جوهرشاه غوربندي او لعل محمد کابلي ډېر په باور د امیر مخې ته ولاړ وو. په دوی د بغاوت تورلګیدلې او امیر ورته په قهر و. هغوی په زړه ورتیا د ولس ستونزې ورته په ګوته کړې خو امیر نمک حرام وبلل او هغه وخت د دربار یو کس دا دواړه د تماچې په ډزو دربار کې ووژل شو. د شلمې میلادي پېړۍ د لومړۍ لسیزې په افغانستان کې دا د جمهوریت لومړي قربانیان وو.
امیر حبیب الله خان لوستې کس و او په کابل کې د لومړي روغتون، مکتب او د څو کارخانو نه علاوه یو پارلیمان ” مجلس شورا” هم جوړکړې و چې د ده ورور نصرالله يې مشر و. خو درباري سازشونوله کبله دا منحل او په ځای يې “مجلس شرفا” جوړ شو چې یواځې په مهمو معاملو د بحث لپاره رابلل کېدو.
په کابل کې د حبیبیه مکتب استادانو مولوي محمد سرورواصف، اخونزاده احمدزي، سید غلام محمد، اغای چارباغی، د اندړو مولوی عبد الرزاق، مولوی احمد جان، ملا لالا ګل ارغندیوال، میرقاسم او داسې نورو د درس نه وروسته د یو پارلیماني نظام په اړه خبرې کولې. څه موده وروسته دوی خپلې ډلې ته د ” اخوان الافغان” نوم ورکړو چې هدف يې په افغانستان کې مشروطیت یاني “ریپبللیکن” سیسټم جوړول وو. څو نورې وړې ډلې هم وې چې په ځینوکې د دربارخلک شامل وو او خپل مشر او منشي به يې ټاکلو. د مکتب هندي استادانو د ډلې نوم “جان نثاران ملت ” او مشريې ډاکټرعبدالغني و. هرې ډلې پخپلوغونډو کې یو قران مخې ته کیښودو چې د پاسه يې یوه توره او قلم پراته وو. مولوي واصف د ټولو ډلو سره اړیکې لرلې او په یو کال کې د غړو شمېره يې ۳۰۰ ته ورسېده. د مولوي واصف لویه اشتباه دا وه چې امیرحبیب الله نه يې دا هر څه پټ ساتلي وو.
په ۱۳۲۷ ق (۱۹۰۹ م) په حبیبیه ښوونځي کې د مولوي واصف په مشرۍ د ټولو ډلوغونډه وشوه چې په ګډه يې امیرحبیب الله خان ته یوه عرضي ولیکله. په دې کې د امیر له خوا د پرمختیايی کارونو ستاینه او په اخره کې د حکومتي نظام لپاره د قانون غوښتنه شوې وه. دا درخواست د مېمنې غلام محمد پخپله جلال اباد ته یوړو او امیرته يې وړاندې کړو. حبیب الله خان د عرضي په متن څه اعتراض ونکړو خو د مشروطه غورځنګ لوی مخالفان مولوي منهاج الدین، سردار محمد کبیر،عبدالحق اواستاد محمدعظیم ورته ووېل چې پارلیمان به د امیر نه اختیارات واخلي او دا یو ډول بغاوت و. په سر کې غلامان (غلام بچه) ونیول او په دربار کې يې په ډزو ووژل.
د غورځنګ ۷ نور مخکښان، مولوي واصف، سعد الله الکوزی، عبدالقیوم الکوزی، محمد حسین، محمد اعظم خان، محمد عثمان پرواني او سردارعبدالغیاث يې په توپه والوزول. محمد ایوب خان پوپلزی هند ته لاړو او اخبارونو ته يې د دي پيښې خبر ورکړو. هلته مخه ورو مسلمانانو د هندي استادانو د خلاصون لپاره هلې ځلې وکړې خو په کابل کې د دوی د وژلو لپاره په امیرفشار زیات شو. مولوي منهاج الدین، اعدام لپاره د مجرمانو یو فهرست جوړ کړو خو امیر ورته ووېل، ” که دا ټول خلک ووژنو عالم به برباد شي.”
د ۴۰ نه زیات کسان يې په شیر پورجیل کې بند کړل. د مېمنې غلام محمد چې امیر ته يې عرضي وړې وه، په کوټوالي جیل کې بند و. دی انځورګر و او هره ورځ په زولنو کې یوعسکر سره ارګ ته وروستل کیدو چې هلته د شاهي ټبرد غړو انځورونه جوړکړي. وروسته د امان الله خان له خوا زدکړو لپاره برلین ته واستول شواو په کابل کې د هنر (فاین ارټس) پوهنځی يې جوړکړو.
تاج محمد خان بلوچ هغه پاڼه ځان سره خوندي کړې وه چې ورباندې د یوې طماچې د ساتلو لپاره د نورو غړو د تصویب دستخطونه وو. د ده ورور محمد شریف دغه پاڼه د هغه له کوره یوړه او امیر ته يې وسپارله. خو دی بندي نشو ځکه پلار يې د امیر عبد الرحمن سره په بخارا کې جلاوطن و. بله دا چې ده د نیول کېدو نه وړاندې امیر او د هغه ورور ته په لیک کې د منفي غبرګون ګواښ کړې و.
ځینې تورن کسان د شهزاده امان الله خان په سفارش خوشې کړې شول. میرقاسم خان نعماني د امان افغاني مجلې مدیر او د نادرشاه په وخت کې د پوهنې وزارت معین شو. د پیښورمولوی غلام محی الدین بېرته د دارالمعلمین مدیر شو. خو نور دومره خوش قسمت نه وو. مولوی محمد مظفرخان مروت، عبد الرحمن خان او عبدالرب په جیل کې په بیلا بیلو ناروغیو مړه شول. هندي استادان، ۱۱ کاله په ذندان کې وو او هلته د قران کریم په حفظ او لیکنو يې وخت تیراو. سید احمد خان لودین ۱۱ کاله په جیل کی د سواد د زدکړې کتاب ولیکلو او نورو بندیانو ته يې درس ورکوو. سردارعبد الرحمن خان په هند کې سفیراو بیا د فراح حاکم شو. د ده ورور سردارعبدالحبیب د امان الله په لومړۍ کابینه کې د پوهنې وزیر و. عبد العزیز خان (بابا) خطاط و. له ذندانه خوشې کیدو وروسته د طلوع افغان مجلې مدیرشو. استاد محمد انور بسمل د حبیبیه مکتب د لومړیو محصلینو نه و. ۲ کاله په شیر پور کي بندي و، بیا د کابل د ادبی انجمن مدیر شو.
نظام الدین ارغندیوال په ارګ کې بندی و او وروسته امان الله خان په المان کې د افغان سفارت سکتر وټاکلو. ملا فیض محمد کاتب د غزني هزاره و اولږ وخت شیر پور کې بند تیرولو نه وروسته د امیر حبیب الله سوانح او د سراج التواریخ نه علاوه یو شمېر نور کتابونه ولیکل. په ۱۹۱۹ م کې د خپل پلار له قتل یو کال وروسته، امیرامان الله د مشروطه تحریک ټول قیدیان ورخوشې کړل.
سره له دې چې مولوي منهاج الدین او د نورو مخبرانو په نفرت د افغانستان نامتو عالمان ووژل شول خو دوی ته چا سزا ورنکړه. د مشروطه غورځنګ نښه چې قران او توره وه، وروسته د لږ بدلون سره د افغانستان د معارف نښه شوه.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. د مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې. پوهاند عبد الحی حبیبي. ژباړن عبد القیوم حکیمزی. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه. جرمني. ۱۳۸۳ ل- ۲۰۰۴ م. دانش خپرندویه ټولنه.
۲. ډاکټر عبد الغنی (جلالپوری) ۱۸۶۴-۱۹۴۳م. عبد القدیر نجفی. مکتبه معارف نجف. ملتان روډ لاهور. ۱۹۸۹م.
۳.د کندهار مشاهیر- صوفیان، عارفان، مزارات. محمد ولي ځلمی. علامه رشاد خپرندویه ټولنه-کندهار. ۱۳۸۷ ش-۲۰۰۹ ع. ۲۶۴ تر ۲۶۹ مخ.
د خپریدو نېټه- ۱۶ مې ۲۰۱۷ م