پټکی

Patkai

پتکی، پګړۍ، لونګۍ، دستار،
په عربي کې “عمامه” فارسي کې “دولبند” او انګريزي کې “ټربن” نومېږي.
د سړو د لباس دا برخه د انساني تمدن په کوم پړاو کې دود شوه، څوک نشي وئیلې. خو دې تر ټولو زړې بيلګې د مصر په اهرامونو کې د انځورونو نه راپاتې دی. یو روایت دی چې د لومړي ميلادي پېړۍ د ترکي يو باچا د خپل خر په شان غوږونو د پټولو لپاره په سر د کاسني رنګ وريښمو پټکی و تړلو. په بازنطيني نقشونو او انځورونو کې هم د ځينو باچاهانو په سر پټکی ښکاري.
په هند کې پګړۍ د هرې موقع په مناسبت خپل رنګ لري. ژیړ رنګ د مېړانې، شهادت او د جنګ ګټلو، سپین د مړینې په موقع او د ګلابي رنګ پټکی د واده او نورې خوشالۍ په موقع په سروي. سیکان خپل پټکی د
وار د رامداد د پګړۍ تېر شو
نور مومندان دې پګړۍ نه په سروینه

لونګۍ دې واغوسته ویده شوې
پر ذړه دې نشته د یارۍ سوي داغونه
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۷ جون ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *