د پیښور دارالعلوم

islamia college
خلک يې د اسلامیه کالج په نوم پېژني چې بنیاد يې په ۲۱ مارچ ۱۹۱۲ م د ترنګزو حاجي صیب کیښودو.
پښتونخوا په ۱۹۰۱ م د پنجاب نه بېل یوه صوبه (سرحد) شوه. هغه وخت د دې په پیښور کې یو “ایډورډز” کالج و او د لوړو زدکړو لپاره به ځوانان د هند نورو سیمو ته ورتلل. په ۱۹۰۸ م کې د دې صوبې ګورنر “روس کیپل” او کمشنر صاحبزاده عبد القیوم د یو داسې ادارې په اړه پخپلو کې خبرې کولې چې د لومړي ښوونځي نه واخلې تر پوهنتون پکې تعلیم ورکړې کیدو. دغه د کالجيټ تعلیمي سیسټم و. د دې لپاره د پښتونخوا په لر و بر کې د خلکو د پوهاوي او د پېسو د راټولولو په کیمپېن يې لاس پورې کړو.
د ۱۹۱۰ م په پېل کې د علیګړه ډین مولانا محمد عبد الله انصاری په پېښورکې د “دارالعلوم” پلان وړاندې کړو او یوه کمېټه جوړه شوه چې مشر يې صاحبزاده عبد القیوم و. د دې د ودانیو لپاره ۳۳۴۵۰۰ روپۍ او ورپسې هرکال ۵۵ زره روپې لګښت وټاکل شو.
په اپریل ۱۹۱۱ م کې د صوبې او ضلعو د استاځو یوه کمېټه جوړه شوه چې د ۵۰۰ نه واخلې تر ۱۰ زره روپو چنده (بسپنه) يې ورکړه. د پېښور عبد الکریم ټیکه دار ۱۰ زره روپو نه علاوه د زمکې لپاره قرض حسنه ژمنه وکړه. د ښار د مسلمانانو “اسلامیه کلب” په ۱۹۰۱ م کې پخپلې پانګې په کابلې دروازه کې دکانونه او بالا خانې اخستې وې چې د کال ۴ زره روپې کرایه به يې راټولوله. کلب دا جایداد “دارالعلوم” ته وقف کړو. په ۱۰ مې ۱۹۱۱ م روس کیپل د سیمې مخه ور خلک میلمانه کړل او هلته میا عبدالرحیم شاه د یو لک روپو اعلان وکړو. وروسته د دارالعلوم لومړي هاسټل (لیلیه) رحیم شاه وارډ ونومول شو چې تراوسه د ده د ټبر خلک يې ساتنه کوي. سېټهي کریم بخش اعلان وکړو چې د دارالعلوم جومات به دی جوړوي او ۵۰ زره روپې يې ورله وټاکلې. د دیرنواب ۱۲۵۰۰۰ روپو نه علاوه د ۴۰۰ شنو ونو د ورکولو ته ژمن شو. د امب نواب یو لک، د مومندو او د تورو نوابانو هر یو ۱۰ زره روپۍ ورکړې. آپریدي ملکانو او دیني څټو هم پېسې ورکړې. د ډېره اسمعیل خان نه ۴۵ زره روپۍ راټولې شوې چې زیاته ونډه پکې د احمد نواز سدوزي، د ټانک نواب او محمد عظیم خان کنډي وه.
هغه ډلې چې په کلیو کې د چندې راټولو لپاره ګرځیدې، ولس ورته پخپل وس او توان پېسې ورکولې. په یو کلي کې دوه سپین سرو د غنم د لو پر وخت راټولې شوې دانې ور ډالۍ کړې. په علیګړه پوهنتون کې د پیښور محصلینوورته ۱۰۰ روپۍ راټولې کړې. په ۶ میاشتو کې د کالج سرمایه ۵ لکه روپۍ شوه. د انګریز حکومت د دارالعلوم لپاره سرکاري ملازمانو نه د یوې ورځې معاش وګرځوو او مسلمان کروندګرو نه يې د کال مالیه ( ۶ پېسې) په چنده کې واخیسته.
د کالج لپاره لومړی، په کوهاټ روډ ۹۳ جریب زمکه په نښه کړې وه خو وروسته د پيښور چاوڼۍ نه ۳ میله لويدیځ کې یوه بیدیا غوره شوه. دلته د دوېم میلادي پېړۍ د کشان وختونو یو لوی خانقاه نښې پاتې وې او په ۱۸۳۷ م کې د افغانستان محمد اکبر دلته د سیکانو پوځ ته ماتې ورکړې وه. ۳۰۰ جریب زمکه د خلکو نه په بیه واخیستل شوه او ۱۵۰۰۰۰ روپۍ ورته د حیدراباد نظام رالیږلې وې. د دې نه علاوه د برتهکال او سپینې وړې سره ۲۰ جریبو نه زیاته زمکه د نورو لګښتونو لپاره په بیه واخیستل شوه.
د دارالعلوم د بنسټ لپاره یو مسلمان ولسي شخصیت پکار و. د ترنګزو ملا د انګریز خلاف او جکومت باغي و نو ځکه ورته په سمې کې د راتلو اجازه نه وه. نواب عبدالقیوم د روس کیپل ملګړې و نو هغه يې راضي کړو چې د بنسټ خښته به د ترنګزو حاجي ورته لګوي. حاجي صیب په اس سپور د لکړۍ (باجوړ) نه پېښور ته راغلو. شا و خوا ۲۵ نه تر ۳۰ زره خلک د پېښور نه علاوه د قبایلو نه هم ورغلي وو. د امنیت لپاره نه پولیس و او نه پوځ. د انګریزانو د موجودګۍ له کبله د ترنګزو حاجی خپل مخ په څادرپټ کړې و. مولانا قطب شاه د تلاوت نه وروسته، شیخ محمد ابراهیم د ترنګزو حاجی لاس نه ونیولو او د بنسټ ځای ته يې بوتلو چې لومړې خښته ورته کېږدي. د ده نه وروسته د باجا بام خیلو باچا ګل او نورو دیني څټو هلته خښتې کیښودې. میا عبد الرحیم شاه او حاجي کریم بخش په ټولوعلماو لنګۍ او خواږه وویشل. نورو خلکو ته د چایو انتظام شوې و چې ټول لګښت يې د سیمې خانانو ورکړې و.
په دارالعلوم کې ۲۶ کوټې او یو هاسټل (لیلیه) و چې د ۱۹۱۳ م د سپرلي نه وړاندې تیار شول. د مردان بابوزو دوست محمد ( د امیر خان زوی) لومړی ماشوم و چې په ۵ مې نوم يې ولیکل شو. ورپسې ۱۱ نور هلکان رجسټرشول. د زده کوونکو لپاره، سپین کمیس پرتوګ دپاسه تور د بندې غاړې چپن (شیرواني) تور بوټان، لباس وټاکل شو. په سر د مخملی ټوپۍ د پاسه شمله دار پټکی هم و خو وروسته يې پټکی متروک کړو. د دې تعلیمي ادارې نوم څه وخت ؛ اسلامیه کالجېټ” او “اسلامیه کالج” شو، څرګنده نه ده. خو داسې ښکاري چې دلته تعلیمي سیسټم د انګریز د نورو ادارو په شان و نو ځکه دارالعلوم نوم ورک شو.
د دې لومړی پرنسپل “لوویلیان ټیپنګ” عنایت الله مشرقي (د ریاضي استاد) معاون او مولانا قطب شاه “ډین” و.
د اسلامیه کالج په پانګو، هریچند، رای کلی او ترناب کې ۱۰۸۹ جریب زمکه يې واخیسته چې د دې لګښتونه پورا کوي. د کابلي دروازې او د چارسدې بازار ۳۹۵ دکانونو او فلېټونو کرایه هم لري. په ۱۹۳۹ م کې محمد علی جناح پخپل وصیت کې د خپلې سرمایې درېمه برخه دارالعلوم لپاره وقف کړه. په ۱۹۵۰ م کې د دې سره جوخته نوره زمکه کې نورې شعبې(فاکولتې)، طب، زراعت او انجینیرۍ کالجونه جوړ شول. په ۲۰۰۸ م کې اسلامیه کالج ته د پوهنتون درجه ورکړې شوه.
صفیه حلیم
سرچینه
د پېښورد اسلامیه کالج تاریخ. لومړې برخه. (۱۹۱۳- ۱۹۵۳) ډاکټر لالبها
د خپریدو نېټه- ۲ اپریل ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *