شاو خوا دوه نیم زره کاله پخوا د اوسني شیراز ښار نه بهر یوه وړه سیمه فارس نومېده. د دې سیمې باچا کمبوج په ۶ ق م پېړۍ کی د میډز(شمال لوېدیځ) یوناني نژاد واکمن “ایختوویگو” ته باج ورکوو. د میډزشاه خپله لورکمبوج ته ورواده کړه او زوی يې کوروش ونومول شو. یوه شپه ایختوویګو خوب ولیدو چی نمسی به د ده حکومت ختم کړي نو د ماشوم د وژلو امر يې وکړو. خو د ده وزیر وژغورلو او کوروش د یو شپونکي سره لوی شو. د لسو کالو په عمر کی د ده نیکه خبرشو چی هغه ژوندي و نوورباندې ورحمیدو او وې نه وژلو. کوروش چی لوی شو نو د ایختوویګو پر ضد يې بغاوت وکړو. باچا د ده مقابلې ته ووتلو خو په لاره د ده پوځ وتښتیدو او اخر دی کوروش ته سلامی شو.
کوروش په ۵۵۰ ق-م کی همدان (اکبتانه) او فارس په يوځاې کولو، د خپل سلطنت بنسټ کیښودو چی په تاريخ کی “هخاميني” یا هخا منشی په نوم یادېږي. د دی سلطنت د انتظام لپاره د کوروش پېسې پکارې وی چې هغه وخت نورو ملکونو د سمندري تجارت د لارې ګټلې. د ميديټرينيا په ساحل فارس ته تر ټولو نږدې د ليډيا (ترکي) سیمه وه. کوروش ددې بندرګاه ونيولو او خپل يو حاکم يې پکې کيښولو. په ۵۴۰ ق-م کې هغه د یونان ځینې جزیرې په پيسو واخستې نو د هغوی ورسره پتنه شوه.
کوروش په یو کال کی، مرجيانه (ترکمانستان) باختر، خراسان، اراکوزيا (کندهار) ان چې تر خيبر درې پورې خاوره رالاندې کړه. خو دلته حکومت يې نشو کولې او د باج په بدل کی به يې پریښودل.
کوروش چی شته من شو نو په ۵۴۶ ق م کی د یوې پلازمینې په جوړولو يې لاس پورې کړو. د شیراز ښار نه بهر ” پاسارګاد” یوه لویه ماڼۍ او چاپېره ترې حکومتې ودانې، اورتون او د پوځ چاوڼۍ وې.
په ۵۳۹ ق-م کې کوروش بابل(عراق) ته لښکر یوړو. هلته پخوانی باچا يې لیرې کړو او د خپل نوم یادګار يې پریښودو. د فارس کلچردومره وده نه وه کړې چې د يونان سره يې سيالي کړې واې. هغه هرځای پخواني روايات او اسطوری په ځاې پريښودل او خپل توان يې په وژلو او چورچپاول ضایع نه کړو. خو دی دومره متمدن هم نه و او د سزا لپاره به يې خلکو نه پوزې پریکولې او مرئیان به يې لاس تړلي د خپل پلازمینې جوړولو لپاره راوستل.
کوروش په ۵۲۹ ق-م کې د سير دريا په شمال کې د “ماساگټاي” نومې قبيلې سره جنګ ته ورغلی و. دغه قبیله د خپلی مليکې “تهمریش” په مشرۍ جنګیده چی زوی يې کوروش له خوا وژل شوی و. یوه افسانه ده چی ملیکې قسم کړې و چی هغه به د کوروش د سر په کاسه کی وینې څښي. کله د فارس پوځ ماتې وخوړه او کوروش ټپي شو نو تهمریش په امر د هغه سر ورپرې شو او بیا د وینو ډک لوښي کی يې واچاو.
د کوروش تر مړینې د هغه پلازمینه لا نه وه جوړه خو د باچا هډوکي يې پاسارګاد ته راوړل او د زمکې نه لوړ یوې مقبرې کی يې وساتل.
کوروش ۲۹ او ۳۱ کلونو پوری واکمن و. کوروش د خپل سیاسی تګ لاری له کبله یو با انصافه باچا ګڼل کیدو. هغه ټول ملک په صوبو ویشلی و چی ستراپ نومیده او هر یو ستراپي کی يې یو حاکم یا ګورنر ټاکلې و. ده خپل فرمانونه په خټینو دړو او ډبرو لیکل چی یهودانو لپاره مهم وو. په بابل کی ده هغو یهودانو ته نجات ورکړو چی باچا د مرییانو په توګه ساتلي وو. له دی کبله په تورات کی کوروش یواځینی غیر یهود باچا و چی د مسیحا په نوم یاد شوی دی.
دده زوې کمبوج لږ وخت د فارس باچا شو. په ۵۲۲ ق-م کې په کورنۍ کې يې پاڅون وشو، کمبوج يې تپي کړو او ورپسې دوه کاله دده زوې داريوش د باغیانو سره لاس او گريوان و. وروسته هخامینی سلطنت د یونان له خوا ختم شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۰ مارچ ۲۰۱۷ م