رجړومه جوړه د یارۍ کړه
پکې رانجه د مینې واچوه مئینه
رجړومه څو نور نومونه هم لري چې رنجومه، رنجونۍ یا لجرومه پکې عام دي. دا په لاس جوړه هغه وړه کسوړه ده چې رانجه به يې پکې ایښودل او د لرګي سلای ورسره په یو تار ګنډل شوې وي.
ځینې خلک رجړومه په سرمه دان غلطوي. خو سرمه دان به د اوسپنې، مسو او یا نقريی جوړېدو. دا د کوچیانو ښځو د سنګار د توکو یوه برخه وه چې سپکه او په اسانه يې د یو ځای نه بل ته وړلې شوه. یو وخت د پښتنو په کلیو بانډو په هر کور کې یوه رجړومه ښځو ضرور ساتله.
د جینۍ د واده لپاره جوړو شویو جامونه یوه ټوټه به يې رجړومي ته بېله کړه. د کتان استر به يې ورله ورکړو او په ستن تار به يې یوه کسوړه وګنډله. د خپل وس او هنر په حساب په دغه کسوړه به طله کاري وشوه. ځونډي به يې ورته جوړ کړل اوتازه رانجه به يې پکې واچول. د کسوړې خله به لکه د لفافې بندیده چې په سر کې به يې د یومزې و او د لرګین سلای ورسره نښتې وه. د دې لپاره چې رانجه ترې توی نشي، د کسوړې خله دومره تنګه وه چې یواځې سلايي به پکې وردننه کیدې شوه. د رانجه پورې کولو نه وروسته به د سلای مزې به يې د کسوړې نه تاو کړو او سلای به يې د یو خوا نه د رجړومې په منځ کې کیښوده.
“رانجه” په پښتو کې د “بارود” پوډر لپاره هم کارېدو ځکه هغه به هم تور و. خو په لنډیو کې “رانجه” د سترګو تورولو او د نظر مات د خال لپاره زیات لیدل کېږي.
د سترګو یو سلای بس دی
دوېم عبث دی، درېم کلي خبروینه
د نجلۍ تورو سترګو وسوم
ګور دې خراب شي،رانجه چا ورکړي دینه
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲۶ اپریل ۲۰۱۷ م