چمن

chaman-station-1895
د لرغونو زمانو راهيسې، د بولدک له دشتو چې به قافله راتېره شوه نو د کوږک غره په ډډه کې بې له يوې چينې سره پړاو وکړو. د وخت په اوږدو کې ورسره کارېز او هټئ جوړې شوې. خلکو به دغه ځای د “پړاو” په نوم ېادوو چې د انسان او څاروو لپاره پکې خواړه خرڅيدل.
ورو ورو کاروباري هندوانو د قافلو د اړتيا وړ توکي له نورو ځايونو ورته راوړل او د يو بازار بڼه يې وموندله. د سناتن فرقې هندوانو ژوند ژواک پکې پرمختګ وکړو او خپل عبادت ځايونه يې جوړ کړل. د سناتن، رام چند او توله رام د بازارونو نه وروسته په ۱۸۷۷م کې د دې ځای شتمن کاروباري “چمن داس” د انګرېزانو نه د يوې تجارتي منډۍ د جوړولو اجازه ترلاسه کړه. هم له هغه راهيسې دا ټوله سيمه د “چمن” په نوم مشهوره شوه. له دې منډۍ به د هندوستان توکي، د کندهار او هرات د لارې ايران او مرکزي ايشيا ته وراستول کېده. د هغو سيمو مال به يې هندوستان ته راوړلو.
چمن يوه دشته وه او د زمکې ګل يې ډېر ښکته دئ. خو څنګ کی د کوږک غره د لمنو نه د څو کارېزونو اوبه دلته ورتلې. چمن سره درې نور ښارونه، دُوبندی، ګلستان او عبدالله کلا دي. تر ټولو ډېرې اوبه په عبد الله کلا کی وې نو عبد الله خان اڅکزي په لومړي ځل دلته د تجارت لپاره د مېوو کرل او د پسونو ساتل رواج کړل.
په ۱۸۸۰ م کی انګرېزانو په افغانستان کې د روس د مخ نيوي لپاره د سندهه(روهړي) نه تر کندهار د اور ګاډي د ليکې په جوړولو لاس پورې کړ. هغه وخت د چمن شا و خوا د سروې په وخت د خواجه عمران غر په “سپين غونډي” د لرغونو اثارو لپاره کيندنې وشوې. خو د موندل شوو توکو په اړه معلومات نشته. خواجه عمران په دغه غونډۍ د يو زيارت نوم دئ چې د ګلستان نه ورته لاره ورغلې ده.
د شلمې ميلادي پېړۍ په سر کې چمن ته تلونکي اورګاډي تجارت ته وده ورکړه او يو بل سوداګر نعيم خان توخي په ګلستان کي د تازه او وچې مېوې منډۍ جوړه کړه. له دې ځای به د کندهار تازه مېوه په اورګاډي کې هند او نورو سيمو ته وړل کېده. له هغه راهېسې د چمن او عبد الله کلا تر منځ يوه سيالي پېل شوه. دلته د اڅکزو نه علاوه، کاکړ، ترين او نورزي پراته دي.
عبدالله کلا ته اوس د ضلع درجه ورکړې شوې ده چې چمن يې مرکز دئ. د افغانستان د جنګ له کبله د چمن د نفوسو شمېر زياته شوې ده او هم له هغه راهيسې پکې ناقانونه توکي او وسله خرڅېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه. ۱۸ دسمبر ۲۰۱۶ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *