د اتمې میلادي پېړۍ په نیمايي کی د بغداد قاضي واهب بن عمرو وروسته د بهلول دانا په لقب مشهور شو. دی په کوفه کی زیږيدلې او د امام جعفر صادق نه يې ذدکړه کړې وه.
د امام جعفر زوی امام موسی الکاظم، عباسي خلفاو څو وارې د خپلو افکارو له کبله زنداني کړو. یو وخت خليفه هارون الرشيد امام کاظم په دی ونیولو چی ځینو خلکو به ورته خمس (د حاصل پینځمه برخه) ډالۍ کول. بیا ځینو خلکو خلیفه ته وویل چی امام کاظم د بغاوت پلان جوړ کړې دی. قاضي القضات ته امروشو چې د ښار دیني څټو نه رای واخلي او د سزا فیصله وکړي. په دغو خلکو کی واهب بن عمرو هم شامل و.
هر چا امام کاظم د مرګ په سزا محکوم کړو، خو واهب خپله فیصله ورنکړه. یو روایت دی چې هغه زندان ته ورغلو او د امام نه يې مشوره وغوښته. امام د محافظانو له ويرې ورته په کاغذ د ” ج ” تورې ولیکلو.
واهب دا د “جنون” په مانا تعبیر کړه، خپل شته من ژوند يې پریښودو، بله ورځ شلیدلو جامو کی کوڅې ته راوتلو او په زوره زوره يې خندل.
هم هغه راهیسې بهلول (هغه چی خاندي) په بغداد کی مشهور شو. دی به له ښاره بهر په دشتو کی ګرځيدو او د چارواکو یا خلیفه په ضد څه خبره وکړه نو په لیونتوب به حساب شو.
وایی چې یوه ورځ د هارون الرشید له خوا بهلول ته ډوډۍ ورواستول شوه. هغه په کنډوالو کی ناست و چی د خلیفه ملازم ورته د ډوډۍ پتنوس کیښودو. بهلول هغه ډوډۍ یو سپي ته ورکړه. ملازم په چغو شو چی د خلیفه ډوډۍ دی سپي ته ولې ورکړه؟ بهلول ورته وویل چی غلې شه! که سپی خبر شو چی ډوډۍ خلیفه رااستولې ده نو دی به يې هم نه خوري.
یوه ورځ بهلول د خلیفه ماڼۍ ته ورننوتو او هلته د ده په باچاهي تخت کیناستو. محافظان راغلل، دی يې له تخت راښکلو او په وهلو يې لاس پورې کړ. بهلول چغې وهلې او په دې شوروشر کی خليفه هم راغلو. له محافظانو یې پوښتنه وکړه نو هغو ورته ټول حال بیان کړو. بهلول هغه وخت هم په زوره زوره ژړل. خلیفه تری پوښتنه وکړه چې ښه نو ته اوس ولې ژاړې؟
بهلول ورته وویل، زه پخپل حال نه ژاړم، بلکه په دې ژاړم چې زه په غلطۍ د خلافت پر تخت څو شیبو له کیناستم نو دومره وهل يې راکړل… ته چې ورباندې ټول عمر له ناست يې…نه ویرېږې چې انجام به دی څه وي؟
د بهلول داناي په هم دې کې وه چی ولس ته يې د فکر، پند او د نصیحت کیسې پریښودې. دغه کیسو د خلکو له خلې نورو سیمو ته هم کډه وکړه. ځینې يې د هغه وخت په دینی کتابونو کی ولیکل شوې او نور هم هغسې زباني خلک یو بل ته کوي.
د بهلول دانا مقبره په بغداد کی ده.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۴ فروري ۲۰۱۷ م
Dear Safia Haleem, it is very famous here in Afghanistan that Bahlool Dana’ s grave and tomb is here in Ghazni province, Afghanistan. Did you find any thing in this regard how much true is this. Your all efforts are much appreciated. I read all your articles and findings.
مونږ هم اوریدلي دي خو چا پرې څه نه دي لیکلي. داسې ښکاري چې د بهلول په نوم یو شخصیت په غزني کې ژوند کړې دی. کیدېشي د وخت په تیرېدو خلکو د داما لقب ورسره یو ځای کړې وي. که تاسو معلومات لرۍ نو وې لیکۍ. مننه