د دريم ق.م پېړۍ د هند نامتو باچا اشوکا په امر د بودا تعليمات په لويو ستنو او تيږو کنده او د لويو ښارونو د کاروانونو په لارو لګېدلي وو. د هند د لوې وچې په نهو دېرشو ځايونو کی چې د افغانستان ځينې برخې هم ورسره وې، دا ليکنې رابرسېره شوې.
د شهباز گړې لويه تيږه د زمکې نه ۸۰ فټه لوړه د يوې غونډۍ برخه ده چې۲۴ فټه اوږده او ۱۰ فټه لوړه ده، پلن والې يې لس فټه دې. د دی لوې تيږې يوه ټوټه له دې را بېله شوې او ښکته لويدلې وه. په ۱۸۷۱ م کی، الېگزانډر کننگهم د دې تيږې نه په تور رنگ د کاغذ په مخ نقش واخستو. بيا په کلکتې کی د څلورو ژبپوهانو او د لرغونو توکو ماهرانو، د ډبر ليک مفهوم پېدا کړو. دا خروشتي ليکنه د ښي لاس نه ګس ته ليکل کېده.
د ډبر ليک د متن ژباړه
کله چې باچا دېوانام پريه، پريه درشن (اشوکا) اته کاله (پخوا) واکمن شو نو کالنگا (سيمه) يې ونيوله. يو لک او پنځوس زره خلک د هغه ځايه وويستل شول. سل زره نور ووژل شول او د دې نه زيات شمېر مړه شول نو له هغې وروسته کالنگا فتح شوه. دېوانام پريه د اخلاقو په لاره روان دې، د اخلاقو سره مينه لري او نورو ته د اخلاقو سبق ورکولو ته يې ملا تړلې ده. دا د کالنگا په نيولو د دېوانام پريه پښېماني څرگندوي. ځکه چې د دېوانام پريه لپاره دا يو ډېردردونکې او د تاسف کار و چې د يو نه فتح کېدونکې ملک د نيولو پر وخت خلک قتل، مرګ او خپل کور پرېښودو ته اړ کړې شول. خو دېوانام پريه دا لانديني ټکي د هغې نه هم زيات د خواشينۍ وړ گڼي.
برهمنانو يا د نورو فرقو شرامانو(ملايانو) او د کورخاوندانو ته چې پکی اوسيږي، د دې کارونو د کړو وېل کېږې” د هغو اطاعت وکړئ چې گټندوې وي، مور او پلار ته اطاعت، مشرانو ته اطاعت، ملگرو، خپلوانو، خوېشانو او ملوسره ښه روغبړ. خدمت گارانواو مريئانوسره پت پالل، ځکه چې دا کسان يا ټپي، يا وژل کېدې شي او يا به د نږدې خپلوانو نه لرې ځي. که داسې بد بختي د هغو کسانو په ملگرو، خپلوانو، ملو او خويشانو را پېښيږي، چې ورته ډېرگران دي، نو که څه هم دوی به پخپله ښه ژوند ولري، خو د هغوي بده ورځ به د دوي لپاره دردونکي وي. دا (حالت) په هرانسانان راځي او دېوانام پريه لپاره د تاسف خبره ده. بې له شکه داسې يو ځاې نشته چې انسان پکې، د يو مذهب غړې نه وي. نو ځکه د کالنگا د نيولو پر وخت چې څومره خلک ووژل شول، څومره مړه شول او څومره کورنو پرېښودو ته مجبوره شول، د هغوي نه سل برخې او يا زربرخی کم خلک هم که اوس د هغه حالت سره مخ شي نو دا به د دېوانام پريه لپاره د تاسف خبره وي. او دېوانام پريه فکر کوي، چې که چا سره بد هم شوي وي نو که بخښلې يې شي نو و دې بخښي. ان تر دې چې په ځنگلونو کی هم چې د دېوانام پريه په واکمنۍ کې دي، اوسيدونکو ته د سر ټيټولو او د خپل چلند د بدلولو وېنا کيږي. او دوی ته د دېوانام پريه د قدرت په اړه ويېل کيږي چې که پخپل جرم پښېمانه وي نو د دوی د وژلو نه به ډډه وشي. دېوانام پريه د ټولو انسانانو نه هيله لري چې تاوان دې نه رسوي، خپل نفس قابو کړي او د شخړې په وخت دی بی پرې ووسي. او دا بری دېوانام پريه لوې بری گڼي او دېوانام پريه دا بری بيا بيا ترلاسه کړې دې، هم دلته او هم خپلو ټولو سرحدونو کې دننه. ان چې ۶۰۰ ووجانه (فاصله) کې چې د اينتييوکا نومې، د يونا باچا حکومت دې او د اينتييوکا نه وراخوا چې څلور نور باچاهان واکمن دي. د دې باچاهانو نومونه، تورامايه، انتي کيني، ماکا، او اليکاسدرا (اسکندر) دي. او جنوب لوري ته تمرا پارني پورې، چې چهودايان او پانډوان پکې واکمن دي. هم دغسې دلته د باچا پخپل وطن کې يونا او کمبويانو، په سيمه، د نابهاکا او د نابهيتهي، د بهوجا نيکا، د اندهرا او پاليدا، د هر ځاې خلکو د اخلاقو د تعليماتو لپاره دېوانام پريه ته سر ټيت کړې دې. د هغو ځايونو خلکو هم چې د دېوانام پرېه سفيران ورته نه دي ورغلي، د اخلاقو د فرايضو، د قانون او دېوانام پريه د اخلاقو د تعليماتو په اړه يې اوريدلي دي، سر ورته ټيټوي او په راتلونکي کې به يې هم مني. دا هغه بری دې چې هر ځاې بيا بيا تر لاڅه شوې، د اطمينان د احساس سبب گرځېدلې دی. د ښو اخلاقو په برياو يې اطمينان تر لاسه کړې دې. خو په دی کی شک نشته چې دا اطمينان معمولي حېثيت لري. دېوانام پريه فکر کوي چې په بلي دنيا کې به دا نور زيات ارزښت لري. او په دی هدف د اخلاقو په اړه دا ليکنه وليکل شوه. د دی لپاره چې زما زامن اولمسي چې له ما به زېږيدلې وي، داسې فکر ونکړي چې د نوي سره به فتوحات کوي. که دوی په فتوحاتو خوشاليږي، نو په رحم کولو او نرم سزا په ورکولو دی هم خوند واخلي. دوی د اخلاقو بری ریښتینې برې وگڼي. دا بری هم په دی دنيا او هم په بلې دنيا کې گټه وردی. اود نورو ټولو هدفونو نه که لاس په سر شې نو د اخلاقو خوند ريښتونې خوند دې. ځکه د دی ميوه هم په دی دنيا، او هم په بلې دنيا کې تر لاسه کيږي. ”
د شهباز گړهې د ډبر ليک جملې که څه هم د اشوکا باچا هغه پښېماني څرگندوي چې د کالنگا په جنگ کې د زرگونو انسانانود وژلو او بی کوره کولو نه وروسته د ده نوم بد کړې و، خود بودا اخلاقي اصول ورته غوره ښکارېدل چې د تشدد مخ نيوې، او د نورو ژوو ته د احترام حق پر بنسټ ولاړ و.
صفیه حلیم
سر چينې.
۱. د اشوکا ليکنې. الېگزانډر کننگهم رپورټ. ۱۸۸۷ د کلکتې چاپ.
۲. د هند ارکيالوجيکل سروې. جارج کننگهم. ۱۸۷۵.پينځم ټوک. ۱۸۷۵. مخونه ۶، ۷،۹، ۱۷
۳ . د گندهارا لرغونې جغرافيه. اې. هرگريوز فووشر. اېشياي تعليمي خپرونې. ۲۰۰۵هند، . ۲۴ مخ
۴. د چارلس مېسن ياداشتونه د شهباز گړهې په اړه. ۱۸۴۵ م اتم ټوک ۵ مخ.
د خپریدو نېټه – ۲۲ اپریل ۲۰۱۷ م