بي بی حلیمه او د امیر عبد الرحمن وروستې میرمن وه. امیر د خپل ژوند په وروستیو کې د هغې په اړه وئیل، “اوس په افغانستان یو کس د حکومت جوګه دی اوهغه دا ښځه ده.”
د دې نازولې لقب ملکه سلطان، د امیر دوست محمد خان د لور شمس جهان او د میرعتیق الله لور وه. د شمس جهان پلار سردار محمد یوسف خان د عبد الرحمن تره و. په ۲۲ نومبر ۱۸۷۷ م عبد الرحمن د بي بي حلیمې سره نکاح وتړلو چې انتظام يې شمس جهان په کور کې وشو. بل کال ته امیرد تاشکند نه خپله (ازبک) میرمنه او زامن حبیب الله او نصرالله هم افغانستان ته راوبلل.
د ارګ په ماڼۍ کې امیرعبدالرحمن بي بي حلیمې ته بېل کورجوړکړې و او په خپل ټبر کې يې تر ټولو زیات باور په هغې کوو. ملکه سلطان په ولس کې، “ملکه ببو جان” په لقب هم مشهوره وه.
” په ۱۵ ستمبر ۱۸۸۹ م د بي بي حلیمې زوی محمد عمر او په ترکستان کې د امیر د یوې بلې میرمنې زوی غلام علي وزیږېدل. بي بي حلیمې خپل زوی ډېر مودب وروزلو. د دې دوېم زوی شمس الدین خان په وړوکوالي مړ شوې و. امیر خپل سوانح کې لیکي، “محمد عمر، کمزورې دی او کابل کې اوسی- کله کله د خپل مشر ورور حبیب الله دربار ته ورځي. هم هغسې چې د یو کشر ورور حق وي، د دربار په دود ورسره چلند کېږي.”
امیرعبد الرحمان د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د بندونو په درد (روماټزم) اخته و او د حکومتي کارونو په وخت به کله کله پرتخت سملاستو. د ده مشر زوی حبیب الله د ده ځای ناستې ټاکل شوې و خو بي بي حلیمه هم د پردې تر شا فعاله وه. خلکو به د هغې په واسطه امیر ته خپلې غوښتنې وراستولې. امیر عبدالرحمن په سرکاري دفترونو کې د چارو لپاره، لمرخاته نه تر ماښام وخت وټاکلو. افغانان هغه وخت د دومره کار سره عادت نه وو نو د دې فیصلې خلاف یوه عرضي يې ولیکله او د شهزاده محمد عمر د “سنت” په ورځ يې ملکه ببو جان ته یوړه.
شهزاده نصر الله هم د بي بي حلیمې ډېر درناوی کوو. د انګلستان د سفر نه بېرته راغلو نو په وروستي پړاو کې کابل نه بهر ایسار شو. محمد عمر او نور شهزادګان د ده هر کلي ته ورواستول شول. نصرالله د دوی لپاره د شپې ” آتشبازي” تماشه جوړه کړه.
د هند ځینې استادان او ژباړونکي هغه وخت د امیر په دربار کې موجود وو. د ډاکټرعبد الغني چې وروسته د مشروطیت د غړي په تور ۱۱ کاله بندي و، په اړه وېل کیده چې هغه ملکه سلطان ته نږدې و.
په ۱۹۰۱ م د اکتوبر په لومړۍ نیټه، د امیر له مړینې سره امیر حبیب الله خان ملکه سلطان ارګ نه د دېه افغانان “ګلستان سرای” ماڼۍ ته ډېرپه درناوي واستوله. خو د ماڼۍ ټولې دروازې يې په خښتو بندې کړې او په لویه دروازه د امیر پهره داران ولاړ وو. د ملکه سلطان ټول باوري ملازمان ترې واخستل او په ځای يې د امیر له خوا خدمتګاران ورته وټاکل. دوی به د هغې هرفعالیت راپورامیر ته ورکوو. هغه وخت یوه انګرېز ډاکټره “میرمن ډېلي” د شاهي حرم د ښځو او ماشومانو درملنې لپاره ساتل شوې وه. نوي امیر هغې ته امر وکړو چې نه به ملکه سلطانه کور ته ورځي او نه به ورسره څه اړیکې ساتي. امیر حبیب الله په دې وېره و چې هسې نه، ملکه سلطان د هغې په لاس برطانوي حکومت ته د خپل ۱۲ کلن زوی د حق لپاره لیک ورواستوي.
بی بي حلیمه د امیر له مړینې وروسته د ټبر نورو میرمنو سره اړیکې ساتلې وې او په میلمستیاو کې يې ګډون هم کوو. د شاهي حرم د ښځو یوه “تماشه” ایني تارنټن او ډاکټرې براون هم ولیده. د ساز او موسیقي نه وروسته ښځو چای څښلې او بي بي حلیمې پر یو تخت د ماښام مونځ کوو. څو کاله وروسته کله چې محمد عمر د ۱۹ کالو شو نو ملکه سلطان ورته دوه جینکۍ ور واده کړې. د دې د پاتې ژوند او د مړینې په اړه معلومات نشته.
د کابل خیر خانې بي بي مریم لیسه یو وخت د “ببوجاني” مکتب په نوم شهرت لرلو. د ارګ سره جوخت یوه ماڼې هم د “شاه بوبو جان” نوم لري چې اوس پکې یو نندارتون جوړ دی. دلته یوه لوحه ښايی چې دا بوبو جان د امیر امان الله خان خور وه.
صفیه حلیم
سرچینې
۱. تزک عبد الرحمانی- دتاج التواریخ اردو ژباړه. پروفیسر عزیز محمد بګټی.شاد پبلیکیشنز کوټه. ۲۰۰۶ م ۱۳۳ مخ.
۲.د افغانستان د مطلق العنان امیر په لاس کې. فرینک.ای.مارټین ۱۸۹۶ م. بیا چاپ وینګارډ خپرونې. لاهور. ۱۹۹۸ م.
1. Leaves from an Afghan Scrap Book. Earnest and Annie Thornton. John Murray London Albemarle Street. W. 1910.
د خپریدو نېټه- ۹ جولای ۲۰۱۷ م