په آریاي عقيده واده د عبادت برخه وه چی د ناوې او شاځلمی به يې په منترونو او دعاګانو بدرګه کوو. د بد نظر نه د ژغورلو لپاره ناوې به خپل مخ ته شنې پاڼې نيولې وې چې جنوبي هند او بنګال کې اوس هم رواج لري. د شاځلمي د پټکي سره به بدله څېره ځوړنده وه.
وروسته د هند مسلمانانو هم دا دود خپل کړو او د مغلو په دور کې يې زيات رواج وموندلو. دوی يو بدلون پکې راوستلو چې د څېرې په ځای د ګلونو لړۍ به يې د پټکي سره وتړل او د ده مخ به يې ترنکاح پټ ساتلو. څومره چې به يوه کورنۍ شته منه او معتبره وه، هم هغه هومره څېره به درنه او اوږده وه. د نوابانو او راجګانو لپاره د ملغلرو څېرې هم جوړيدې.
په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې د واده جنج (ورا) د ناوې کور ته روانيدو نو شاځلمي به نوې جامې په غاړه کړې او بيا د ټولو خلکو به وړاندې د کور يو مشر به ورته په سر پټکی او د ګلونو څېره وتړله. دغه ته “سهرا بندي” وايي او تر اوسه ځينو ځايونو کې رواج لرې.
په دې موقع د څېری په ستاينه کې د شا ځلمې ملګرو يا خپلوانو خپل شعرونه وئيل. يو چا به خپل نظم په ښکلې کاغذ د خطاط په قلم وليکلو او ځلمي ته به يې ورډالۍ کړو. د اردو ژبې نامتو شاعرانو لکه غالب او ذوق هغه سهرې چې مغل شهزادګانو په ودونو وليکلې، تر اوسه د ادب برخه دي.
په پښتنو کې د واده رواج د نور هند نه توپيرلري خو په ښارونو کې د سهرې رواج د نور هند په شان و. که يو کس دېر مشهور و نو د هغه لپاره به څو شاعرانو خپلې خپلې سهرې ليکلې.
په پښتو شاعرۍ کې د سهرې وئيلو دود نشته خو د روهيلکهنډ پښتنو به فارسي يا اردو کې سهرې وئيلې.
د حافظ رحمت خان د زوی محبت خان د واده يوه سهره ده چې په ۱۷۷۳ ع کې مير عوض علی ورته وليکله. د دې بيتونه دي،
جشن نواب فلک رتبه، محبت خان ہے
جس کی شادی میں هیں سب جمع بزرګ و کوچک
لختے زادوں کو جو ديکهو تو به هنګام سردو
مچ رها ہے يهی غل، رايشه هلک هلک
استاد رشاد دغه بيت په پښتو کې ژباړلې،
چې نڅاګرهلکان وويني د سرود په وخت کې
دغه نارې وي په هر لور، هلکه راشه راشه
هم دغسې پيښور کې د سهره بندي او د سهرو وئيلو ډېر رواج و. دلته شا ځلمي په قراقل ټوپۍ د ګلونو اوږده څېره تړله او ميلمنو به ورته د ستاينې شعرونه وئيل. د شلمې پېړۍ ترپای، دا رواج ختم شو او د ګلونو ځای د پلاسټک څېرو واخيستو. واده د بالي ووډ فلم په شان وي چې پکې ټول ميلمانه غلي ناست وي ځکه د لوړې موسيقۍ د لاسه نږدې ناست کس سره خبرې هم نشي کولې. اوس نه پټکي دي، نه سهرې، نه هغه شاعري پاتې ده او نه سندرې.
صفيه حليم
سرچينې
۱.هندي ويبپاڼې
۲.حافظ الملک حافظ رحمت خان بړيڅی او د هغه کورنۍ- علامه اکاډيميسن پوهاند عبد الشکور رشاد. علامه رشاد اکاډيمي، کندهار- افغانستان، ۱۳۸۵ ش- ۲۰۰۷ ع ۱۱۷ مخ.
دخپريدو نيټه- ۲۳ نومبر ۲۰۱۶ م