د خوشحال خټک مړينه
ډنبره (ډمبره) په تيراه کې د اپريدو سيمه ده. په ۱۶۸۹ م کال کې د فروري ۲۰ نيټه، د جمعې ورځ دلته د خټک قام نامتو سردار خوشحال خان مړی وموندل شو. وايي چې خپله توره هم ورسره وه او “سيلۍ” نومي اس جسد ورته نږدې پروت و. تراوسه څرګنده نه ده چې ده ته څه ورپيښ شوي وو. د ده مړی يې بيرته خپل کلي اکوړي ته یوړو چې له هغه ځای نه ۹۰ ميله ليرې و او نږدې غرونو په لمنه کې يې خښ کړو.
خوشحال د مغلو منصبدار او قامي مشر و چې د بې شمیرو ښځو نه يې ۳۳ لوڼې او ۵۷ (يا ۶۳) زامن وزېږېدل. خو مړی يې څو ورځې په دشته کې پروت و او څوک ترې خبر نه وو. دی د مغلو له ويرې خپلو دوو زامنو او د هغوی ټبر سره تيراه کې مېشت شوی و. په اکوړي کې د ده نمسی افضل خان قامي مشر و، درېیم زوی بهرام خان د مغلو منصب دار و نو دا څنګه امکان لري چې د تورې او د قلم دا نامتو خان داسې بې اسرې مړ شوی وي.
د اټک په سيند محصول چې پخوا يوسفزو راټولوو، د اکبر له وخته خټکو ته ورکړل شوی و. په دې د دواړو قامونو ترمنځ شخړې روانې وې او ډېر يوسفزي پکې وژل شوي وو. سل کاله وروسته اورنګزيب د ځينو سيمو نه د محصول(ګمرک) په اخيستو بنديز ولګوو نو خوشحال دا امر و نه منلو او شاوخو شپږ کاله يې د اټک په پله محصول واخيستو. آخر د پيښور حاکم ميرزا عبد الرحيم په سرکاري امر خوشحال خان دوه مياشتې په کوټله مستجاب خان (محسن خان) کې بندي کړو او بيا يې ډېلي ته بوتلو. شا و خوا دوه کاله په رنتهمبور کلا کې و چې پخپل شعر کې د بندي خانې په نوم یادوي خو دی هلته بندي نه و. مشر زوی اشرف خان ورپسې لاړو او هغه هم څه موده ورسره و.
په ۱۶۶۶ م اورنګ زيب خبر شو چې د هغه باغي ورور شجاع الملک د ملا څالاک او بهاکو خان په مرسته د پښتنو په سيمه کې بغاوت کړی دی نو اشرف خان يې اباسين ته وراوستوه چې د مغل حاکم کامل بيګ ملاتړ وکړي. په ۱۶۶۷ م کې مغلو او يوسفزو ترمنځ په “هارون ګذرګاه” يو سخت جنګ وشو، يوسفزو پکې ماتي وخوړه او مغلو د خپل رواج سره سم د زرګونو يوسفزو د سرونو مينار جوړ کړو.
خوشحال خټک په دې جنګ کې شامل نه و خو په شعر کې داسې ښايي لکه چې جنګ ده ګټلي وي:
پښتانه مې په زرګونو دي وژلي
په سرونو به يې خره غوايه لشلي
لا تر اوسه د سرونو يې انبار دی
په اټک په پيښور کې يې مينار دی
خوشحال په ۱۶۶۹ م کې بېرته راغلو نو د ده زوی اشرف خان د مغلو منصب دار او اولادونه يې په دوو برخو وېشلي وو. هيچا د ده خبره نه منله او خوشحال ناهيلی شو.
د پښتنو په سيمه کې د مغلو خلاف بغاوت کې دوه نوراتلان ايمل خان او دريا خان راوځلېدل چې ممکن ټوله سيمه يې نيولې وای. خوشحال خټک د دوی په ستاينې لاس پورې کړ خو په عمل کې هغه په يو جنګ کې هم برخه وانخیسته. دی هغه وخت هم په دې هيله و چې خپله پخوانۍ نوکري به بېرته واخلي نو په ښکاره يې د مغلو په ضد توره نه برېښوله. په ۱۶۷۳ م کې د ده ملګری مهابت خان چې د کابل ګورنر وټاکل شو نو خوشحال خان يو ځلې بيا د مغلو صفت پېل کړو. خو د هغه د چلند نه مهابت خان هم راضي نه و او اشرف خان نه يې ليکلي (مچلکه) اخیستي وو چې پلار ته به هيڅ سياسي اختيار نه ورکوي.
د خوشحال يوه لور د شيخ رحمکار (کاکا صيب) په زوی ضيا الدين واده وه چې د سيمې خلکو ورته ډېر درناوی کوو. هغه د اشرف خان او د بهرام تر منځ د روغې هڅه وکړه او زمکې يې په ډېر انصاف ټولو ته وويشلې. خو اشرف خان دغه ويش نه منلو او ضيا الدين يې قيد کړو چې څو ورځې وروسته مړ شو. په ۱۶۸۱ م کې د پيښور نواب مستجاب خان هم په مرموزو حالاتو کې ووژل شو چې اشرف خان پرې تورن شو نو هغه يې لاس تړلی هند ته يوړو. خوشحال د هغه زوی (خپل نمسی) افضل خان د خاني په ګدۍ کينولو چې يو وارې بيا د بهرام خان سره زياتی و.
اویا کلن خوشحال خټک اوس د قام د يو سپين ږيري په توګه ژوند کاوه او ممکن نور کتابونه يې ليکلي وای خو دغه وخت د ده د سترګو نظر کمزوری شو. تاريخونه وايي چې د پيښور حاکم د خوشحال د نيولو لپاره يوه دسته اکوړي ته روانه کړې وه خو دی د خپلو دوو زامنو نصرت خان اوګوهر خان سره تيراه ته لاړو او په ډنبره کې ميشت شو.
افضل خان په پښتو ژبې کې د خپل ټبر يو تاريخ وليکلو چې “تاريخ مرصع” نومېږي. په دې کلاسيکه ليکنه کې هر څه تور او سپين دي. بهرام بد او اشرف خان ښه دی. خو عجيبه خبره دا ده چې پکې د خوشحال د وروستيو ورځو هيڅ ذکر نشته. دا هم نه دي ليکل شوي، چې هغه څنګه مړ شو او چا ووژلو. البته د خوشحال وصيت يې په ياد دی چې: “که مو بهرام وړاندې وروستو په لاس کښېوزي مړ يې کړئ، نيمايي يې د ما سر ته، نيمايي يې د ما پښو ته وسېځئ، هاله به د ما روح له تاسو خوشنود شي.”
بل وصيت يې داسې ځاې کې خښيدل وو چې د مغلو د اسونو خاورې د ده په قبر ورباندې نه پريوځي. خو افضل خان د نيکه وصيت په ځای نه کړو او د لویې لارې نه لس ميله ليرې “ايسوړي” کې يې خښ کړو. اوس هم دغه ځای د جرنېلي سړک نه شپږ کلوميټر فاصله لري.
خوشحال خټک نرګسيت ځپلی شاعر و چې د خپلو زامنو، اشرف خان هجري، بهرام خان او مغلو نه علاوه د پښتون هر قام نه کرکه کوي. د ښځو په اړه د ده شعرونه د ده غير فطري او له تعصب نه ډک احساس څرګندوي.
خوشحال د مړينې په وخت د ۷۸ کالو و او توره ورسره وه نو ښايي دومره توان يې لرلو چې خپله دفاع وکړي. د اسونو دا خصلت وي چې که خاوند يې بې وسه يا مړ پروت وي نو بېرته کور ته ورځي. نو آيا دا امکان شته چې دغه اس هم وژل شوی وي.
دغه سپين ږيري پلار ته که هر څه ورپيښ شوي وي، يوه خبره يقيني ده چې زامن يې د مرګ له سبب خبر وو او له شرمه يې خبره پټه کړه. په پښتنو کې داسې پېښې اوس هم کېږي چې په کور کې دننه قتل وشي خو وژونکی قانون ته نه سپاري.
اشرف خان په بيجا پور کې د پلار له مړينې خبر شو او يوه ويرنه يې وليکله چې څو بيته يې داسې دي:
يعني نن هغه امام د ننګيالو
په ډنبره غريب ولاړ ډکه يې خوا ده
نه يې زويه پرې حاضر نه برادر وو
ساه يې قبضه له غمونو په صحرا ده
نه يې مخ په سترګو وليدو د خپلو
نه يې کړې چا په رنځ کښې دلاسه ده
يا يې رب په حال خبر يا زه پوهيږم
چې له خپلو يې ليدلې څه جفا ده
د خوشال د نمسي لیکل شوی تاریخ مرصع د دې ټبر د تربګنیو یوه بیلګه ده چې پکې د ده قاتل بهرام ښکاري. خو ممکن راتلونکي کی دغه معمه هم حل شي.
په ۱۹۳۴ م کې د اکوړي سرای په جنوب ختيځ کی د ايسوړی غرونو په لمنه کی دوه کسانو د یو قبر لټون کاو. نواز خټک او عبد الخالق خلیق هلته اوو قبرونه ولیدل چی د زمکې سره هوار شوي وو. خو یو قبر پکی لږ لوړ و او د دې په خاوره کښې یوه ماته کتبه هم ښخه وه. د خوشحال لايقو او عالم زامنو له خوا ورباندې دومره لیکل شوي وو چی، ” داسې مېړونه نه مري” دوی اندازه ولګوله چی “مېړه” تورې یواځې د خوشال خټک لپاره کاریدی شي. د نوښار پښتو ادبي ټولنې په يوې جرګې کې د خوشحال د ورک قبر د بېرته موندلو اعلان وشو. د کابل ادبي ټولنې په ۱۹۴۹ م کې پخپل لګښت ورباندې يوه مقبره جوړه کړه او په تور مرمر يې وپوښله.
صفیه حلیم
سرچينې
۱. خوشحاليات او حقايق ( انتقادي جاج) خواجه محمد سايل، بهادر کلې پېښور. جنوري ۲۰۰۶م. ۱۴۰-
۲. شيخ رحمکار – کاکا صاحب، سيد بهادر شاه ظفر کاکا خيل.۲۰۰۷ ع- د کاکا صاحب د زيارت کتابتون. ۲۸ مخ
۳.تاريخ خټک. سرفراز خان عقاب خټک. اباسين پشتو ادبی جرګه، خير اباد نوښار،۲۰۰۷ م. ۲۳۳ ، ۲۴۷، ۲۴۸ مخ
۴. وړه خزانه. د شبیر خان دراني ۲۰۰۸ م . ۶۶ او ۶۷ مخ. ماخذ( د پښتونخوا سیل او سفر. سید صابر شاه صابر.)
د خپریدو نېټه- د دسمبر لومړۍ ۲۰۱۶ م
مطلب چندان شی نه و نو هسی یی مونږ ته د مکتب وخت کی پورته پورته کوه خوشال داسی او هاغسی په درنو دروند په سپکو سپک د تورې او قلم خاوند او هاغه او دغه
دا د اغلې صفيه حليم شخصی ليد او نظر دی، چې څنگه يې اړوی او رااړوی. داسې څرگندونې د خوشال خان خټک په ادبی شخصيت هېڅ ډول کوم سیوری نه شی اچولی.