د پیښور صدرپه ارباب روډ سل کاله پخوا څو د زیړ رنګ هټۍ، چې مخې ته به يې برنډه وه، په یوه لیکه کې جوړې وې. په ټولو د انګریزي ژبې لوحې د دوی کاروبار په ګوته کوو. د کرپا رام وریښمو او طله ټوکر، علیګ کافې، ګلاب رای کتابونه، او د کې- اې ګای ترکاري او مشروبات. دلته یوه هټۍ د “پیانو” او د نورو سازونو هم وه چې ” اې- ګوډین” لوحه يې لرله. د انګریزانو په چاوڼیو کې د هرافسر په کور کې به یوه پیانو موجوده وه. د دې د غږولو کیلۍ به سستې شوې نو یو تخنیکي کس به سمولې شول.
سلیان ګوډین او الیکس ډی سوزا دغه هټۍ په ۱۹۲۴ م کې پرانستې وه. دوی په ۱۹۰۰ م کې کوټه کې ” ګوډین اینډ کو” دکان خاوندان وو.
سیلیان د هند د ساحلي ښار ” ګوا” اوسېدونکې او خپل پرتګالي نوم ” ګودینهو” يې په انګریزي “ګودین” اړولې و. په کوټه کې دوی د پیانو او نورو سازونو د رغولو په کار ښه ګټه وکړه. په ۱۹۲۱ م کې سیلیان خپل ورور رابرټ قانع کړو چې په نوښار کې کاروبار شزوع کړي. هم هغه وه چې رابرټ د نوښار او ورپسې په ۱۹۲۴ م کې د پیښور هټۍ جوړه کړه. په ۱۹۳۵ م کې د کوټې په زلزله کې د ګوډین کاروبار تاواني او هغه هټۍ بنده شوه. خو د باجو ریکارډ ( ککوړي) د ټیکنالوجي سره، ګوډین کاروبار بدل شو. یو وخت په پیښور کې د انګریزي موسیقۍ نوې ریکارډ به په ګوډین هټۍ کې خلکو اوریدو.
رابرټ انتوني ګوډین په ۱۹۲۷ م کې ایویلین پېټریشیا سره واده وکړو چې په پیښور کې يې ټولنیز کارونه کول. د ۱۹۴۰ م په لسیزه کې هغې د میوزیم شا ته د ښځو لپاره یو تفریحي (پرده پارک) جوړولو له هلې ځلې وکړې. په ۱۹۷۳ م کې حکومت ورته په درناوۍ میډل ( تمغه قائد اعظم) ورکړو. ګوډین او میرمن يې په پیښور کې خښ دي. له دوی وروسته هم د ټبر نورو خلکو هم هلته ژوند کوو. په ۲۰۰۹ م کې د نورو سره سره د ګوډین هټۍ هم خرڅه شوه او په ځای يې نوي دکانونه جوړ شول.
په ۲۰۱۳ م کې د سیلیان کشر ورور البرټ او د هغه میرمن “کلېر” د صدر په کلیسا کې ” د پیښور ګوډین” یادګاري تخته نصب کړه او کاناډا ته لاړل.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو
د خپریدو نېټه- ۷ جون ۲۰۱۷ م
محترمې ، قدرمندې او ګرانې صفیه حلیم ته درناوی
ستاسو لیکنې او نور فرهنګي کارونو زه تل د افغان ولس د تاریخ او فرهنګ زده کړې ته هڅه ولی یم. ستاسو له لیکنو مې زده کړه کړیده او خوند مې ترې اخیستی دی.
تاسو ته په ټولو چارو ګې لا زیاته هوسیله او بریا غواړم
اشرف ترکی