شهید ګنج جومات

shaheed ganj
د لاهورختیځ کې یومیدان پخوا راهیسې د اسونو منډۍ او څنګ کې يې بازار و. په ۱۷۲۲ م کې دلته د لاهورکوتوال عبد الله خان د سو جومات جوړولو تابیا وکړه. یو مهندس فلک بیګ خان د دریو ګومبدو او ۵ محرابونو جومات سره یوه مدرسه، د میوې باغ او کوهی هم جوړ کړل چې دین محمد او د هغه کورنۍ يې ورته متولیان ټاکل شوي وو. په ۱۸ میلادي پېړۍ کې پنجاب په کلیو بانډو سیکانو حملې کولې او د دوی د مخ نیوي لپاره د لاهور مغل والي ذکریا خان پوځ ورلېږلو. نیول شوي سیکان به يې د منډۍ په لوی مېدان کې د خلکو په وړاندې وژل. یو کس “تارو سنګ” هم دلته په تشدد ووژل شو نو سیکانو دغه مېدان ته د ” شهید ګنج” نوم ورکړو.
په ۱۷۴۸ م کې د لاهور نوي والي معین الملک (میر منو) د احمد شاه ابدالي د حملو له ویرې سیکانو سره روغه وکړه. ملتان يې د افغانانو نه اخستو لپاره سیک جنګیالي ورواستول او انعام په توګه شهید ګنج میدان کې د یوعبادت ځای (ګوردوارې) جوړولو اجازه يې ورله ورکړه. د میر منو له مړینې ۹ کاله وروسته په ۱۷۶۲ م کې د سیکانو “بنګي” ډلې لاهور ته ننوتلې نو د خپل عبادت ځای سره شهید ګنج جومات يې هم قبضه کړو. په ۱۸۴۹ م کې انګریزانو پنجاب ونیولو او په بل کال ۱۷ اپریل د لاهوراوسېدونکي نوراحمد عدالت (محکمې) ته عرضي ورکړه چې دی د دین محمد له ټبرنه او د شهید ګنج جومات قانوني متولي و. دا درخواست رد شو نو په ۱۸۵۳ م کې هغه بل درخواست وکړو خو دا هم خارج شو ځکه نوراحمد ثبوت نه لرلو.
په ۱۸۸۳ م د اپریل په میاشت کې د ټکسالي دروازې د جومات امام مهر شاه حکومت نه غوښتنه وکړه چې شهید ګنج جومات دې مسلمانانو ته بیرته ورکړې شي. د لاهور ډپټی کمشنر دعوا رد کړه ځکه د انګریز قانون ترمخه که څوک ۱۰۰ کاله یو ځای کې پاتې وي نو دا د هغه ملکیت وي.
په ۱۹۱۰ م کې ځینو مسلمانانو په زوره جومات کې د مونځ هڅه وکړه خو سیکانو يې مخه ونیوله. په ۱۹۳۵ م کې د لاهور منصف “لالا امولک رام” فیصله وکړه چې د شهید ګنج ټول جایداد سرکاري ملکیت او “مهانت” سیک ډله یواځې د دې سرپرست ده. د دې نه وړاندې په ۱۹۲۵ م کې سیکانو د قانون یوه ماده په حکومت منلې وه چې په هند کې ددوی ټول عبادت ځایونه به یو مرکزي بورډ اداره کوي. په قانوني توګه شهید ګنج د هغه بورډ په لاس کې و.
