د لمريزكال په وروستى شپه (۲۰ مارچ) د افغانستان په ډېروسيمو کې ښځې د سمنو ميله کوي. په يو کور کې ډېرې ښځې راټولې شي، غټ ديګ يې په اورايښي وي چې سمنو پکې پخېږي او هر څوک پخپل وار يې په څمڅۍ لړي.
د مارچ د مياشتې پېل سره افغانستان، ايران او د مرکزي ايشيا په ملکونو کې د نوي کال تياري پېل شي. ښځې غنم په اوبو کې خيشته کړي او د خاورې په خانک کې يې کېږدي، د پاسه پرې ململ هوار کړي او بيا هره ورځ ورباندې لږې اوبه شيندي. ځينې ښځې غنم د ململو په ټوټه کې د منګي په غاړه تاو کړي. په څو ورځو کې دغنم شنې تيغې راووځي او د مارچ تر نيمايي لکه د واښو څو سيڼتي ميټر لوی وي. که باران وشي نو خانک يا منګی ورته ږدي چې دغه غنم ترډېره وخته شين پاتې شي.
دغه سمنو يا سمنک وي چې خلک يې دېر بختور ګڼي او داسې عقيده ده چې غنم د هر چا په کورکې نه شنه کېږي. د ميلې لپاره دغه غنم په اوبو کې ورګډ کړي، ديګ کې يې واچوي او بيا ټوله شپه يې پخوي. د سمنو لړل ډېر ضرور وي چې د ديګ تل کې و نه سوځي. کله چې سمنو پخېږي نو ښځې د انغري چاپېره تمبل (چمبه) غږوي، سندرې وايي او يو بل ته کيسې کوي. سهار محال هغه غنم لکه د نرمې حلوه په شان نسواري رنګ اوختي وي او ټولو ته په کاسو کې د خوړلو لپاره ورکوي.
د سمنو زياتې سندرې فارسي دې خو يوه يې په پښتو کې داسې ده چې
سمنو! موږ دې منو، كه راته ښه شوي، هركال به دې پخوو!
په دوديزه سمنو کې د اوبو نه علاوه بل څه نه وي خو اوس ځينې ښځې يې ژر پخولولپاره پکې اوړه ورګډ کړي چې ژرسليخ واخلي. خو په دې کار سمنو تريخ شي او د غنمو خوږ والې پکې نه وي. د نوروز په دسترخوان د نورو خواړو سره شنه شوي غنم او پخ شوي سمنو هم ږدي چې د سوکالۍ او ښيرازۍ شګون ګڼل کېږي.
سمنو يو قوي او له وټامين ډک خواړه دي چې روغتيايي ګټې لري. د غنمو واښه اوس په لوېديځه نړۍ کې يو سوچه خواړه ګڼلې شي او خلک يې سهار په ناشته کې خوري.
صفيه حليم
د خپریدو نېټه- ۲۱ مارچ ۲۰۱۷ م