د غرمې ډوډۍ په وخت مور به مې په شکور کې پروت دسترخوان او پېسې راکړل او زه به د کوڅې نه بهر نانوایی (تنور) ته په منډه شوم.
دسترخوان د ۱ مربع میټر د “سان” ټوټه، چې ورباندې سور رنګ ټاکې او هم هغسې سره حاشیه وه. د نانوایی مخ ته به هر ماشوم خپل ژیړ، سره او نسواري دسترخوان سره ولاړ و. په چیغه به مو نانوایی ته د ډوډۍ شمېره ووېله او هغه به تودې ډوډۍ پکې تاو کړې. دغه دسترخوان ته به غوټه نه ورکوله ځکه بیا به ګرمه ډوډۍ به پکې کږه شوه.
بیا ډک دسترخوان به مو په منډه کور ته ځغلوو چې ډوډۍ یخې نشي. ځینو ماشومانو ته به میاندو پيسې د دسترخوان په پیڅکي پورې تړلې وې او نانوایی به په حساب ډوډۍ ورته تاو کړې.
د ډوډۍ خوړلو لپاره یو بل لوی دسترخوان و چې د پاسه به مو لاوڼ،چټني، سلاد او ماسته اېښي وو. په سور وړوکي دستر خوان کې به مې مور د غرمې پاتې ډوډۍ تاو کړه چې ماځیګر به مو د چایو سره خوړه. د ماښام زما ورور هم هغه دسترخوان کې نوره تازه ډوډۍ له نانوایی راوړه. خو سهار به بیا دسترخوان زما پلار یوړو او اوږدې ډوډۍ به يې پکې راوړې. دغو ډوډیو د پاسه به خشخاش، کونځلې، کاږه او کلونجي (سیاه دانه) وهل شوې وو.
کله د جمعې په ورځ به مې مور په تبخي پراټې پخې کړې او په هم دغه دسترخوان به يې په شکور کې کیښودې چې غوړ به پکې جذب شول.
دا به دومره پاک ساتل کیدو چې د نورو جامو سره به يې هم نه وینځلو. د ډوډۍ نه علاوه بل هیڅ شي لپاره يې نه کاروو. چا به دسترخوان په سر نشو ایښودې او پښې ایښودل خو بیخي کفر و. د یوې میرمنې سلیقه به د هغې له دستر خوان کېده. زما مور به تل د میلمنو لپاره نوې دسترخوان راویستلو.
په ودونو کې دسترخوان ۱ میټر پلن او ۳ یا ۴ میټر اوږد و چې ۱۲ کسان به ترې چاپېره کیناستل. د ډوډۍ پخوونکو (دیګیانو) خپل ژیړ دسترخوانونه لرل چې په حاشیو کې به يې فارسي یا اردو شعرونه هم لیکلي وو. په دسترخوان به تل چاپه (چوب کاری) جیومیټري ډیزاین جوړ و. ځینو به خپل چاپه شوي دسترخوان جوړول.
د مرکزي ایشیا، ایران او افغانستان کې هغه ځای چې خلک د ډوډۍ لپاره کینی، دسترخوان نومېږي. په ترکي او عربی کې دا ” سوفره” وي. په پښتو کې، “زما په دسترخوان لوی شو” یا ” لوی دسترخوان” یا ” د چا په دسترخوان توکل” محاورې د یو تمدن څرک ښايي.
اوس د پلاسټیک څادر ته خلک دسترخوان وایی. په زمکه د ډوډۍ رواج په ختمیدو دی او د دسترخوان ځای میز نیولې دی. نانواي د پلاسټیک په خلتو یا زاړه اخبار کې درله ډوډۍ درکوي. دسترخوان هم الونیا شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۷ جولای ۲۰۱۷ م