په دودیزه توګه د شړشمو تخم نه غوړ(تيل) د زبېښلو وروسته پاتې مواد، کنجاړه یا “کهلۍ” نومېږي. کله چې د جوميا، بنوله، السي، نمرګل، ذیتون او د بادامو نه د غوړو ایستل پېل شول نو د هغې پاتې شونې هم کنجاړه نومېده، لکه د بادامو کنجاړه یا د ذیتونو کنجاړه.
د شلمې پېړۍ په وروستيو کې د نمرګل له زړي ډېرغوړ ایستل کېږي نو ځکه د نمر ګل کنجاړه اوس په بازار کې زيات موندلې شي. په کنجاړه کې پروټين، غوړ او حياتين وي نو ځکه څاروي ته توان ورکوي. د ژمي په موسم کې شنه واښه لږ وي او د څاروو مړول د کروندګرو لپاره یوه ستونزه وي. د دې لپاره په وچو واښو کې کنجاړه ورګډه کړه. سره له دې چې د دې له تخم غوړ ويستل شوي وي خو بيا هم دومره غوړ لري چې څاروي پرې توان اخستی شي. غوا مېښې د کنجاړې په خوړلو ژمي کې هم پۍ (شوده) ورکوي.
په هند او نوروملکونو کې اوس دغه کنجاړه د مخ د کریمونو او صابون جوړولو لپاره کاروي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۹ اګست ۲۰۱۷ م