باز(ایګل) د مارغانو هغه ټبردی چې غوښه خوري. د باز ۶۰ نه زيات قسمونه دي او د نړۍ هرګوټ کې موندل کېږي. باښه (باخه) چرغ، ګوربت، شیکرا او ټپوس ټول له یوه کورنۍ دي. د باز سترګې زيړې یا خړې وي او په ښکاریا غوښې ناڅاپه غوټه وهي.
شهباز د عربي عقاب، د فارسي شاهین او د انګرېزي “هاک” دی چې ۳۰ نه زيات قسمونه لري او اروپا،شمالي امريکه او ايشيا کې پېدا کيږي. د دې سترګې تورې يا تيزنسواري وي او د مارغانو باچا په نوم هم مشهور دی. د مصر فرعونانو ده ته د یو شاهي اسطورې درجه ورکړې وه. اوس هم د ډېرو ملکونو په بېرغ باز د ځواک نښه ده.
د شهباز د سترګو د پاسه لکه د وروځو هډوکې راوتلې وي چې باز يې نه لري. د باز د مښوکې دننه يوغاښ وي چې شهباز يې نه لري. د شهبازسينه پراخه او وزرې يې پلنې او ګول وي. د باز وزرې اوږدې او څوکه لري. د دواړو فطرت هم له يو بل توپير لري چې شهباز ډېر قهرژن او باز نرم خويه وي. باخه یا باښه وړوکې، سپک او۵۰ ګرامه وزن لري. د دې لکۍ اوږده او مښوکه يې تېره وي. پښتانه يې د وړو مرغیو، او د زرکې ښکار لپاره ساتي.
عقاب د خپل تیز نظر لپاره مشهور دی. ” شاهیني نظر” یا “عقابي نظر” یوه افسانوي خبره نه ده بلکه د ۱۰۰۰ فټ لوړ نه په زمکه خپل ښکارکتلې شي. سمندري عقاب په اوبوکې دننه مهیان په نښه کړی. د عقاب رفتار په یو ساعت کې ۱۵۰ کلومیټر نه تر ۱۸۰ کلومیټر پورې ثبت شوې دی. کله چې په ښکارغوټه وهي نو د دې رفتار د ۲۰۰ کلومیټر نه هم زیات وي. په دې کې ” پېری ګرین” قسم عقاب ترټولو تیز دی چې درې او درې نیم فټه اوږد وي. هغه عقاب چې د مرغابیو ښکار کوي، ډک هاک وي. د دې مښوکه تاو شوې او کلکه وي. شهباز په لوړو غرو کې خپله ذاله جوړوي او د ۲۰ او ۳۰ ذره فټه لوړهم الوزي. دی له زمکې یو چېلی (سیرلی) اوچتولې او د يو ليوه سر پخپلو پنجو کې مروړلې شي.
یو وخت د افغانستان ځنګلونو کې به باز او شهباز دواړه موندل کېده. د وردګو په لاره به غرونه د ګوربتو له زالو ډک وو. په عربي نړۍ او په تېره بیا په خلیج کې مالدارو خلکو د یو باز لپاره په لکونو روپې ورکول شروع کړل او حریص پښتانه په مخه شول. نه یواځې د باز نسل په ختمېدو دی بلکه څوک يې د ژغورلو هم نشته.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳۰ اپریل ۲۰۱۷ م