په ۱۹۹۴ م کې د برطانيې اوسېدونکې پېټرک وان اولک او د ده مېرمنې د سعودي عرب په جدې کې سوغاتونه اخستل. د اینټیک په یوې هټۍ کې دوی د مسو یوه کاسه ولیده چې ورباندې کنده کاري شوې وه. دوی هغه کاسه په بیه کړه او له ځانه سره يې بزطانيې ته یوړه.
څه موده وروسته پیټرک هغه کاسه د لندن نیلام خونې “کرسټیز” ته یوړه چې نیلام يې کړی. په کرسټیز کې مسلکي لرغون پوهان کارکوي او د اسلامي هنر د څانګې مشرې “سارا پلمبلي” د کاسې په اړه پلټنې وکړې. د مسو دغه ښکلې کاسه د ۱۷ میلادي پېړۍ او یو وخت په کابل میوزیم کې ایښې وه. پیټرک او د ده میرمنه حیرانه شول ځکه دوی خبر نه وو چې هغه کاسه د میوزیم نه غلا شوې او بیا د بهر ملک په کاروباري خرڅه شوې وه.
هغوی فیصله وکړه چې کاسه به بیرته د افغانستان حکومت ته وسپاري. که څه هم د کابل میوزیم لرغوني توکي د کورني جنګونو په وخت بمبارۍ کې تباه شول خو د دې ۷۰ في صده توکي پخپله خلکو لوټ کړل. د دغه میوزیم له اسلامي ګیلرۍ نه ټول نوادرات چور شول. پیټرک په دې باور دی چې کوم لرغونې توکې د یو ملک نه ویستل شوي دي باید هغه ته بیرته ورکړې شي. هغه دا کاسه د برټش میوزیم په مرسته په لندن کې افغان سفارت ته وروسپارله چې کابل میوزیم کې يې بیرته کیږدي.
میوزیم او کرسټیز دواړو دا کار د ستاینې وړ وبللو چې پیټرک او میرمنې يې خپل تاوان ومنلو.
په دغې کاسې ښکلې نقاشي شوې ده او د فارسي یو منظوم روماني داستان پرې لیکل شوې دی. د دې سره د کاسې د خاوند نو او نیټه هم شته چې، محمد ابو طالب ۱۰۱۳ هجري ده.
دا نیټه ۱۶۰۴ م یا ۱۶۰۵ م جوړېږي چې هغه وخت افغانستان د مغلو هند په لاس کې و.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۶ مارچ ۲۰۱۷ م