د ۱۹۴۷ م اګست په وروستیو کې د ډېلي اسمان په تورو لوګو کې پټ و. دا د هند د ویش د شخړو اور نه و بلکه د برطانوي حکومت د ودانیو شا ته په زرګونو دوسيې (فایلونه) په اور کې سېزل کیده. په بله ورځ د هند لویو ورځپاڼو کې د دې خبر خپورشو او انګریزانو ته يې لویه بدنامي واړوله.
د برطانيې خارجه وزارت په ۲۰۱۳ م کې دا په ډاګه کړه چې د مستمرو نه د وتلو په وخت ډیر فایلونه ضایع کړې شول. هغه دوسیې چې ۵۰ کاله وخت پرې تېر شوې و، ملي ارشیف ته وسپارل شول چې لږه برخه يې اوس هم د خارجه وزارت په مخفي الماریو کې پرته ده. په دې کې ښايی چې په ټولې نړۍ کې د برطانوي مستمرو د ډپلوماټیک ودانیو شا ته به اوربل شو او په هغې کې به يې فایلونه سېزل. د دې عملیاتو د شفر نوم “آپرېشن لېګسي” یاني “د میراث عملیات” و.
د برطانیې په ۳۷ مستمرو کې د واک د سپارلو په وخت دغه پاکوالې (پرج) هم مله و. د ۱۹۵۰ م نه تر ۱۹۷۰ م پورې دغه اپریشن کې د برطانیې د استخبارات ایم- آیی ۵ او د پولیسو ځانګړې څانګه شامل وو. هدف يې دا و چې هغه ټول فایلونه په پټه ضایع کړي چې ممکن د برطانیې تاج، حکومت، ملکي افسرانو پوځ یا پولیس لپاره د خجالت وړ وګرځي. یا پکې د نسلي تعصب ثبوت موجود وي. جمېکا، کینیا، ملایزیا، سنګاپور،یوګنډا او داسې نورو ملکونو کې د ۱۹۵۰ او ۶۰ م کلونو ترمنځ په زرګونو فایلونه ضایع کړې شول. په ۳ مې ۱۹۶۱ م یو برطانوي افسر”ایان میکلایډ” ټولو مستمرو ته په یو تار کې سفیرانو ته د دوسیو د ضایع کولو هدایات لیکلي وو.
د سنګاپور د برطانوي بحري ځواک مرکز په یوې ځانګړې کوټې کې يې دغه فایلونه سېزل. خو د ځینو سیمو نه سرکاري دوسيې سنګاپور ته وړل ګران و نو هر یو سفارت پخپلو ودانیو کې دا کار پېل کړو. دوی ته په سخته وېل شوی وو چې د اور لوګی دې ښکاره نه وي ځکه په دې به ځایی خبریالان شکمن شي. هم هغه و چې د سفارت عملې به د شپې په لویو ډرمونو کې کاغذونه سېزل.
په ځینو سفارتونو کې هڅه وشوه چې یو “خطرناک” دوسیه لیرې کړي او په ځای يې بدل یا “پوچ” فایل کیږدي. خو دا کارعملي نه و ځکه د سوونو فایلونو بدلول ناممکن وو. بله دا چې کله څوک په ترتیب اېښي دوسیو نه یوه لیرې کړی نو هم هغه حال شي لکه چې څوک د کتاب نه یوه پاڼه وشلوي. بل د ویستل شوې دوسیې په پټه د بهر وړلو او خپرولو خطر هم موجود و.
په کینیا کې چارواکو ته وویل شول چې فایلونه برطانيې ته د لېږلو په ځای وسوځوي. په دې يې ټینګار وکړو چې د فایل، سېزونکي مشین یا د هغه ځای درک دې هیچا ته نه ولګي. ان تردې چې د سېزل شویو دوسیو ایرې به هم ضایع کوي.
ځینو افسرانو ته يې اجازه ورکړه چې فایلونه په وزن دار ډبو کې بند او په سمندر کې غرق کړی. د دې لپاره د ساحل نه لیرې د بحر په منځ کې دې داسې اوبه غوره شی چې څپې نه لري.
هغه فایلونه چې ورباندې په تور رنګ د ډبلیو “واچ” (کتل) تورې لیکلې و، د هغه ملک نه بهرضایع کیدو. کوم فایل چې شا ته پریښودل کېدو، هغه به يې هم کتل چې پکې د ضایع شوي دوسيې ذکر یا نمبر پاتې نه وي. چارواکو ته يې د “ډبلیو” ټاپه (مهر) ورکړې وه چې په هر لیدل شوې فایل به يې وهله. دوی ته د دغه مهر د سمبال ساتلو وئيل شوي وو. په ځینو فایلونو، د ډي- جي “ډپټي ګورنر” مخفف لیکلې و چې مانا، یواځې د یورپ نه ورغلې برطانوي سپین پوستې افسر به يې ګوري. دوی د انګریز خدمتي په ځايي افسرانو هم باور نه کوو او پوهیدل چې ځینې انګریزان د ځایی خلکو سره زړه سوي لري.
