کډوال او مهاجر

immigrants
د يويشتمې پېړۍ د پېل جنګونو ۱۵ ميلينه خلک بې کوره کړل او اوس په نړۍ کې ۷۵ ميلينو نه ذیات وګړي پخپل اباي ټاټوبي کی ژوند نه کوي. د دې کډوالو۸۰ في صده غريبو ملکونو کی اوسېږي. د يوژورناليسټ لپاره مهمه ده چې پناه غوښتونکو، کډوالو او معاشي کډووالو کې فرق وکړي.
پناه غوښتونکي هغه خلک دي چې خپل ملک کې د جنګ يا بل آفت له کبله (ګاونډ کې) بل ملک ته ورځي. هلته چارواکو(پوليس) ته خپل ځان ورپېژني اود پناه لپاره درخواست ورکوي. دوی هغه ملک کی د اوسيدو حق لري تر څو درخواست يې منل شوي يا رد شوې وي. په درخواست کې ليکي چې که خپل ملک ته بيرته لاړل نو ممکن ووژل شي. که بل ملک حکومت يې درخواست مني نو بيا هلته د پناه ګزين په توګه ژوند کولې شي. په عربي کې دا “مهاجر” او په انګرېزي کې “رېفيوجي” په نومونو يادېږي. مهاجروته د پناه ورکولو لپاره ځينو ملکونو د جينوا کنونشن دستخط کړې دی. خو د درخواست منل يا نه منل په هرملک کی خپل قانون او شرايط لري. په ځينو کې د پناه غوښتونکو د رجسټرېشن او د دوی د ساتنې لپاره ادارې جوړې دي. د لومړيو معلوماتو نه وروسته د پناه اخستونکو د اړتياو لپاره ورسره په څو مرحلو کې خبرې کېږي. مهاجر د ټاکلي مودې نه وروسته کار کولې شي او د هغه ملک د معاش په حساب حکومت ته ټېکس ورکولو پړه په غاړه لري.
لږ شمېر خلکو ته د ملګرو ملتونو له خوا هم په مختلفو ځايونو کې پناه ورکړې کېږي. دا د لنډې او اوږدې مودې لپاره کيدېشي او زيات وخت نامتو شخصيتونه او يا پخپله د دې ادارې کارمندان وي.
اوس د نړۍ ۶۰ في صده مهاجر يا پناه غوښتونکي د پينځو ملکونو نه دي-
سوريه- ۴ اعشاريه ۲ ميلينه
افغانستان- ۲ اعشاريه ۶ ميلينه ( په دې کې د پاکستان او ايران ته ورغلي کډوال او مهاجر نه دي شامل)
سوماليه- ۱ اعشاريه ۱ ميلين
سوډان- ۷۴۴ زره
جنوبي سوډان- ۶۴۱ زره
هم دغسې په نړۍ کی د مهاجرو ترټولو لوی شميره ۲ اعشاريه ۷ ميلينه، په اردن کی ده. په دويم ځای کی ترکي چی ۲ اعشاريه ۵ ميلينه مهاجر پکی مېشت دي. درېم ځای کی پاکستان او ورپسې لبنان دي.
دوېمه ډله “معاشي کډوال” په انګرېزي کې “ايکنومک مايګرنټس” دي. دا خلک بل ملک ته د کار روزګار لپاره په قانوني طريقې ورغلې وي، هلته ښاري حقوق او اسناد لري. يوه بېلګه يې په عربي ملکونو کې هغه زرګونه پښتانه دي چې د کار جواز لري او خپله ګټه کورنيو ته وراستوي. په ځينو ملکونو کې داسې خلک د کار د مودې پورا کولو وروسته مجبور وي چې بېرته لاړ شي. په نورو کې د ټاکلي مودې نه وروسته هلته د مستقل پاتې کيدو يا د پاسپورټ حق ترلاسه کوي.
درېمه ډله د هغو خلکو ده چې لوړ استعداد يا مسلکي کارونه کوي لکه ډاکټران، نرسانې يا د کمپيوټر ماهران. دوی د خپل ملک نه په قانوني توګه وربلل شوي او د ټاکلي مودې نه وروسته يې د هغه ملک پاسپورټ او ښاري حقوق ترلاسه کړې وي. يوه بېلګه يې کېنېډا (کاناډا) کې مېشت بهرني دي چې هرکال د خپلو ملکونو نه په قانوني توګه هلته د میشت لپاره ورځي. دوی ته په انګريزي کې د “ایمیګرنټس” نوم کارېږي. یو بل نوم “مایګرنټس” دی. دا هغو خلکو ته وایی چی په یو هیواد کی دننه د یو ځای نه بل ته کډه کوي. د اروپايي اتحاديې غړي ملکونو کی دننه چی کوم کسان د یو ملک نه بل ته، لکه د پولینډ نه فرانس یا بلجیم نه اطاليې ته ورځي، هغوی لپاره هم د “مایګرنټ” نوم کارېږي.
په ځينو شته منو ملکونو کې اوس د کډوالو ستونزه سياسي شوې ده ځکه د نژاد او د انساني پوټکي په رنګ خلک متعصب دي. له بلې خوا د دې ملکونو حکومتونه مجبور دي چې خپلو وګړو ته صحت او د تعليم آسانتياوې برابرې کړي. يوه بيلګه يې د برطانيې د روغتيا اداره ده چې پکې ۶۰ في صده ډاکټران د نورو ملکونو نه دي. پرمخ تللو ملکونو کې خلک ډېر ماشومان نه زيږوي او ترڅو چې ځوانان مسلکي زدکړو جوګه شي نو شمېره يې نوره هم لږ وي. که داسې ملکونه له نورو ځايونو د کار لپاره څوک را و نه غواړي نو ملکي خدمتونو کې به د باصلاحيتو کسانو د کمي سره مخ شي.
په ۲۰۱۵ م کی جرمني د سوریا د مهاجرو لپاره خپل ملک پرانستو او داسې يې څرګنده کړه چې دوی د نورو اروپايي ملکونو په پرتله ډېر زړه سواندې دي. خو په جرمني کی د ځوانانو شمېره لږ شوې ده او باید دا کمې پورا کړي. د امریکه متحده ایالات اقتصادي کډوالو اباد کړې دی.
صفیه حلیم
شميرې د ملګرو ملتو له ویبپاڼې اخستل شوي دي او ممکن بدل شي.
د خپریدو نیټه- ۹ دسمبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *