په خانه کعبه لومړې جنګ په نومبر ۶۸۳ م کی مسلمانانو ترخپل منځ وشو.
په ۶۸۰ م اکتوبرد کربلا له پيښې وروسته په دمشق کې د امیه دوېم خلیفه یزید د واک اعلان وشو. د دې فیصلې خلاف د مدینې خلکو د احتجاج په توګه د امیه ټبر ۱۰۰۰کسان له ښاره وشړل. امیه د بدل اخستو لپاره، له دمشق ۱۲ ذرو یو لښکرد مسلم ابن عقبی المري په مشرۍ مدینې ته واستاو. په ۲۶اګست ۶۸۳ م کی د الحره په جنګ کې دغه لښکر ښار لوټ کړو او ورپسې مکې ته روان شو. په لاره مسلم ناروغه او مړ شو نو حسین ابن نمير السکوني د پوځ کوماندان او د ستمبر په میاشت کې مکې ته ورسیدو.
د مکې خلک د عبد الله ابن ذبېر په مشرۍ کعبه کې پناه واخسته. د امیه پوځ په (منجنیق) توپو لوی کاڼي ویشتل او ابن ذبېر د کعبې د ژغورلو لپاره پاسه پرې د لرګي څپر او ورباندې د بوسو توشکونه غوړولي وو.
په ۳۱ اکتوبر (۳ ربيع الاول) سهار لمانځه ته یو چا مشعل بل کړو نو د هغې یو بصرکي د څپر تخته وسیزله. دغه اور په غرغنډه شو او د کعبې په دېوال کې لګیدلې “حجر اسود” يې هم په تاو کې وچودېدو. اور يې مړ کړو خو د کعبې د تیږو او خټو جوړښت په کنډواله واوختو.
اخوا یزید په ۱۱ نومبر دمشق کې مړ شو او د دې خبر مکې ته په ۲۶ نېټه ورسېدو. که څه هم د یزید یو کمزورې زوی معاویه (ثاني) خلیفه اعلان شوی و خو په صوبو کې د امیه واکمني ختمه وه او ان په شمالي سوریا کې هم د ده خلکو مخالفت کوو. حسین ابن نمیر دا غوره وګڼله چې محاصره ختمه کړي او ابن زبېر ته يې وړانديز وکړو چې ده ته معافي ورکړي او د خلیفه په توګه ورسره سوریا ته لاړ شي.
ابن زبېر هغه ته بخښنه اعلان کړه خو دمشق ته د تلو نه يې انکار وکړو. حسین د خپل پوځ سره له مکې ووتلو او ابن زبېر د کعبې رغولو تابیا وکړه خو دا ګران کار و ځکه خلکو د خدای قهر له ویرې سوځیدلي کعبې ته ګوتې نه وراوړلې. اخر ابن زبېر پخپله مټې راونغښتې او د نړیدلي دیوالونو خښتې يې راټولې کړې.
د دې پخوانۍ جوړښت یوه پوړ د لرګي او بل د تیږې و او یوه دروازه يې لرله. ابن زبېر د خپلو نورو ملاتړو سره د کعبې ټوله ودانۍ له تیږو جوړه کړه. پکې دوه دروازې وې چې د ختیځ نه به خلک ورننوتل اود لویدیځ نه بهر وتل. د حجر اسود درې ټوټې يې د سپینو (نقرې) تار وتړل او ابن ذبېر پخپلو لاسونو د کعبې په دیوال کې کیښودو. هغه وخت د دې شمال لوېدیځ دېوال سره په نیمه دایره کې جوړټیټ دېوال “حطیم” ورونښلوو. دې ته ” هجر اسمعیل” هم وايي چې د عقیدې له مخې د حضرت ابراهیم (ع) د خپل زوی او میرمنې لپاره پناه ځای جوړ کړې و.
عبد الله ابن زبېر تر څو چې ژوندی و، د یزید مخالفت يې کوو او اسلامي نړۍ په دوو برخو وېشلې وه. د هغه له مړېنې وروسته د اميه پینځم خليفه عبدالملک بن مروان په ۶۹۲ م کی بیا مکې ته پوځ ورواستاو چې مشريې حجاج بن يوسف و. هغه کعبه په لویو تیږو په ويشتلو بیا ورانه کړه او د عبد الملک په امر د دې ودانۍ بیرته د اسلام نه د وړاندې حالت ته راوستله. حطیم يې بېل او د لوېدیځ لور دروازه يې په تیږو بنده کړه.
د ۹۳۰ م د حج به موقع قرامتيانو په کعبه حمله وکړه، حاجيان يې ووژل او مړي يې زمزم چينه کې وغورځول. “حجر اسود” يې ترې یوړو او شل کاله “الحس” نخلستان کې ساتلې و. تر ۹۵۲ م قرامتیانو کعبې ته څوک نه پریښودل.
اخرعباسي خليفه ورته د ډيرو پيسو ورکولو ژمنه وکړه نو له مکې ووتل.
خلیفه هارون الرشید غوښتل چې کعبه بیا د ابن ذبېر د نقشې په شان جوړ کړي. کله چې د امام مالک نه يې مشوره وغوښته نو هغه ورته وویل، د دې سپېڅلي ځای بیا بدلول مناسب نه دي. مونږ له پکار دي چې د دې درناوی وکړو ځکه هرنوې حکمران به دا پخپله خوښه جوړول غواړي او لکه د لوبو شی به ترې جوړ وي. هم هغه وه چې کعبه هم هغه حالت کې پریښودل شوه او له هغه راهیسې يې نقشه نه ده بدله شوې.
په ۱۶۲۹ م کې د سختو بارانونو او سيلاب له کبله د کعبې ديوالونه راپريوتل. عثماني سلطان مراد (۴) پکې د مرمرو ډبره ولګوله. له هغه وخته بیا دا ودانۍ په خپل حال پاتې ده، که څه هم سعودي حکومت هر کال د نورو حاجیانو د ځایولو لپاره چاپېره ودانۍ جوړوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۸ مې ۲۰۱۷ م