په کومو دوسیو چې د “ګارډ” (محافظ) تورې لیکلې و، غیر برطانوي افسرانو ته ورښکاره کیدې شو. خو شرط يې دا و چې د آسټرېلیا، نیوزیلینډ، جنوبي افریقه یا د کینېډا سپین پوستي وي. د شمالي رهوډېشیا (زمبابوې) افسرانو ته امر شوې و چې د ضایع شوي اسنادو ثبوت یا سرټیفکېټ به لندن ته وراستوي.
په هرملک کې د واک سپارلو په موده کې به برطانوي افسرانو د خپلواکه مملکت د وزیرانو سره کار کوو. دوی به هغه دوسیې بیلې ساتلې چې ورباندې “پرسنل”(شخصي) لیکلي وو. دا به یواځې برطانوي ګورنرانو او د هغوی مرستیالو لیدی شول. دا سسټم په ۱۹۶۱ م کې د هغو ټولو ملکونو لپاره جوړ شو چې برطانیه ترې ووتله. ددې دوسیو به سخته نګراني کېده او ځايی حکومت ته يې نه ښکاره کوو او نه يې ورته سپارل.
په ډېرو مستمرو کې درې کسیزه کمېټه جوړه شوه چې دوه يې د سفارت مشرافسران او یو د انګریز پولیسو د سپېشل برانچ افسر و. دوی به فیصله کوله چې کوم فایل لندن ته ولېږي او کوم به ضایع کوي. په عدن (یمن) کې په ۱۹۶۶ م کې دغه کمیټې د ټولو فایلونو د ضایع کولو فیصله وکړه- حال دا چې انګریزان کال وروسته له هغه ځایه وتل.
په ۱۹۶۲ م کې د ایم آي ۵ یو افسر بېلیز(هونډراس) ته لاړو او د ټولو دوسيو د سیزلو امر يې وکړو.
په ګیانا کې سپین پوستې افسران لږ وو نو د سفارت دوو سکټرو ورته د حکومتي ودانۍ په غولي کې د پوځیانو په مرسته په یو تش ډرم کې فایلونه سېزل. په ۱۹۵۷ م اګست کې د ملایا یو برطانوي افسرلندن ته راپور ورکړو چې دوی پینځه عادي لارۍ په کرایه واخیستل. پوځیانو ورباندې فایلونه بارکړل، سنګا پور کۍ د بحري ځواک مرکز ته يې یوړل او هلته داټول په یو لوی بټۍ کې يې وسیزل.
څو کاله وروسته د کینیا انګریز افسرانو نه غوښتنه وشوه چې د ملایا په شان د دوسیو ضایع کولو نه ” دا بهتره ده چې زیات دې برطانیې ته ورواستوي. په ۱۹۶۳ م کې د “مالټا” یو افسر لندن ته ولیکل چې ځینې دوسيې داسی هم دي چې لږ بدلون سره ځایی حکومت ته سپارل کیدې شي. په ۱۹۶۶ م کې په برونایی کې برطانوي سفیر “میکس ویبر” د خپل مشر نه په لیک کې پوښتنه کوي چې آیا د فایلونو ډک هغه ۶۰ ډبي ټول ضایع کړي او که لندن ته يې واستوي. په جواب کې سفیرانو ته ووېل شول چې کوم فایلونه برطانيې ته لېږي نو دا به په برطانوي بېړۍ او د انګرېز افسر په نګرانۍ کې وړل کېږي. د برطانوي ۳۷ مستمرو نه شا و خوا یو نیم میلین دوسیې لندن ته ورواستول شوې چې د بهرنو چارو وزارت په آرشیف کې يې خوندي کړل. ۵۰ کاله وروسته له دې يې ۸۸۰۰ فایلونه، “هېنسلوپ پارک” کې په ۲۰۰ میټر اوږد شیلفونو کې ځای کړل. په دغو کې د کینیا نه ۳۰۷ بکسونه هم وو.
په ۲۰۱۱ م کې د هغه ملک څو سپین ږیرو پخپل حکومت دعوا کړې وه چې په ۱۹۵۰ م کې د “ماو ماو” پاڅون په وخت انګریزانو له خوا بندي او بیا شکنجه شوي وو. ددې ثبوت په لندن کې دغو فایلونو کې رابرسېره شو. برطانوي حکومت مجبورشو چې د خپل ظلم لپاره د کینیا ۵۲۰۰ کسانو ته ۲۳ میلینه ډالر تاوان ورکړي.
د برطانيې خارجه وزارت سره اوس هم داسې فایلونه شته چې څوک يې نشي لیدی. ممکن یو وخت دا هم په ډاګه شي.
صفیه حلیم
له برطانوي ورځپاڼو
د خپریدو نېټه- ۲۹ مې ۲۰۱۷ م