د پینځو مقدمو(قضیو) لرۍ په ۱۹۲۱ او ۱۹۲۲ م کې د پیښور
یوعدالت فیصله کړل. ملزمان د برطانوي هند حکومت د کمیونسټ کیدو او بغاوت په تور نیولي وو.
په ۱۹۱۷ م کې د روس کمیونسټ انقلاب د هند په ځوانانوهم اغېز وکړو. یوه داسې ټولنه چې مالدار او غریب پکې یو شان حق ولري د بېوزلو لپاره په زړه پورې وو. هم دغسې یو تنکي ځوان نریندرناتهه بهټه چاریه په ۱۹۰۷ م کې د شوکې په وخت پولیسو ونیولو، محاکمه شو خو وروسته په ضمانت يې خوشې کړو. د ده په زړه کې د انګریز خلاف دومره کرکه وه چې کیلیفورنیا ته لاړو او یوې امریکاي جینۍ سره واده نه وروسته په نیویارک کې مېشت شو. هلته د مارکسزم مطالعه يې وکړه خو د مخبرانو له ویرې میکسیکو ته کډه شو او د انګریز خلاف د جرمني چارواکو سره يې اړیکې وساتلې. په ۱۹۳۰ م کې دی بمبۍ ته لاړو خو ونیول شو او ۶ کاله يې جیل کې تیرې کړې. په ۲۰ اکتوبر۱۹۲۰ م کې ده روس کې د کمیونزم دوېم نړۍ وال غونډې کې ګډون وکړو. نریندر ناتهه خپل نوم ایم- این رای ته اړولې و او په تاشکند کې د هند کمیونسټ ګوند د جوړولو لپاره میشت شو.
په ۱۹۲۰ م کې کله چې د خلافت پاڅون په وخت د هندي وګړو یوې ډلې افغانستان ته هجرت وکړو نو د دوی غوښتل چې ترکي ته لاړ شي. خو د امیرامان الله حکومت دوی وړاندې نه پریښودل. شا و خوا ۲۰۰ کسان په پټه د جبل سراج له مهاجر کیمپ نه ووتل چې پکې پښتانه هم وو او د بلخ د لارې مرکزي ایشیا ته ووتل. په لاره ترکمن ډاکوان پرې ورپیښ شول چې دوی يې ونیول او ایم-این رای په هڅو خوشې شول.
هغه د مهاجرو له دغه ډلې ۴۰ -۵۰ کسان قانع کړل چې د تاشکند پوځي- سیاسي پوهنځي کې داخل شي. په تاشکند کې د هند د کمیونسټ ګوند دغه کسانو ته د انقلاب او د سبوتاژ مفکوره ورکړې کیده. انګریزانو ته خپل جاسوس خبر ورکړو چې د روزل شویو کمیونسټانو نه ځینې بیرته هند ته روان شوي دي. د دغو نه لومړۍ ډله په ۳ جون ۱۹۲۱ م پیښور ته ورسیده او د تورخم په پوله ونیول شول.
انګریز حکومت په پیښور کې د دې کسانو د محکمې فیصله وکړه. لومړۍ مقدمه د محمد اکبر، د ده د ملازم بهادر او د حفیظ الله خان وه چې د محمد اکبر پلار و. دا مقدمه په سیشن کورټ (لومړۍ محکمې) کې وړاندې شوه. قاضي جی- ایچ- آر فرېزر په ۳۱ مې ۱۹۲۲ م محمد اکبر ته د ۳ کالو او بهادر ته یو کال قید با مشقت سزا ورکړه. حفیظ الله چې برطانوي ایجنټ و، خوشې کړې شو. محمد اکبر د انګلستان باچا د لیرې کولو په سازش تورن و او دا چې هغه په هند کې بالشویک ډول انقلاب راوستل غوښته.
په دوېمه مقدمه کې محمد اکبر بیا په دې تورن شو چې هغه د زندان نه خپلو دوو ملګرو، دبلوچستان محمد حسن او د پیښورغلام محبوب ته په پټه لیک وراستولې و چې د جیل د قانون خلاف ورزي وه. د ده ملګړي د هغه لیک په لرلو چې غیر قانوني وه، تورن شول. په مقدمه کې دا هم ثابته شوه چۍ محمد اکبر په چمرکند (بونېر) کې د خپلو انقلابي ملګرو سره د رابطې هڅه کړې وه.
په ۲۷ اپریل ۱۹۲۳ م قاضي د دې جرم لپاره محمد اکبر ته ۷ کاله او ملګرو ته ۳ کاله بامشقت قید سزا ورکړه. محمد حسن او غلام محبوب ته د ۳ میاشتې قید تنهاي ( کوټه قلفي) سزا ورکړه.
درېمه مقدمه د “ماسکو- تاشکند” قضیه نومېږي چې په ۴ اپریل۱۹۲۳ م کې پېل شوه. په دې کې مجرمان اکبرشاه او ۷ نورکسان وو. قاضي فریزر پخپلې فیصلې کې وویل چې دا کسان د ” سوچه کمیونزم” په منلو نه دي تورن شوي بلکه جرم يې دا دی چې د بالشویک انقلابي ډوله کمیونزم استاځي دي. اکبر شاه او ګوهر رحمان افضل هر یو ته ۲ کاله قید با مشقت، فیروزالدین، عبدالمجید، حبیب احمد، سلطان محمد او رفیق احمد ته یو یو کال با مشقت قید وشو. فدا علی چې سلطاني ګواه (هغه څوک چې د معافي په بدل کې حکومت ته ټول حال ووایی) شو او عبدالقادر چې د انګریز جاسوس و، خوشې شول.
په ۱۰ دسمبر ۱۹۲۳ م څلورمه مقدمه د محمد شفیق وه چې ځان يې پخپله پولیسو ته سپارلې و. قاضي جي- کونر پخپلې فیصلې کې وویل چې د نوروغړو په پرتله محمد شفیق د انقلابي ډلې یو فعال غړې و. ده په هند کې انقلاب لپاره کار کوو او قانون ته د ځان سپارلو نه وړاندې د رای له خوا د بالشویک ایجنټ په توګه په یو مشن هند ته وراستول شوې و. ده ته په ۴ اپریل ۱۹۲۴ م د ۳ کالو قید بامشقت سزا ورکړې شوه.
د پیښور پینځمه مقدمه په ۱۹۲۷ م کې د فضل الهی قربان خلاف پېل شوه. دی په ماسکو او تاشکند کې د انقلاب لپاره د روزل کیدو په جرم تورن او د ۵ کاله قید با مشقت سزا يې ورته ورکړه. محمد شفیق د دې فیصلې خلاف های کورټ (سترې محکمې) ته اپیل وکړو نو سزا يې ۳ کالو ته راټیټه کړه.
ایم- این رای د دې محکمو په اړه یو مضمون کې د انګریزانو غندنه وکړه چې بې له څه ثبوت او شاهدانو يې بې ګناه خلکو ته سزا ورکړه. په دغه قضیه پښتنو ملتپالوهېڅ غبرګون څرګند نه کړو.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۲۱ مې۲۰۱۷ م