د راولپنډۍ تړون

ali-ahmad-khan
د ۱۹۱۹ م په اوړي کی د افغانستان او برطانوي هند ترمنځ د درېم جنګ نه وروسته، د اګست په ۸ نيټه دواړو غاړو په راولپنډۍ کې روغه وکړه.
دغلته د خبرو لپاره د انګريزانو له خوا ۴ کسان وو چی د صوبه سرحد مشر وزیرهیملټن ګرانټ، کمشنر جان میفي ، جنرل نوبری او د قلات (بلوچستان) نواب شمس شاه شامل وو.
د افغانستان د ۷ کسيزی ډلې مشر داخله چارو وزير سردارعلي احمد خان، ورسره د تجارت وزیر ملا غلام محمد، سردار محمد یونس( کندهار پخوانی والي) سردار عبدالعزيز(په ډېلي کی د افغانستان پخوانی استاځې) ديوان نرنجن داس(ماليې وزارت چارواکې) ډاکټرعبدالغني جلالپوري (دارالتاليف مشر) او منشي غلام محمد(خارجه وزارت سکتر) مله وو. دوی په ۲۶ جولاي خيبر د لارې راولپنډۍ ته ورسيدل. اميرامان الله خپلو استاځو سره ۳۰ سپاره او ۵۰ پلي پوځيان بدرګه ورواستول غوښته خو انګريزانو ورسره نه منل. هغوی په دې حيرانه و چې د افغانستان خارجه وزيرمحمود طرزي ولې خبرو ته رانغلو.
سردارعلی احمد په راولپنډۍ کی د انګريزانو نه وسله وال ساتندويان وغوښتل خو دوی انکار وکړو او ورته يې ووئيل چې د خپل استوګنځي نه دې بهر نه ځي. سردار په قهر شو او د خبرو د بايکاټ ګواښ يې وکړو. انګريز ورته جواب ورکړو چې دوی به يې د افغانستان تر سرحد بدرګه کړي او سمدلاسه به بيا جنګ شروع کړي.
ګرانټ يو باتجربه ډپلوماټ او د دې نه وړاندې په کابل کې يې د “ډېن حبيب الله تړون” خبرو کې برخه اخستې وه. هغه د افغانانو په روحيه خبرو نو ځکه د رسمي خبرو نه وړاندې علي احمد سره د ليدو لپاره هغه کور ته ورغلو چې دوی پکې ايسار وو. په روانه پښتو او فارسي يې خبرې کولې شوې او کله نا کله د افغانانود خوشالولو لپاره به يې د پښتو متلونه هم کارول.
ګرانټ پخپلو يادښتونو کې د علی احمد په اړه ليکي، ” ښکلې مخ خو مغروراو قهرژن سړی و او دومره به احساساتي شو چې خبره به ورسره نشوه کيدې.”
هغه ته په غير رسمي خبرو کې اندازه وشوه چې سردارعلی احمد د بحث لپاره هيڅ نه لرل. هغه شرایط چې انګريزانو په ليک کې اميرته وراستولي و، د ګرانټ معاون جان مېفي(د پيښور کمشنر) په کې هيڅ بدلون ونکړو. هم هغه وه چې په ۲۸ جولاي لومړۍ رسمي غونډې کی څه نوې خبره ونشوه.
د تړون متن
“د ځلاند برطانوي حکومت او د خپلواک افغان حکومت ترمنځ د صلح تړون په ۸ اګست ۱۹۱۹ ع چې د ۱۱ زيقعد ۱۳۳۷ هجري نيټې سره سمون خوري، راولپنډۍ کې تر سره شو.
د امن د بيرته ټينګولو لپاره د برطانيې حکومت او د افغانستان حکومت، په دې مادو رضايت وښودلو.
لومړۍ ماده- په دې تړون د دستخط له نېټې سره سم يو خوا د برطانيې حکومت او بل خوا د افغانستان حکومت ترمنځ به صلح وي.
دوېمه ماده- د هغو حالاتو په نظر کې نيولو سره چې د برطانيې او د افغان حکومت ترمنځ ورباندې اوسنی جنګ ونښتو، د برطانيې حکومت د خپلې ناخوښي څرګندولو لپاره پخوانو (افغان) اميرانو ته ورکړې شوي امتياز بيرته اخلي- په دې کې د هند د لارې وسلو، بارود او جنګي مهمات افغانستان ته وړل شامل دي.
درېمه ماده- د وروستي امير (حبيب الله) د امتيازاتو پاتې پېسې ضبط شوې او نوي امير ته به هيڅ امتياز نه ورکړې کېږي.
څلورمه ماده- سربېره له دې هم د برطانيې حکومت غواړي چې د افغانستان او لوی برطانيې ترمنځ هغه پخوانۍ ملګرتيا چې له ډېرې مودې پاتې وه، بيرته جوړه شي. د دې لپاره به ورته ضمانت ورکړې کېږي چې د افغانستان حکومت په اخلاص د برطانوي حکومت سره بيا ملګرتيا ته ليواله دی. د برطانيې حکومت تياردی چې شپږ مياشتې وروسته يو بل افغاني ډلې سره وويني- په دې شرط چې افغان حکومت د خپل عمل او رويې نه څرګند کړي- چی د دواړو ملکونو تر منځ د ګډو ګټو او روغې په اړه بحث وکړي، په داسې بنيادونو پخوانۍ ملګرتيا بيرته راولي چې د دواړو پرې تسلي وي.
پينځمه ماده- افغان حکومت د هند افغان سرحد مني، چې وروستي امير هم ورسره منلې و. دوی د خيبرپه لوېديځ کې د برطانوي کميشن له خوا وروستۍ ټاکل شوې سرحد هم مني چې پخوا ورباندې ليکه نه وه تېره شوې. لږه موده وړاندې افغانستان په دې خاوره تېری کړې و. دوی هغه سرحد مني چې برطانوي کميشن په نښه کړې دی. په دې غاړه برطانوي پوځ به پخپل اوسني حالت پاتې وي تر څو د سرحد ټاکل عملي شي.”
سردارعلی احمد خان د امیر له خوا په یوې نقطې ټینګار کوو او د تړون په متن پوهه نشو. هغه هېملټن ګرانټ نه بیا پوښتنه وکړه چی ایا افغانستان به خپلواکه وي او که نا؟ ګرانټ هغه ته يو رسمي ليک ورکړو چې د راولپنډۍ د تړون برخه ده.
ليک
” تاسو په دې اړه رانه نور ډاډ غوښتې دې چې د برطانيې له خوا وړاندې شوې د صلح په تړون کې دا نه دي لیکلي چی د افغانستان په داخلي او خارجي خپلواکۍ کې به لاس نه وهل کېږي.
انډيواله! که ته هغه تړون په دقت سره ولولې، نو درته به جوته شي چې د افغانستان په خپلواکۍ کې د هيڅ مداخلې خبره نه ده شوې. تاسو راته ووئيل چې افغان حکومت په دې راضي نه دې چې د وروستي امير سره شوې معاملې، چې د بهرنيو ملکونو سره د اړيکو لپاره بې له څه شرط د برطانوي حکومت مشوره منل دي، بېرته راتازه شي. نو ځکه ما په دې معامله ډېر ټينګار ونکړو او نه يې په تړون کې څه زکر شته. لهذا اوسنی تړون او دا ليک افغانستان په رسمي توګه پخپلو داخلي او خارجي معاملو کې ازاد او خپلواک پرېږدي.
د دې نه علاوه، د اوسني جنګ سره، وړاندې ټولې شوې لوظنامې فسخ دي.”
د راولپنډۍ نه وروسته بله غونډه د هند په مسوري کی، بيا ډېره دون کی او ۳ نورې غونډې کابل کی وشوی. په ۱۹۲۱ کی د دغه تړون د وروستۍ مسودې په ټکو دواړه غاړې راضي شوې.
د راولپنډۍ تړون په دې مهم دی چی په لومړي ځل د افغانستان د حکومت استاځو له خوا دستخط شو. له دې وړاندې د انګريز سره ټولې لوظنامې د باچاهانو له خوا شوی وې. دا لوظنامه امیرامان الله خان خپل ولس ته د يو بري په شکل وړاندې کړه چې انګريزانو افغانستان د يوخپلواکه ملک په توګه وپيژندلو. دوی ژمنه وکړه چې د خيبر نه وراخوا په افغانستان کې به مداخله نه کوي. خو په دی د افغانستان او هند تر منځ رسمي سرحد (ډيورنډ) بيا تصويب شو او د برطانيې له خوا هغه امتيازات او پېسې چې امير ته يې ورکولې ختمې کړې شوې.
صفیه حلیم
سرچينې
۱.افغانستان. لویی دوپری. پرنسټن يونيورسټي پریس. ۱۹۸۰ م. ۴۴۴ او ۴۴۵ مخ
۲. ډاکټرعبدالغنی جلالپوري.(۱۸۶۴ نه تر۱۹۴۳) عبدالقدیرنجفي. مکتبه معارف نجف، ملتان روډ لاهور. ۱۱۸ مخ

3.Crises on the Frontier- the third Afghan war and the campaign in Waziristan 1919-20. Brian Robson, Spellmount Limited. 2004. Pages 135- 136
4. The Savage Border, The story of the North-West Frontier. Jules Stewart. Sutton Publishing. 2007. p169

د خپریدو نېټه- ۵ دسمبر ۲۰۱۶م

2 Comments

Add a Comment
  1. If all previous accords became null and void then what are you talking bout. There is no reference in your article of any recent history book of Afghanistan.

    1. دغه مضمون یواځې د تړون په اړه تاریخي حقایق دي او تبصره پرې نه ده شوې. که تاسو په کتابونو کې څه نوي لوستې وي نو په ګوته يې کړۍ چې مضمون اصلاح کړو. مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *