دا عکس په ۱۸۹۶ م کی یو برطانوي الیګذانډر- ای- کېډي له خوا په پیښور کی واخیستل شو. دی د حکومت له خوا سوات ته د ګندهارا تمدن د نښو په کنستون وراستول شوی و.
دغه ټولې مجسمې چی د بودا د ژوند سره تړلي دي، د سوات په “لوریان تنګي” کی وموندل شول. کیډي هلته یوه وړه سټوپا هم رابرسیره کړه او دا ټول يې کلکتې ته یوړل. د لومړي میلادي پېړۍ نه راپاتې دغه نودارات د سوات له یوې درې رابرسیره شول او د بودايي دین د منونکو هنر اود تخیل یوه بیلګه ده.
ګندهارا د روم، یونان او هند درې واړوو خصوصیات لري او په دغو مجسمو کی د جوررونکو عقیدت هم څرګندوي. د لوریان تنګي نه موندل شوي بودايي مجسمې او سټوپا اوس د کلکتې په میوزیم کی دي. په ټول هند کی د ګندهارا د لرغونو توکو دومره لویه زیرمه بل ځای نشته.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۰ فروري ۲۰۱۷ م