درېم افغان جنګ

airforce
د ۱۹۱۹ م په اوړي کې دا جنګ افغانستان له خوا پېل شو او درې مياشتې روان و.
کله چې ۲۷ کلن امان الله خان د کابل پر تخت کيناستو نو خپل تره نصر الله يې زندان کې واچوو. په دې خبره پوځي افسرانو کې ناارامي وه او هغوی ته قناعت ورکولو لپاره يې معاش ورزيات کړو. افغانستان سره ۵۰ زره وسله وال پوځ و او انګريزانو ورله د کال ۱۲۰۰۰۰ پاونډ سبسډي ورکوله. ترهغې د افغانستان هر نوې امير به د انګريز سره يا نوې تړون کوو او يا به يې پخوانې تړون تصويب کړو.
د لومړي نړۍ وال جنګ د برطانيې او يورپ ډېرو ملکونو پوځي توان زپلې و. د امان الله خان مشاورينو ورته وويل چې دا ښه موقع وه چې خپله خاوره له انګريز بيرته واخلي. داخلي ناارامي د ليرې کولو لپاره پوځ ته يو هدف پکار و او افغان ولس د يو ګډ دښمن سره جنګ لپاره لاسوه يو کړي.
د اپريل په ۱۱ نيټه د امرتسر په جليانواله باغ کې د “جنرل ډاير” په امرپه سوونو بې ګناه سيکان په ډزو ووژل شول. دوه ورځې وروسته امان الله خان په دربار کي دا پيښه وغندله او انګريزسره يې جهاد اعلان کړو. هغه د ۸۰ زرو نه زيات پښتانه قبايل هم په ځان راټول کړل. “يواځې د خيبر ۲۰ زره آپريدو، مومندو او اورکزو په يو مخه د غزا نارې وهلې.”
د پيښورملايانو خلک جهاد ته هڅول او کمشنر “روس کيپل” د ښار په ۱۶ دروازو پهره لګولې وه. هلته د پوسټ آفس مشر يې د خپلو ۲۲ ملګرو سره ونيولو ځکه د امير امان الله خان دستخط شوې پاڼې يې په خلکو ويشلې چې پکې د جهاد غږکړې و.
د مې په ۶ نيټه جلال اباد کې د سپه سالارصالح محمد په مشرۍ پوځيان د خيبردرې په “باغ” نومې سيمې ورننوتل چې لنډي کوتل کې خيبر مليشيا د اوبو سرچينه يې لرله. انګريز په سرحدي سيمو کې دوه فرقې (ډويژن) پوځ ساتلې و چې افسران يې انګريزاو سپايان پښتانه وو. د دوېم افغان جنګ نه وروسته جوړ شوې دغه ملېشيا “خيبر رايفلز” په نوم مشهور و. خو د باغ د حملې نه وروسته دغو ځوانانو د جنګ نه ډډه وکړه او د خپلو ټوپکو سره وتښتيدل.
انګريز يوکنډک (بټالين) پوځ په بيړه له پيښور روان کړو. په ۶۷ لاريو کې پوځيان د ترپالونو لاندې پټ وو چې بره نه قبايل پرې ډز ونکړي. د جنرل “جې- ډي کروکر” په مشرۍ دغه پوځ په ۹ مې د باغ اخيستو هڅه وکړه خو افغانانو سخت جنګ کوو.
په ۱۱ مې سپيده چاودې سره انګريزيو ځلې بيا په باغ حمله وکړه چې ۱۸ ميداني توپې او ۲۲ مشين ګن يې لرل. بل خوا د مقابلې لپاره جنرل صالح محمد يوه توپه د غارخلې سره پټه اودرولې وه چې تکړه توپچيان ورته ناست وو. يو مشين ګن هم ورسره و چې ليرې واټن ته به يې ګوله غورځوله. اپريدو د جنرل صالح محمد هيڅ مرسته ونکړه او له غرونو يې ننداره کوله. ترغرمې د “کروکر” پوځ باغ بيرته ونيولو.
په ۱۶ مې ۳۰۰۰ قبايل، په ډکه کې راټول شول. ځينو يې د غره په څوکه يو زيارت چاپېره مورچې نيولې وې او پوځ توپې ځای په ځای کړې. په ۱۷ مې سهار جنګ پېل شو او د سيکانو دوو ډلو په غرونو وړاندې تلو هڅه وکړه خو د سخت مقاومت سره مخ وو. په درېمه ورځ افغان افسرانو په قبايلو وسله وېشله چې ناڅاپه د پيښور خوا نه درې جنګي الوتکې راښکاره شوې. افسرانو يوې او بلې خوا منډې کړې. پاتې قبايلو وسله او مواد راټول او په غرونو کې ورک شول. “په دې حمله کې انګريزانو د يو نيم ټن وزن بمونه او ۱۱۵۱ ګولۍ وکارولې. د افغان مرګ ژوبله ۶۰۰ تخمين شوه، صالح محمد په يوه پښه ژوبل او ورور يې ووژل شو.”
د برطانيې جنګي الوتکې “برسټل فايټر” نوميدې چې په يو ساعت کې ۷۲ ميله مزل او ۶۵۰۰ فټه لوړ الوت به يې کوو. په غرونو کې ناستو قبايلو به کله کله په دې الوتکو ډزې کولې. انګريزانو ډکه ونيوله خو پوځ يې هلته بند پاتې شو. د سختې ګرمۍ د لاسه د ټپيانو بد حال و او ډېرکسان هم هلته مړه شول.
انګريزانو د پنجاب نه نور پوځ سرحدونو ته روان کړو نو اميرامان الله د هند وايسراې لارډ چيمسفورډ ته وليکل چې د باغ پيښه يوه غلط فهمۍ وه او پوځ د هند د داخلي شخړو، سرحد ته د رسيدو مخ نيوي لپاره احتياطي ګام اخستې و.
خو انګريز د افغانستان ټکولو او قبايلو ته د سزا ورکولو لپاره مټې راونغښتې او د هغه د ليک هيڅ جواب يې ورنکړو.
د افغان پوځ مشرجنرل نادرخان ټل ته مخه کړه چې هلته کوماندان جنرل اليګزانډر يوسټېس سره ۴۰۰۰ سپايان او۲ توپې وې. نادر خان ۳۰۰۰ سرکاري پوځ او ۹ زره قبايلو په مټ ډاډه و. د قبايلو مشران عبد الطيف، زلمي منګل او ببرک ځدراڼ وو.
په ۲۳ مې د انګريز جنګي الوتکو په کابل بمونه وغورځول او په بله ورځ يو بم يې د ارګ سره جوخت پرېوتو نو امان الله سمدلاسه نادرخان ته پيغام ورواستاو چې جنګ نه لاس واخلي. خو نادر خان دا پيغام ځان سره وساتلو او په ۲۷ مې په “ښپيانګه” کلي کې يې کيمپ جوړ کړو.
د ټل کلا قبايلو محاصره کړو نو انګريز کوماندان خپل مشر نه پيغام تر لاسه کړو چې کلا دې ورخوشې کړي. د مې ۲۸ او ۲۹ نيټې په شپه د ټل کلا نه پاتې هندي عسکر ووتل او قبايلو د دې په لوړې منارې افغانې بيرغ وځړوو. غرمه محال نادرخان هم هلته ورغلو او وروسته د “فاتح ټل” په نوم مشهور شو. په دې محاصره کې د انګريز ۹۴ کسان مړه يا ژوبل شول.
د پنجاب نه د انګريز تازه پوځ “جنرل ډاير” په مشرۍ کرمې ته ورسيدو. دا هغه ډاير نه دی چې امرتسر کې يې سيکان وژلي وو. نادرخان هغه ته د اوربند وويل نو ډايرورته وليکل چې زما توپې به ستا ځواب وي خو ستا پيغام به د سيمې مشر ته واستوم. نادرخان د ټل نه ۳ ميله شا ته يوسف خيل ته لاړو.
د جون په لومړۍ نيټه انګريز جنوب لورې نه پرې زور راوړو او هغه ۴۰۰ قبايل چې مورچې يې نه پريښودې، تيښتې ته اړشول.
په ۲ جون جنرل ډاير په افغان پوځ حمله وکړه نو نادرخان وروستی سنګرهم پريښودو او ډزې بندې شوې.
د ډېرځاني تاوان سره هم نادر خان خپله يوه ټوټه خاوره له انګريز بيرته وانخسته. اميرامان الله په کابل کې د افغانستان بری ونمانځلو، جنرالانو ته يې ميډالونه ورکړل، پغمان کې د يو څلي (طاق ظفُر) جوړولو امر وکړو او ملت پالو د “غازي” په لقب ياد کړو.
په ۲۶ جولاي دواړو ملکونو په راولپنډۍ کې غونډه وکړه او په ۸ اګست د راولپنډۍ د تړون سره دا جنګ پای ته ورسيدو.
صفيه حليم

سرچينې
۱.افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جائزه. پروفيسر عبد الحئ، ريټايرډ ډپټي ډايرکټر کالجز- محکمه تعليم صوبه سرحد – پشاور- ۱۹۸۸ م ۳۳۴ او ۳۳۵ مخ
.۲.د کرمې او ټل تاريخ- اسير منګل.پښتو عالمي کنوينشن پيښور.دانش خپرندويه ټولنه پيښور، ۲۰۱۱ م ۱۲۳-۱۲۶ مخ

3. The Savage Border. The story of the North-West Frontier. Jules Stewart.Sutton Publishing Limited. Phoenix Mill. 2007. pp163, 164, 167, 168.
4. Crises on the Frontier. The Third Afghan war and the campaign in Waziristan 1919-20. Brian Robson.Spellmount. 2004.pp 44-74-75

د خپريدو نيټه- ۱۵ نومبر ۲۰۱۶ م

1 Comment

Add a Comment
  1. څومره به دغه معلومات رښتیا وی ؟ او یا حومره به د معلوماتو سرچینه رښتیا ویلی / لیکلی وی ؟ مونږ دلته په افغانستان کی په دی باور یو کوم چی مو په تاریخ کی لوستی دی، هغه دادی چی د نادرخان لښکرو چی ډیری ورسره د پکتیا خلک و په انګریزانو حمله وکړه او هغوی دی ته اړ شول چی امان الله خان ووای جنګ نور بس دی د افغانستان سرحدونه در معلومو خو نور راپسی مه راځی. او بلاخره په راولپنډی کی موافقه لاسلیک شوه. مننه فضل واحد صافی – جلال اباد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *