د ایران میرمن شیرین عبادي په ۲۰۰۳ م کې د امن نوبل انعام اخستو په وخت تقریر کې وویل، ” کوروش (سایرس) باچا ۲۵۰۰ کاله پخوا اعلان کړی و چې که خلک يې نه غواړي نو دی به ورباندې باچاهي نه کوي.” بیا په ۲۰۰۶ م کې د امریکې صدر جورج بوش د سایرس یادونه وکړه چې خلکو ته يې د مذهب ازادي ورکړې وه.
خو د کوروش دا خبرې هیچرته نه دي لیکل شوي نو دوی د کوم ځای نه پيدا کړې؟
جواب يې د لندن په برټش میوزیم کې پروت هغه خټین مولی (سلنډر) دی چی د کوروش منشور یا “استوانه” نومېږي. په دغه ۲۲ نیم سانتي میټراوږد او ۱۰ سانتي میټرغټ خټین مخروط مېخي خط کې اکاډیني ژبه لیکلې ده او په ۱۸۷۹ م د میسوپوټیمیا په کنډوالو کی رابرسېره شو.
کوروش د فارس واکمن او په ۵۳۹ ق م کې په بابل حمله وکړه، د هغه ځای باچا “نبونعید” يې ووژلو او د خپل بري په ویاړ دغه “مولی” په یو دیوال کې پرېښودو. په دې لیکلي دي، ” کوروش د باچاهانو له ټبر نه و. د هغه د اصلي کورنۍ په پرتله د بابل باچا “نبونعید” د ټیټې طبقې، بد کردارسړی او پخپلو خلکو يې ظلم کوو. د بابل لوی خدای “مردوک” بریالی کوروش غوره کړو چې دلته امن راولي. د بابل خلکو کوروش ته د خپل نوي باچا په توګه هرکلی وویل اوهغه په امن ښار کی وردننه شو. آی مردوک! د باچا او د ده زوی کمبوج سره مرسته وکړه، ځکه هغه د بابل د خلکو ژوند په ښه کولو، په دوی احسان کړی دی. هغه بی کوره خلکو ته کورونه ورکړل او د دې سیمې عبادت ځایونه يې بیرته پرانستل.”
د لیکنې په نیمايی کې کوروش پخپله لوستونکي ته مخاطب شي، ” زه کوروش یم، د نړۍ باچا، لوی باچا، ځواکمن باچا، د بابل باچا، د سومېر او اکاد باچا، د نړۍ د څلورو ګوټونو باچا، د کمبوج زوی، لوی باچا، د انشان باچا، د پرله پسې باچاهانو اولاد. بېل(مردوک) او نیبو د ده واک سره مینه لري، د ده واکمني د هغوی خوشالي ده. د بري نه وروسته هغه نیک کارونه کوي. بابل او نوروښارونو کې، چې د مردوک لپاره سپېڅلي وو، هغه امن راوستلو. د دې ځای اوسېدونکي يې له غلامۍ ازاد کړل، د دوی وران کورونه يې جوړ کړل. د هغوی لوی مشکلات يې لیرې کړل. ده چې کوم ښارونه ونیول، هلته ړنګ شوي عبادت ځایونه يې بیا جوړکړل، عبادت کوونکي يې بېرته ورته راوستل، د دوی سپېڅلي مجسمې يې پکې ځای په ځای کړې، د دې پخواني اوسېدونکي يې خپلو کورونو ته واستول چې “نبونعید” بابل ته راوستي وو.”
په پای کې کوروش د بابل ښار د دېوال بیا جوړولو زکر کوي،” ما د دې دېوال په منځ کې د پخواني باچا “اشور بنیپال” لیکنه ولیده.”
دغه مخروطي سلنډر په څو مرحلو کې جوړ شو. لومړی په خټین “ګوګوشتو” کې دننه کاڼي ډک کړل. بیا پرې د پاسه نوره خټه ومښله او دغه شکل يې ورله ورکړو. د دې د سطح د هوارولو لپاره يې پرې نرم ګچ (لیو) ووهلو او لیکنه پرې وشوه. بیا لکه د خښتې په اور کې يې پوخ کړو. د بابل دین او روایاتو نه دا اټکل وشو چې سلنډر د هغه ځای ملایانو له خوا ولیکل شو چې د مردوک منونکي وو او د سایرس په امر يې کارکوو. په بابل کې کله یو نوی باچا به پر تخت کیناستو نوخپل ښه کردار په خټینو تختو ولیکلو او د ولسي ودانیو په دېوال کې دننه به يې خښ کړو. د دې یوهدف د ودانۍ ارزښت زیاتول وو. دویم د باچا یا د معمار یادونه به وشوه او درېیم هغه ودانۍ به د جادو یا آسېب نه ژغورلې وه. دا خټینې خښتې به یو ځلې چې دېوال کې کیښودې نو بیا به چا نه راویستلې. خو د هغه لیکنې څو کاپیانې به جوړیدې چې یوه به يې په شاهي آرکایوز(ارشیف) کې ساتله. لرغونپوهان اټکل کوي چې ممکن د منشور لیکنه په نورو خټینو تختو، یا په څرمنې کاپي او په ټول پارس کې ویشل شوې وي.
په ۲۰۱۰ م کې برټش میوزیم اعلان وکړو چې دوی په مېخي خط دوه داسې تختې لري چې ورباندې د کوروش د مخروط څو جملې لیکلي دي. په ۱۹۶۷ م کې د ایران رضا شاه پهلوي د پارس ۵۰۰۰ کلن تاریخ د نمانځنو لپاره دغه “مولی” د برطانیې نه پور کړو. یوه بدل(کاپي) يې په ایران کې جوړه او وروسته د باچا خوراشرف پهلوي ملګرو ملتو ته ډالۍ کړه. له هغه راهیسې ایرانیان دغه دروغ په ریښتیا کولو بوخت دي چې کوروش خلکو ته مذهبي اذادي ورکړې وه. ځینو کسانو د غلامۍ خاتمه، پخپلې خوښې ژوند، لږ تر لږ مزدوري، د پناه حق او داسې نورې خبرې چې په منشور کې نشته، په کتابونو کې ولیکل چې اوس د انټرنیټ په پاڼو هم خپرېږي. د میسوپوټیمیا د خدای “مردوک” نوم يې زردشتي اسطورې اهورا مزدا ته واړوو. ځینې وایی چې دا منشور باید په ایران کې وي خو په ۱۸۷۹ م کې دا د عراق په خاوره وموندل شو چې د عثماني سلطنت په لاس کې و. د کیندنو په وخت د دې یوه ټوټه ورکه او څو کاله وروسته د یو کاروباري سره پېدا شوه. په ۱۹۶۱ م کې برټش میوزیم دا خټین مولی، په اورکې بیا پوخ کړو او پکې يې نور ګچ ډک کړل. په ۱۹۷۲ م کې ډېرپه احتیاط د لومړۍ ټوټې سره يې یوځای کړه. په ۲۰۱۰ م کې دا مولی دوېم ځلې ایران ته د نندارې لپاره ورکړې شو او هلته بیا دا د انساني حقوقو لومړې قانون په توګه ونمانځل شو.
خو هغو ژبپوهانو چې دا لیکنه يې لوستې ده، وایی چې سایرس ته د انساني حقوقو اتل ویئل داسې ده لکه چې څوک د ایران شاه د بشري حقوقو مبارز وومني. دا منشورد یوې ودانۍ د بیا جوړولو سند یا په بابل کې د کوروش د واک قانوني کیدل وو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېته- ۴ مې ۲۰۱۷ م