درې ذره کاله پخوا آریايی مناجاتوکې د “کرومو” سپيڅلې سیند اوس هم خپله لاره نه ده بدله کړې. ددې سرچینه په سپين غرکې ده.
د کرمې غرونو یوې خوا ته د خوست او پکتيا ولايتونه او بلې خوا د پاکستان قبايلي سيمه کرم ايجنسي پراته دي. د دې اوبه د جلال اباد نه ۸۰ کلوميټرجنوب لوېديځ او پاړا چنار نه ۲۰ کلومیټر لوېديځ کی پيواړکوتل ته راښکته شي. دغه دره په ژمي کې څو مياشتې د سختو واورو له کبله بنده وي.
د کرمې اوبه ۳۲۰ کلوميټر مزل وهلو نه وروسته د بنو په شمال کې د عيسی خيلو سره اباسين کې ورګډې شي. لرغونو انسانانو به د دې سيند سره سره د ګرديز، خوست او ميران شاه د لارې تر پنجاب سفرکوو. په لومړي میلادي پېړۍ کې د دې سیند پر غاړو بودايي عبادت ځایونه هم جوړ و. یو ځای د کنشکا باچا د واک په شلم کال کی یوه جعبه (کاسکټ) وموندل شوه چی خروشتي ژبه پرې لیکلې وه او د “کرمې جعبه” نومېږي.
د کرمې سیند “ذیران بند” ډېر پخوا جوړ و او د ډنډ نه يې خلکو اوبه اخستې. په ۱۸۸۰ م کی برطانوي پوځ پاړا چنارکی خپل مرکز جوړکړو نو د دې په شمال کې يې “مالانه بند” وتړلو. د “تنګي بند” ۸۳ ميګا واټ بريښنا جوړوي او شا و خوا ۸۴ زره ايکړه زمکه پرې خړوبېږي. د دې نه علاوه په دوو نورو نهرونو ۲۷۸ زره ايکړه زمکه خړوب شي. د کرمې ټيټه دره کې “سده” يو ښکلې ځای دی. د کرمې هوا په اوړي کی معتدله او ژمي کی واورین وي. د دې په شمالي او لویدیځو لوړو واوره کېږي. د کرمې تر ټولو لوی بند “کوټ راغه” په ملک خیلو کی جوړ دی چې په ډنډ کی يې مهیان هم ساتل کېږي. په بلیامین کې یو باراني بند “میداني”هم د کر زمکه اوبه کوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۶ فروري ۲۰۱۷ م