سانسکرت، په عرب خاوره

cuneiform
د شلمې ميلادي پېړۍ په سر کی د بابل او اسيریا لرغونو ښارونو په کيندنو کی، په “مېخي ليکدود” خټینی تختی رابرسيره شوی. په ځينو تختو “ميتاني” باچاهانواو اميرانو نومونه لیکلي وو چی يوه برخه يې د سانسکرت ژبې نه وه. لکه پوروسا(سړی) تشرتا (ټانګه لرونکې) سوردتا (خدای ورکړې) اندروتا (د اندرا په ملاتړ) سوبهاندو او دغسې نور. په شمالي سوريا کې دا د سانسکرت ژبې تر ټولو زړې ليکلې نمونې وې.
د ۱۵۰۰ او ۱۳۵۰ ق م کې د دجله او فرات سيندونو ترمنځ د “ميتاني” خلکو يو سلطنت جوړ و. دا سيمه اوس په عراق، ترکي او سوريا ويشلې ده. ميتانيانو “هوريان” ژبه وئيله چې د سانسکرت سره يې هيڅ تړاو نه و. د ميتاني تمدن څېړونکو ته دا يوه معمه وه چې د ريګوېد ژبه د هند نه وړاندې مېسوپوټيميا ته څنګه ورسيده؟
ميتاني خلک د اريايانو په شان د اس ګاډو د ځغاستې ليواله وو. د دوی يوه پخوانۍ ليکنه د اس د روزلو په اړه ده چې په دې موضوع تر ټولو زړه ګڼل کېږي. په دې ليکنه کې د سانسکرت توري لکه، اېکه ( يو) تېرا(درې) سته (اوو) اسوا (اس) کارول شوي دي. د ميتاني پوځ افسران چې د اس ګاډې به يې ځغلوو، “مرياڼه” لقب لرلو. مريا په سانسکرت کې مېړه يا ځوان ته وايي. ميتاني خلکو د ځايي اسطورو نه علاوه په ريګوېد کې زکر شويو خدايانو نمانځنه هم کوله. د هغوی په نوم به يې سوګند خوړو او درناوی به يې کوو.
په ۱۳۸۰ ق م کې يو ميتاني د حريف باچا سره د روغې لوظنامه کې، اندرا، ورونا، ميترا او نساتيا(اشوين) خپل شاهدان ليکلي دي. په ريګوېد کې هم دغه اسطورې ډېرې سپېڅلې وې.
سانسکرت د ژبو مور ګڼلې شي خو دا مور هم د ژبو د يو کورنۍ نه وه چې پروټو هندي اروپاي نومېږي. د دې ټبر يوه ژبه پروټو هندي ايراني ده ځکه دا د هند د شمال او د پارس( ايران) ژبې له دې ټبر راوتلي دي.
د دې هندي اروپاي ژبې لومړي ويونکي په جنوبي ارال او قزاقستان کې مېشت وو او ۲۰۰۰ ق م کې په نښه شول. له دې خاورې يوه ډله خلک بېل شول چې پخوانۍ (زوړ) سانسکرت ژبه يې وئيله. په دوی کې ځينو لوېديځ ته مخه کړه او ميسوپوټيميا کې مېشت شول. بله ډله يې ختيځ لوري ته لاړه او پنجاب کې مېشت شول او د هند په تاريخ کې آريا نومېږي.
کوم خلک لوېديځ ته لاړل، ممکن د هوريان باچا له خوا د ګاډو چلوونکو په توګه وګومارول شول. دغه ګاډي وانو هم هغه ژبه وئيله چې ختيځ ته تللو خلکو پکې خپل مناجات وليکل او په هند کې سانسکرت په نوم ياده شوه.
په سوريا کې ګاډي وانو خپل کلچر د لاسه ورکړو خو دومره زور يې وموندلو چې هوريانو نه باچاهي واخيسته او ميتاني سلطنت يې جوړ کړو. دوی د هوريان کلچر، دين او د هغوی ژبه يې خپله کړه خو نومونه (اندرا، ورونا، ميترا ) او د ګاډو سره تړلي تخنيکي نومونه هم هغسې پاتې شول.
هغه ډله خلک چې ختيځ ته ورغلل، خپل کلتور په ساتلو کې زيات بريالي وو. دهند برهمني دين د دغو خلکو ميراث پاتې دی چې اوس درې نيم کاله وروسته هم نمانځل کېږي.
خو له بده مرغه د دوی ژبه، کلتور او دين د نمانځنو سره هم د هندي اروپايي خلکو نوم په هند کې ورک دی. د هند زيات ژبپوهان په دې باور دي چې سانسکرت د هند خپله ژبه ده او دلته يې وده وموندله. هندي ملت پاله خلک دا د سره مني نه چې د دې ژبې بنسټ بهرکيښودل شو.
صفيه حليم
د ويبپاڼو نه-
د خپريدو نيټه- ۱۹ نومبر۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *