سکواش او پښتانه

roshan azam and hashim khan
ربړین بال (توپ) به وشلېدو نو مور له به مې یوړو. هغې به وګنډلو او بیا به يې ووېل،” دومره په زور بال مه وهه چې وشلېږي.” ما به بیا ډېرسست لاس سره بال د لوبغالي په دېوال وهلو. د کوټې قمر زمان دغه سست لاس، ” ډراپ شاټ” د سکواش په لوبه کې مشهور ټیکنیک دی. قمرزمان دی په ۱۹۷۵ م کې د برطانوي سکواش اتل شو.
په ۲۰ پېړۍ کې د پيښور نوي کلي کې د سکواش د لوبې ۷ پښتانه نړۍ وال اتلان وزیږیدل. لومړی هاشم خان په ۱۹۱۶ م کې دلته سترګې وغړولې. ۸ کلن ماشوم د پلار سره پلارکلي شا ته د انګریزانو کلب ته ورتلو چې دی پکې خدمتي و. هاشم خان به هلته د لوبغالي نه بهرغورځيدلې بالونه انګریز لوبغاړو ته په منډه راوړو. دی د ۱۱ کالو و چې پلار يې مړ شو. هاشم خان سبق پریښودو او د سکواش لوبغالې جارو کولو لپاره انګریزانو نه د ورځې ۴ آنې (د روپۍ څلورمه برخه) ګټلې. د افسرانو د لوبې نه وروسته هاشم او د نوي کلي نورو ماشومانو به په شلیدلو بالونو او ماتو ریکټونو لوبه کوله.
هاشم خان په لوبه کې دومره تکړه شو چې په ۱۹۴۲ م کې د هوای ځواک د افسرانو کوچ وټاکل شو. په ۱۹۴۴ م کې ده په بمبۍ کې د ټول هند سکواش لوبه وګټله او په ۱۹۴۹ م کې د پاکستان اتل شو. د ده یو تربورعبد الباری د ویش نه وروسته په هند کې پاتې شو او د هغه ملک اتل شو.
په ۱۹۵۱ م کې کله چې د برطانوي اتلوالۍ ته لاړو نو په لومړي ځل يې د سکواش د لوبې مخصوص بوټان په پښو کړل. په ۹ اپریل ۱۹۵۱ م د نوي کلي هاشم خان د مصر محمود الکریم ته په ماتې ورکولو د سکواش برطانوي اتلوالۍ لوبه وګټله. دی ۶ ځلې د دغې لوبې اتل شو او ۷ کاله وروسته د ده تربور روشن خان د ده ځای ونیولو. هاشم خان درې ځلې د امریکه او درې ځلې د کاناډا سکواش اتلوالۍ هم وګټلې.
دده کشر وروراعظم خان په ۱۹۵۴ او ۵۵ م کې نړۍ وال سکواش ته ووتلو او د تره زوی روشن خان ۵۶ م کې مشهور شو. روشن خان او نصرالله خان زامن، رحمت خان، تورسم خان او جهانګیرخان هم د سکواش لوبغاړی شول.
د نوي کلي د یو بل ټبر لوبغاړې جان شیر خان د ۱۹۷۴ م نه تر ۱۹۸۴ م ۸ ځلې نړۍ وال او ۶ وارې د برطانوي لوبو اتل شو. د ده پلار په پیښور هواي میدان د یو ګودام څوکیدار و. جان شیر د”کنګ خان” په نوم شهرت لرلو. ده د خپل ورور محب الله نه لوبه زده کړې وه چې په ۱۹۷۵ او ۷۶ م کې د نړۍ دویم اتل و.
په ۱۹۸۲ م کې د نوي کلي جهانګیرخان د نړۍ والو لوبو ریکارډ په دې جوړ کړو چې ټول پواینټونه (نومرې) يې وګټلې. د ده کوچ رحمت خان د نړۍ ۱۲ لوبغاړې و. دغو لوبغاړو شا و خوا ۳۰ کالو کې ۳۷ نړۍ وال لوبې وګټلې. د نوي کلي خلک چې د خپل اتل له راتلو خبر شول نو هوايي میدان ته به لاړل او هغه به يې له الوتکې په اوږه کلي ته وړلو.
هاشم خان په ۱۹۶۰ م کې د امریکه په ډیټرایټ کې د سکواش کوچ مقررشو. ده د خپل ټبرسره کډه وکړه او لس کاله وروسته “کولوراډو” کې د ډینورکلب کوچ شو. ده د ۹۰ کلن پورې لوبه کوله. د پاکستان د هوای ځواک د ده په نوم پیښور کې هاشم خان سکواش کمپلیکس جوړ کړو.
په پاکستان کې د سکواش د فیډرسیون جوړیدو سره د لوبې زوال پېل شو. د نوکرۍ او د تنخواه لپاره کارکوونکي د سکواش له لوبې خبر نه وو. د لوبغاړو په انتخاب کې ماماخیلي او سیاست داخل شو. د پېړۍ ترپای د نوي کلي نه بل اتل را ونه وتلو.
نوي کلي کې اوس ۱۸۰۰۰ خلک اوسېږي. نه پکې د سکواش لوبغالې شته، نه د دې اتلانو نمانځنه او نه يې چا یادګار جوړ کړو. خو د کلي ټولو لوبغاړو په میلینونو روپۍ وګټلې. آیا د نورو لوبغاړو تشویق لپاره يې څه وکړل ؟ په پښتونخوا کې د ۵۰۰ شا و خوا ښځې او سړي لوبغاړي موجود دي خو یواځې ۱۹ د حکومت له خوا د لوبې چانس اخلي.
د سکواش لوبه د لندن په هېرو سکول کې په لومړي ځل وشوه. د ټینس زاړه ریکټونه به يې کارول او دوو لوبغاړو به د یو دېوال سره د ربړ پنډوس (توپ) وهلو. دا غریبانه لوبه اوس ځینو پښتنو په بهر ملکونو کې راټینګه کړې ده چې شاهد زمان، منصور زمان، عامراطلس خان او ماریه تور پیکۍ د یاد وړدي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۶ اګست ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *