ولایت او ولایتي

Wilayat
د ولایت عربی تورې په ” ولا” کې ریښې لري. مانا يې واک، سرپرستي څارنه او حاکمیت دی. والي هغه څوک چې واک یا اختیار لري. په تصوف او شیعه فرقې کې د ولایت څو درجې او ډولونه دي.
د عثماني سلطنت ټولې صوبې به د ایالت په نوم یادېدې، لکه د پارس یا د خراسان ایالت. وروسته دوی د عربي “ولایته” د یو انتظامي سیمې لپاره کاروو چې مانا يې حکومتي صوبه یا سیمه وه. د ترکي مسلمانانو د حیدر اباد حاکمانو سره خېښي وکړه نو په هندي او اردو ژبو کې هر بهرنی ملک “ولایت” شو.
په ۱۸ میلادي پېړۍ کې انګریز تاجرانو د بنګال په ساحل تجارت پېل کړو نو هلته خلکو ورته “بلایتي” یا ولایتي ویل. بیا په ټول هند کې اروپایان “ولایتي” شول. د انګلستان جوړ شیانو ته به يې ولایتي ویل، ولایتي صابون، ولایتي جامې او دغسې نور. بیا دا نوم صفت شو او د ښه کیفیت توکي به يې ولایتي بلل. پښتنو “ولېت” د انګلستان یا برطانيې لپاره کاروو. فلانې ولېت ته لاړو.
په ۱۹ میلادي پېړۍ کې انګریزانو ولیکل چې افغانستان پخپلو ګاونډي ملکونو کې د “ولایت” په نوم پېژندل کېږي. خو پخپله افغانستان کې د صوبو لپاره”ولایت” نوم کارېږي.
په زړه پورې خبره دا وه چې انګریز د خپل لوی سلطنت هر غیر برطانوي کس “بلایټي” بللو. په لومړي نړۍ وال جنګ کې برطانوي پوځیانو لپاره به د ” بلایټي” نوم د مینې په توګه کاریدو. پوځیانو به پخپله هم یو “بلایټي زخم” غوښتو چې له کبله يې بیرته وطن ته لاړ شي. وايی چې ځینو پوځیانو به ځان پخپله ټپي کړو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۲ ستمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *