ذهرمهره

bezoar
د اوزې(چېلۍ) په معده کی د طبعي توکو نه یو کاڼې پروت وي چې بیذوا یا بېزو نومېږي. د ۱۲ میلادی پیړۍ اندلس (سپېن) یو نامتو حکیم ابن ظهر په دغه تیږې تجربې وکړې او څرګنده يې کړه چې دا د ذهرو اثر ختموي.
په عربي نړۍ کې یو وخت داسې باور و چې ذهرمهره د هر ډول ذهرعلاج دی. په فارسی کی ورته “پاد ذهر” وايي. که چا سنکهیا ( آرسینیک) خوړلې وي نو بېذوا په ورکولو د هغه ژوند ژغورل کیدېشي. د بېذوا تيږه په اوبو کې ږدي او بیا دا اوبه هغه کس ته ورکوي چې ذهريې خوړلې وي.
په ۱۵۷۵ م کی یو فرانسوي طبيب “اېمبروس پار” یو مجرم ته چې د مرګ د سزا لپاره ورته ذهر ورکړې شوي وو، بېذوا ورکړل خوهغه بیا هم ژوندی پاتې نشو. هغه وخت ثابته شوه چې بېذوا د هر ذهر علاج نه کوي. د نورو حیواناتو په معده کی جوړو شویو تيږوهم تجربې شوي دي. په چین کی د غوا د معدې تیږه د ځینو داروګانو په جوړولو کی کاروي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۹ جنوري ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *