په ماشومتوب کی مو اوریدلی وو چې د اینځر ګل هیچا ته نه ښکاري. که چا ولیدو نو هغه بیا باچا شي. چا به وئيل چی دغه ګل پیریان یوسي. د دی ونې لاندی به د شپې نه تیرېدو چې پیریان به پکی وي. که داسې به ووشو نو یو منتر مو یادو، چی ” پوش پوش خبردار… پیریانو ماماګانو مونږ ړانده کاڼه یو…تاسو راته نه ښکارئ” او داسی نور.
په پښتو کی که څوک ډیره موده بل کس و نه ګوري نو ورته وايي، ” ته خو د اینځر ګل شوې.”
اینځر د توت د ټبر ونه ده چې ګل يې هم کېږي خو دغه ګل د ونې د ډانډي سره نښتې، دننه لوري ته وده کوي. اینځر میوه نه ده ځکه په دی کی یواځې تخم وي او په نباتاتي ساینس کی د نه میوې په نوم یادېږي.
د اینځر ګل منځ تش وي او یوه ځانګړې ماده مچۍ (ډنبره) پکی ورننوځي او ځینو تخمونو ته هغه ذردانه رسوي چي له ځانه سره يې اوړې وي. دغه مچۍ د ګل په خیټه کی مړه او د میوې برخه شي.
پاخه شوي اینځر د ۳ نه تر ۵ سینټي میټر اوږد وي او زرغون رنګ لري.
د پخیدو په حال کی يې رنګ کاسني شي.
اینځر هغه لومړۍ ونه وه چې انسان په دې نړۍ وکرله. د اردن په درو کی د دی تر ټولو پخوانی تخم د ۹۴۰۰ ق م نه ډبره شوي وموندل شول. دا د لوېدیځ ایشیا اوعرب خاورې میوه ده چې په تودو سیمو کی کېږي او لوړو غرونو یا خرابې خاورې کی هم وده کوي. د دې ونې تر ډېرې مودې پاتې وي او نوې ونې ژرشنې شي. د ویالو او تالاونو پر غاړه د اینځر ونې یخ سیورې جوړوي او ډېر ژوي پکی اوسېږي. ددی تخم د مارغانو او ځناورو له لارې نورو ځایونو ته وړل کېږي. زیات حیوانات اینځر خوښوي او کوم ځای چی وحشي حیوانات نه وي نو یو څو د اینځر ونې بڼ جوړولې شي.
په روم او یونان کی اینځر د هره ورځ خواړو یوه لازمي برخه وه. دا به يې بطو له هم ورکوو چی غوښه يې زیاته شي.
اوس په نړۍ کی تر ټولو زیات اینځر ترکي کی پیدا کېږي چی د ټولې نړۍ ۲۷ فی صده ده. مصر، الجزایر او مراکش ورپسې دي. تازه اینځر د اګست نه واخلې تر اکتوبر بازار ته راځي خو زیات په وچه بڼه خوړل کېږي.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۲۷ نومبر ۲۰۱۶ م