دا دواړه تصویرونه په ۱۹۰۵ م د جون په میاشت کی یو انګريز “ارنسټ تهارنټن” د لته بند نه جلال اباد په لاره واخیستل. په اړه يې لیکي، ” د یوې غونډې په ډبرو کی خښ لرګين ډنډې سره د مچیو د زالې په شکل ځوړنده پنجره مو ولیده. دا د غلو لپاره یو خبردارې او امیرعبد الرحمن له وخته پاتې وه چی پکې انساني هډوکي پراته وو…
لږ وړاندې یوه بله څلورګوټيزه پنجره د امیر حبیب الله خان په امر د لارې په کیڼ اړخ مو ولیده. دا پنجره لویه او پکې دوه شوکماران بندي وو چی سپین هډوکي يې پاتې وو.” د هغو دوو غلو په اړه وئیل کیده چی کله په پنجره کی بند شول نو یو بل يې وهل.
د اوسپنې په سیخونو کی د پوستین ټوټه ځړیده چی یوغمژن حالت يې ښکاره کوو. ارنسټ لیکي چی څلور کاله پخوا په دغه پنجره کی دوه ښځې هم بندې وې.
د افغانستان لویو ښارونو ته تلونکو لارو او یا په مرکز کی د دغسې پنجرو شاهدي نورو بهرنیانو هم ورکړې ده. د سزا دغه طریقه د امیر امان الله خان په وخت کی بنده شوه.
صفیه حلیم
Leaves from an Afghan Scrap Book. Earnest and Annie Thornton. John Murray London Albemarle Street. W. 1910.
د خپریدو نېټه
۱۴ دسمبر ۲۰۱۶ م