د خوبه پاسه چمني خانه***
دا ستا ملګري ستا د مرګ تړي بندونه ***
د پیښور نه ۴۵ کلومیټر شمال ختیځ کې د “سنډاسر” کلي یو سپین ږیري راته د پوخ سرک نه نیم کلومیټرلیرې څوبوساړې په ګوته کړې. د اګست په ۲۸ نېټه ۱۹۳۵ م دلته یو جومات کې د انګریزانو یو مفرور چمنی خان د خپلو دریو ملګرو سره ایساروو.
د چمني خپل نوم تاج محمد او په “دامان بټګرام” کلي کې ۱۸۹۶ م کې د سکندر خان کره زیږېدلې و. دی دومره ښایسته و چې خلکو به ورته د مینې نه “چمنی” وېل. د کلي په مدرسه کې د زدکړو نه وروسته په تنکي ځوانۍ کې پلار ورله په زیړی کې د میا کلا د حبیب الله لور ورواده کړه او یو زوی جان محمد يې وزیږېدو. لنډ وخت وروسته د ده میرمنه او ورپسې پلار وفات شول.
یوه ورځ د چمني اسپه د بټګرام د یو خان “باچا” پټیو ته واوړېده چې د انګریزانو نه يې مراعات اخیستل. د هغه ملازم د اسپې لکۍ پرېکړه نو چمني ووهلو. د دواړو غاړو خلک راټول و او شخړه جوړه شوه نو پولیسو مداخله وکړه. د چمني نوم د انګریز مخالف کسانو په تور لسټ کې ولیکل شو.
په ۱۹۱۹ م کې د صوبه سرحد نه ډېرو خلکو افغانستان ته هجرت کوو. چمنی د یوې قافلې سره د ساتندوی په توګه کابل ته لاړو او امیر امان الله خان ورته یو هراتي شال ورکړو.
په ۱۹۲۱ م کې هغه د رسالپور په چاوڼۍ د چپاو لپاره یوې ډلې سره مل شو. په لاره د پولیسو په ډزو د ده د تره زوی افضل خان زخمي شو. چمني هغه ترچارسدې پخپله اوږه یوړو خو دومره وینه يې ضایع شوې وه چې په لاره يې ساه ورکړه.
انګریز اوس د چمني د ګرفتارۍ امر وکړو. هم هغه وه چې دی سوات ته لاړو او د کوهستان د جنګ لپاره د والي میاګل په پوځ کې شامل شو. هلته يې ځان خوندي و نه ګڼلو او دیر ته يې مخه کړه. د دیرنواب انګریز استاځي ته خبر ورکړو او چمنی يې لاس تړلې، د ۸ خاصه دارو(ملیشیا) سره مالاکنډ ته ورواستاو. په لاره چمنی وتښتیدو او او په غازي اباد کې د ترنګزو حاجي ته ورغلو.
په افغانستان کې د سقاو د بغاوت ختمولو لپاره جنرل نادر خان د قبایلو نه مرسته وغوښته نو د ترنګزو حاجي صیب په لښکر کې چمنې هم شامل وو. د هغه د خلې روایت دی چې په جلال اباد کې د دوی کلا نه د سقاو پوځ راتاو و. هلته سخت جنګ ووشو تر څو د نادر خان پوځ راورسېدو.
له دې وروسته د مالاکنډ په لویدیځ کې ” نارنجي” د انګریز او باجوړیانو ترمنځ د جنګ میدان وګرځیدو. چمنی په دې غزا کې هم شامل و.
د چمني دوېمه میرمن د کوټ ترناو د تاجي خان لور وه. د ترنګزو یو کس مدد خان چمني ته خپله لور “جرمن بيبي” ورواده کړه. دا څه موده په لکړو کې وه خو بیا بیرته بټګرام ته لاړه. هغه د ټي– بي (سل) په مرض اخته وه او چمنی به په پټه د هغې لیدو ته ورتلو.
یو وخت د انګریز مخبران خبر شول او پولیس د چمني کور محاصره کړو. ښایی دی د خپل ژوند نه ستړې او ځان يې پخپله پولیسو ته وسپارلو. څو ورځې وروسته دی محاکمه شو خو مسلمان مجسټریټ ور خوشې کړو. دی په دیر کې بیا ونیول شو او د چارسدې کمشنر په وړاندې يې حاضر کړو. د بټګرام “باچا” سره د پخوانۍ قضیې لپاره چمني ته د ۷ کالو د بند سزا ورکړه او ډېره اسمعیل خان جیل کې يې بند کړو. د خپل سزا خلاف د ده اپیل محکمې ومنلو او دی بیا ازاد شو.
انګریزانو په ۱۹۳۳ م کې مومندو کې د سړک په جوړولو لاس پورې کړ. غازیانو به د شپې جوړ سړک وران کړو او یو کال په ګنداو کې هم دغسې جنګ روان و. چمنې خان په دغو جنګونو کې شامل و او کله نا کله په پټه به کلي ته ورتلو. د ده سره به څلور ملګري مله وو چې محمد افضل خان، امیر خان او مکرم خان د دامان بټګرام اوسېدونکي وو. څلورم علي خان د ګوجر ګړۍ مردان جولا و. انګریزانو د علي خان سره د یو سید په خله رابطه وکړه. هغه ته يې وړاندیز وکړو چې د ده ټول جرمونه به معاف شي که د چمني سر يې ورته راوړو. په دغو ورځو کې جرمن بي بي مړه شوه خو چمنی د هغه جنازې لپاره بټګرام ته نشو ورتلې. دی په پټه هدیرې ته ورغلو هلته يې دعا وکړه او بیا اتمانزو کې یو ملګري لیدو ته روان شو. په لاره هغه خپل پلان بدل کړو او د سنډاسر په وړوکي جومات کې ایسار شو. دوی چې ویده شول نو علي خان خپله چړه را وویسته او د چمني نه يې سر پرېکړو. دوه نور ملګري له ځایه وتښتیدل.
په بل سهار علي خان د سابو(ساګو) د یوې بوجۍ سره د پيښور شرقي تاڼې ته ورغلو. هلته د استخباراتو او پولیس افسران په یوه کوټه کې راټول وو. د چمني د سر شناخت هغو کسانو وکړو چې دی يې لیدلې و.
علي خان د دې سر په بدل کې د انګریزانو نه ۴ زره روپۍ او یو ټوپک په انعام کې تر لاسه کړل.
هغه وخت د پښتو دا ولسي سندره جوړه شوه.
په چمني خان باندې دې وکړل ګوزارونه
نادانه جولا مات دې شه لاسونه
د چمني د قتل بدل اخستو لپاره د هغه یو زمیندار “حکومت خان” او د مټه مغلو خیلو جهانګیر خان د ده د اوخښي سره یو پلان جوړ کړو. شپږ میاشتې وروسته یوه ورځ چې علي خان په تانګه کې ناست د مردان په یو سړک روان و، د چمني زوی جان خان په هغه په تماچه وویشتلو.
د چمني نوم په پښتو لنډیو کې پاتې شو خو د بې شمېرو مبارزینو په څېر پښتانه ترې ناخبره دي.
په جماعت کې چمنې خان
اوده شو خوب کې ورته وایی څوک حالونه
په سنډاسر کې يې حلال کړو
د چمنې خان سره د خوب په نيت راځينه
صفیه حلیم
سرچینې
۱.چمنې خان او فیرنګی سامراج. شوکت علي خریکوال. اعراف چاپځای-محله جنګي پيښور. جون ۲۰۱۶ م
۲. د سنډاسر کلي اوسېدونکي.
۳. د مومندو غزاګانې. سیال مومند. یونیورسټي بک ایجنسي.۲۴ ثور ۱۳۵۴ ه کال.۸۶ او ۸۷ مخ.
د چمني خان عکس لپاره د شوکت خریکوال نه مننه.
د خپریدو نېټه- ۲۵ مې ۲۰۱۷ م