د مارکو پولو دغه کتاب په نړۍ کې لومړۍ یونلیک (سفرنامه) ګڼل کېږي. په ۱۳۰۰ م کې دې کتاب اروپایانوته چین، هند اومرکزي اېشیا ملکونه وروپېژندل.
د وېنس(اطالیې) تاجرمارکوپولو، له ۱۲۵۴ نه تر ۱۳۲۴ م ژوندی و. د ده پلار او تره د ورېښم په لاره تجارت کوو. په ۱۲۷۱ م کې دوی ۱۷ کلن مارکوپولو هم د دوی سره له وينس سفرپیل کړو، مرکزي ايشيا نه تېرشواو بيا د چين “دادو” (بېجنګ) ته ورسيدو. د باچا قبلایی خان سره يې ولیدل اوهغه پرې دومره مهربانه شو چې دی يې خپل ځانګړې استاځې وټاکلو. بیا ۱۷ کاله دی د باچا له خوا د چین سلطنت لیرې سیمو ته ورتلو.
شا و خوا ۱۵ زره میله د سمندر او د زمکې د مزل او ۲۴ کاله وروسته مارکوپولو چې بېرته راغلو نو وېنس د “جېنووا” سره په جنګ اخته و. مارکو پولو د مخالف ځواک له خوا بندي شو.
۴ کاله د جیل په کوټه کې مارکو پولو بل قېدي “روستيچېلو” ته د خپل سفر کیسې کولې. د خوشې کیدو نه وروسته دی بیرته وېنس ته لاړو چې هلته تره او پلار يې د ختیځ د قیمتي کاڼو کاروبار پېل کړې و. مارکو پولو د ۴۴ کالو په عمر کې د یو شته من سړي لور سره واده وکړو او درې لوڼې يې وزیږېدې. دی په ۱۳۲۴ م کې مړ او د وېنس په سینټ لورېنزو کې خښ دی.
هغه وخت ټول کتابونه به په لاس لیکل کېده او کاتبانو به يې کاپيانې جوړولې. روستچیلو په لاطیني ژبې د مارکو پولو یونلیک خپور کړو. په څوکلونو کې د دغه یونلیک ۱۵۰ متنونه د صلیبی جنګونو د وخت په لاطیني ژبې کې ولیکل شول. کتاب په لومړی ځل د قبلایی خان افسانوي ملک ” ختاي” یا ختن د اروپا خلکو ته ور وپېژندلو. پکې د قبلایی خان د شاندارميلمستيا ذکردی چې۶۰۰۰ نه زياتو خلکو پکې ګډون وکړو. د موسيقۍ، سندرغاړو، نڅاګرو، فيلانو او زمرو بیان لري چې دغه محفل کې ترې میلمنو خوند اخستو. د چین د کاغذي پيسو، چینایی لوښو، نيغواو پاکو کوڅو، ښکلو جهيلونو، کانالونو او پلونو معلومات ورکوي او دا چې خلکو سکاره بلول او د وريجو نه يې شراب جوړاو.
کتاب دومره شهرت تر لاسه کړوچې کرسټوفرکولمبس پخپل تاریخي سفرکې ددې یوه کاپي ځان سره ساتلې وه. د مارکو پولو اصل یونلیک ورک شو او په لاس لیکل شوي کتابونه د یوبل نه توپیرلري. چاپ شوی کتابونه کله د یوې مسودې نه کاپی شول او کله څو مسودې یو ځای کړې شوې. په ۱۸ او ۱۹ میلادي پېړۍ کې چین او هند ته د اروپایانو تګ زیات او د مارکو پولو د کتاب اهمیت هم ټیټ شو. د څېړنو او پلټنو په بهیر کې د مارکو پولو یونلیک ته بیا پام وشو.
دا ډېره عجیبه وه چې مارکوپولو د چین د دېوال ذکر نه کوي. دا هم نه لیکي چې هغه وخت د چینای جینکو پښې په اوسپنیز بوټ کې يې بندولې چې واړه پاتې شي. د چین ځانګړې لیکدود نه یادوي او د کتابونو د چاپ لپاره لرګینې تختې هم ترېنه هېرې دي چې هغه وخت په اروپا کې چا نه پېژندل. دی د چایو د څښلو په اړه هېڅ نه وایی او نه د خواړو لپاره د لرګي د دوو تیلو( چاپ سټک) ذکر کوي. دی د منګولیا او د چین د ځایونو نومونه نه یادوي.
په تېرو ۱۰۰ کالو کې د مارکو پولو د یونلیک په اړه د سلو نه زیات کتابونه ولیکل شول او د چین آرشیف هم ورپسې وپلټل شو. هغه ملک کې د پخوا راهیسې د دربار تاریخ او سرکاري اسناد ډېرخوندي ساتل کېده. په یو ځای کې هم د وېنس د یو تاجر ذکر نشته. په چین کې د ټولو بهرني مساپرو او د حکومتي استاځو او سفیرانو په اړه لیکلي معلومات شته. مارکو پولو دعوا کوي چې هغه د “یانګژو” صوبې ګورنر او څو کاله هلته حکومت کوو. خو د یانګژو صوبې د والیانو په لسټ کې د ده نوم نشته. مارکو پولو وایی چې د ده په هڅو د سنکیانګ محاصره په ۱۲۷۹ م کې ختمه شوه. خو تاریخ وایی چې د پارس د ځواکونو له خوا د سنکیانګ محاصره د مارکو پولو د تګ نه دوه کاله پخوا ۱۲۷۷ م کې ختمه شوې وه. په چین کې د دغې محاصرې ټول حال ولیکل شو خو د مارکو پولو نوم نه لري.
جغرافیه پوهان په دغه یونلیک کې ذکر شوی ځایونه سم ګڼي. خو دی چین ته تللې و؟ په دې کې شک دی.
“روستچیلو” د فرانسې اوسېدونکې او “پیزا” کې مېشت و. د ده په اړه پلټنې وشوې نو څرګنده شوه چې هغه یو کیسه لیکونکې و. په وېنس کې مارکو پولو یو عام نوم و او داسې اندازه هم شته چې ممکن دغه نوم د “روستچیلو” یو افسانوي کرېکټر وي.
د اصل مارکو پولو په اړه معلومات د هغه له مړینې سل کاله وروسته ولیکل شول چې دا هم د شک وړ دي. ځینې څېړونکي باور لری چې د مارکو پولو ټبر د تورې بهیرې سره یو تجارتي مرکز لرلو او کیدېشي دی هلته میشت و. ده د چین په اړه د پارس او د عربو سفرنامې په اسانه تر لاسه کولې شوې. بله دا چې د ده نه وړاندې د وریښمو په لار د چین سره تجارت لپاره خلک تلل راتلل. هغوی به د خپل سفر کیسې زباني خلکو ته کولې. عام وګړي تل د داسې ځایونو د کیسو اورېدو ته لېواله وي. داسې اټکل هم کېږی چې مارکو پولو د اروپایی تجارانولپاره ختیځ ته د سفر یو رهنما کتاب ولیکلو. د یونلیک لومړی متن په ۱۲۹۸ م کې خپور شو او د وخت په تیرېدو ممکن هرکاتب یا لیکوال پکې د خپل ځان نه معلومات ورزیات کړې وي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۸ مارچ ۲۰۱۷ م