په هغو کې يو دېو کولې شول چې دی يې د مرګ له سمندر پورې ويستلې واې ځکه د سمندر اوبه دومره دهرژن دي چې څوک ورته لاس هم نه شي اوړی. د هغه په مشوره ګيلګامش ونې پرېکوي، چپوان ترې جوړوي او دواړه په کشتۍ کې سمندر نه پورې ووځي.
ګيلګامش چې اتناپشتم ته خپله کيسه تېره کړي نو هغه يې ترټي چې خپل قسمت نشي بدلولې او کړاونه که نه وي نو ژوند هېڅ مانا نه لري. بيا اتناپيشتم د هغه لوی سيلاب کيسه کوي چې څنګه د اوبو اسطورې “اي” ورته د يوې کشتۍ جوړولو امر وکړو. ده د خپل ټبر او هرځناور يوه جوړه په کشتۍ سپاره کړل او يو سخت طوفان او سيلاب کي د زمکې هر څه لاهو شول. دا طوفان ۶ ورځې او شپې جاري و او اخر د ده کشتۍ يوې غونډۍ په سر اودريده او هغه يوه کفتره، ابابيل او کارغه ترې پريښودل. کله چې کارغه بيرته رانغلو نو هغه د کشتۍ مخه پرانسته او ټول ژوي يې ورخوشې کړل. هم هغه وه چې اسطورو ده او ميرمنې ته ابدي ژوند ورکړو.
اتناپيشتم، ګيلګامش ته وايي چې د ابدي ژوند لپاره دی به شپږ ورځې او اوو شپې ويښ پاتې شي. خو ګيلګامش په اوومه شپه ويده او له ابدي ژوند بې برخې پاتې شو. ګيلګامش بيرته اورک ته روانېدو نو اتناپيشتم د خپلې ميرمنې په وېنا ورته د سمندر په تل کې د يو ازغن بوټي خبر ورکوي چې که څوک يې وخوري نوبيا ځوان شي. ګيلګامش د خپلو پښو سره کاڼي وتړي او د سمندر تل نه هغه بوټې راوړي. د ازموينې لپاره هغه بوټې يوسپين ږيري ته ورکوي نو هغه پرې ځوان شي. ګيلګاميش اورک ته روان وي او يو ځای د لمبلو لپاره تالاب ته ورښکته شي نو يو مار د هغه له جامو سره پروت بوټې ترې يوسي چې خپل پوټکې يې شا ته پريښې وي.
د دې کيسې پايله دا ده چې د انسان ژوند او مرګ د بل په لاس کې وي او ټول عمر هغه څه لټوي چې نشي موندلې يا په نصيب کې نه وي.
داسې اټکل کېږي چې ممکن د دې کيسې نورې برخې هم وي چې تر اوسه له خاورو نه دي راويستل شوي.
صفيه حليم
د خپريدو نيټه- ۷ نومبر ۲۰۱۶ م