د پښتو ولسي سندرو لومړی فرانسوي ژباړن جيمز ډارمسټټر په ۱۸۴۹ م کې یوې یهودي کورنۍ کی وزیږیدو. د ده غریب پلار کتابونه ګنډل او پوښل خو په ټولو اولادونو يې سبق وویلو. جیمز په ښوونځي کی د ساینس مضمون غوره کړو او د ۱۵ کالو په عمر کی د یهوديت نه پړې وشلوو. د ده حافظه ښه وه او نورې ژبې يې زر زده کولې. د لوړو ذدکړو په وخت ده ته د ژبې جوړښت او د الفاظو ریښې په زړه پورې وې. هم هغه وه چې ژب پوهه په توګه راوځلیدو.
د ايراني ژبو په اړه د ده لومړې څېړنه په ۱۸۷۴ م کې خپره شوه. هغه وخت د پارس(ایران) عالمانو دعوا کوله چې د زردشت او د اویستا ژبه زړه فارسي وه. جیمز د اویستا ژبه او زردشتي دين ژورمطالعه کړل او د دواړو تاريخ يې وپلټلو. دغه څېړنه په ۱۸۷۷ م کی “اورمزد او اهریمن” په نوم خپره شوه. دغه کال ډارمسټټړ په ايران کی د مروجوعقيدو په اړه ډاکټريټ وکړو او د اويستايي زدکړو استاد وټاکل شو. د جیمز موندنه دا وه چې زړه فارسي او د اويستا یوه نه بلکه دواړه بېلې ژبې دي.
ده په فرانسوي ژبې د اويستا په ترجمې ګوتې پورې کړې وې چې د اکسفورډ پوهنتون د سانسکرت نامتو استاد میکس مولر ورته پام شو او هغه يې انګلستان ته وروبللو. ده ته يې اویستا په انګریزي ژبې کی د ژباړې دنده وسپارله. د ژباړې سره سره جیمز په نورو موضوع ګانو هم لیکنې کولې. په ۱۸۸۰ م کی د اویستا لومړی ټوک د “ونديداد” چاپ شو.
په فرانسې کې د ختيځ پوهنې په اړه هر کال د ده تفصيلي مضامین خپریدل. هغه په دې نظر و چی کله د یوې ټولنې ژبه پرمختګ کوي نو ټولنه هم وده وکړي. په ۱۸۸۲ م کې ډارمسټټر دبرطانیې د رايل ايشياټيک سوسايټي اعزازي (ټول عمري) غړې وټاکل شو.
په ۱۸۸۵ م کې ډارمسټټړ د ژبې او د ادبياتو مشر شو اوبل کال د فرانسې د تعليم وزارت له خوا هند ته لاړو. د اویستا د مطالعې لپاره هغه د ایران لرغونې کتیبې هم ولوستلي. د فردوسي شاهنامه او ان چی په بمبې کی میشت پارسي خلکو ژوند ژواک يې مطالعه کړو. ده بوداي دين او يهوديت پخپلو کی مقایسه او د هند نامتو “مهابهارت” او د فردوسي “شاه نامه” پخپلو کې پرتله کړل. د اویستا په اړه يې وویل چی دا نه یواځې بودیزم بلکه د تورات سره هم نږدې وه. کله چی دی بمبۍ ته تلو نو خپل پوهنتون ته يې ویلی و چی د افغان قبایلو سندرې هم را ټولول غواړي.
ډارمسټټړ د افغاني ژبو او تاريخ سره ډېره علاقه وه او په اړه يې مضامين وليکل. ده څو مياشتې په پيښور کی د پيرمحمد علی نه پښتو ژبه زده کوله او بیا ايبټ اباد کې میشت شو. هلته د ده استاد محمد اسمعيل خان نومیدو او له هغه يې د پښتو ولسي سندرو په مانا ځان پوهه کړو. ډارمسټټړ په دی اند و چی د یو قام سوچ او فکر په سندرو او شعر کی پټ وي. په پښتو سندرو هغه دا نتیجه راوویستله چی په دی کی د پخواني میډز(ترکي) خلکو ژبه پټه ده. هغسې چې فرانسوي د لاطیني ژبې نه راوتلې ده، پښتو په “ذند اویستا” کې ریښې لري.
وروسته هغه د پښتو سل سندرې د فرانسوي متن سره يو ځای چاپ او خپرې کړې. په ۱۸۸۸ م کې چاپ د دې عنوان و، “مشهور افغان سندرې”. په پښتو کی دغه کتاب، “د پښتونخوا د شعر هار و بهار” په عنوان حبیب الله رفیع د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۵۶ ش کی چاپ کړو. د فرانسوي کتاب په سريزه کې د پښتو ژبې غږ (فونیټک) او د مورفولوجي په اړه يې توضيحات او د افغان ادبياتو او د تاريخ لنډه خاکه هم ورسره وه. ډارمسټټړد پښتو ژبې په اړه يو بل کتاب هم خپور کړو چې پکي دغه سندرې د بېلګې په توګه کارول شوي دي. د پښتو ذړو سندرو په خوندي کولو جیمز ډارمسټټړ د پښتنو لپاره یوه داسې خزانه وژغورله چی د ورکیدو په حال وه.
ډارمسټټر په ۱۹ اکتوبر ۱۸۹۴ م د ۴۵ کالو په عمر کی وفات شو.
صفیه حلیم
Chants Populaires des Afghans” (1888-90). Leroux
د خپریدو نیټه
۲۲ دسمبر ۲۰۱۶ م