په ۱۹۳۵ م کې د مسلمانانو له خوا یو بل درخواست د انجمن حمایت اسلام سکټرسید محسن شاه، محکمې ته وړاندې کړو. خو قاضي “هلټن” په دې دلیل رد کړو چې تیروسلوکالو راهیسې دلته چا مونځ نه دی کړې او د ۱۸۵۲ م نه وړاندې د سیکانو ملکیت و. مسلمانانو د جومات د ژغورنې لپاره یو کمېټه جوړه کړه او د جون په میاشت کې څو زره احتجاج کوونکي د جومات مخې ته راټول شول. په ۲ جولاي د لاهور کمشنر ایس- پرتاپ مسلمانانو ته ډاډ ورکړو چې جومات به نه ړنګېږي. په دغه ورځ د دواړو غاړواستاځو غونډه وکړه او مسلمانانو ورته خپلې غوښتنې وړاندې کړې. دا چې سیکان ورته په جومات کې د لمونځ اجازه ورکړي او بله دا چې د ګوردوارې او د جومات ترمنځ ۵ فټه لاره جوړ شي. په ۶ جولای ګورنر اېمرسن د سیک او مسلمان استاځو سره ملاقات وکړو. هغه غوښتل چې جومات د یو تاریخي اثارپه توګه وساتي. خو مسلمانانو په جومات کې ارو مرو د لمانځه حق غوښتو. حکومت په هیله و چې که مسلمانان د جومات نه لیرې وساتي نو سیکان به ارامه شی. د سیک او مسلمان ترمنځ دا لانجه حل نه وه چې د پنجاب له نورو ښارونو سیکانو لاهورته مخه کړه. دوی به هره ورځ جلوس په شکل ښارکې ګرځیدل. یوه شپه سیک تند لارو د جومات دېوالونو په ورانولو لاس پورې کړ.
په ۷ جولای اتوار په ورځپاڼو کې د حکومت د دېوالونو د ړنګولو خبره رد کړې وه. خو تربل سهار د شهید ګنج جومات سیکانو وران کړې و. قهرژن مسلمانانو په شاهي مسجد کې د ماسخوتن د لمانځه نه وروسته شهید ګنج ته مارچ وکړو نو د پولیس په ډزو د ۱۲ نه زیات کسان ووژل شول او په ښار کې کرفیو ولګېده.
بل کال د بمبې وکیل محمد علی جناح په لاهورکې مسلمان مشرانو سره د جومات په قضیه کې د مرستې لوظ وکړو. هغه د ټولو استاځو په ګډون یو بورډ جوړکړو او مسلمانانو غوښتنه وکړه چې د جومات زمکه دې تشه پریښودې شي. خو سیکانو دا نه منل او د جومات په زمکه يې د ګوردوارې یوه ودانۍ جوړول پېل کړل. مسلمانانو په محکمه کی بیا عرضي ورکړه چې په ۲۵ مې ۱۹۳۶ م د قاضي- ایس ایل سېل له خوا خارج شوه. د دې فیصلې خلاف بیا اپیل وشو او په ۲۹ نومبر ۱۹۳۷ م کې د لاهور په های کورټ (سترې محکمې) کې مقدمه شروع شوه. په ۲۶ جنوري ۱۹۳۸ م عدالت یو ځلې بیا د مسلمانانو دعوا رد کړه.
د لاهور ډاکټر برکت علی ددې فیصلې خلاف “پریوي کونسل” ته اپیل وکړو. دا ځانګړې شورا د انګلستان باچا له خوا ټاکل کېږي. د بمبۍ یو انګریز بیرسټرایف-جې کولټمېن د مسلمانانو وکیل شو. رای بهادر بدريداس او سردارهرنام سنګهه د سیکانو وکالت کوو.
په ۲ مې ۱۹۴۰ م دغه پریوی کونسل ومنل چې شهید ګنج کې د مسلمانانو جومات موجود و خو د ۱۷۰ کالو نه زیات وخت وشو چې د دې ملکیت د سیکانو په لاس کې و او په دغه موده کې یو مسلمان هم نه هلته مونځ وکړو او نه يې پرې دعوا وکړه. نو ځکه مسلمانان په شهید ګنج جومات حق نه لري.
د پاکستان له جوړېدو ۴۵ کاله وروسته هم چا د شهیدګنج جومات ذکرونکړو. په ۶ مې ۱۹۹۶ م د لاهور ځینو کسانو د دې جومات د اخستو لپاره بیا قانوني دعوا وکړه. خو د مقدمې په لومړۍ ورځ شاهدانو کې هیڅوک حاضر نشول او قضیه خارج شوه. د شهید ګنج ګوردوارې انتظام اوس هم د مهانت سیکانو او د پاکستان وقف په لاس کې ده. دا ګوردواره په ښه حالت کې ده خو دلته د سیکانو مذهبي صحیفه “ګرنتهه صیب” نه ساتل کېږي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲۵ مارچ ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *