د بنګال قحطۍ

Famin-1943
د هند لویه وچه د ۳ ق م نه تر اتلسمې میلادي پېړۍ ۱۷ ځلې د وچکالي یا سیلابونو له کبله په قحطۍ وزپل شوه. په هم دغه خاوره د برطانيې په ۱۲۰ کلن حکومت کې ۳۱ ځلې قحطي راغله. په وروستي ځل ۱۹۴۳ م کې ۴ میلینه انسانان په بنګال او بهار کې د ولوږې د لاسه مړه شول.
د بنګال ۸۸ فیصده زمکه کې کرونده کېږي ځکه خاوره يې نرمه او اوبه پکې ډېرې وي. خلک په ۷۵ فی صد زمکه کې وریژې کري او په کال کې ۳ ځلې حاصل اخلي. امن- په مې جون کې شولې کري او نومبر، دسمبر کې رېبي چې د ټول حاصل ۷۰ فی صده وي. اوس- په اپریل کې کري او اګست ستمبر کۍ ریبي. د ټول حاصل ۲۰ فی صده وي. بوړو- نومبر کې کري او فروري مارچ کې يې ریبي چې ۱۰ فی صده حاصل وي.
خو د بنګال په سیندونو کې هرکال سیلابونه راځي. کله کله په سمندري طوفان او سختو بارانونو فصل زپل کېږي. خو د سیمې کروند ګرځان تیار ساتي او یو کال چې فصل ښه وي نو د بل کال لپاره خومبې ډکې کړي.
په ۱۷۶۸ م کې د وریژو فصل ښه و خو په بنګال کې ایسټ انډیا کمپنې د زیاتې ګټې لپاره په کروندګرو د مالیې شرح غبرګه کړه. په ۱۷۶۹ م کې وچ کالي وه. ځای خلکو کمپنۍ ته د دې خبردارې ورکړو خو دوی بیا هم مالیه د ۱۰ في صد نه ۵۰ فی صد زیاته کړه چې د خواړو بیه هم ورسره وختله. د ۱۷۷۰ م اپریل میاشت کې د قحطۍ سره سره چیچک (ننکو) وبا هم خپره شوه. یواځې په مرشد اباد کې ۶۳ زره خلک په دې وبا مړه شول. د بنګال قحطي بهار، اړیسه، جهاړکهنډ او آسام ته هم خپره شوه خو کمپنۍ غوښتل چې د وریژو او غنمو په ځای خلک دې اپیم وکري. دا اپیم د چین لپاره وو چې هلته خلک په نشو روږدې شی او د چایو بازارهم پخپل لاس کې کړي. د وریژو په زیرمه کولو يې هم بندیز ولګوو. په ۱۷۷۱ م د کمپنۍ ګټه چې پینځه کاله پخوا ۱۵ میلینه وه اوس ۳۰ میلینه شوه چې تر ټولو کلونو زیاته وه.
په بنګال کې د ولوږې د لاسه هره ورځ د زرګونو خلکو د مړینې خبرونه راتلل. په ۱۷۷۲ م کې د هند لومړی انګریز ګورنرجنرل وارن هیسټنګز رپورټ ورکړو چې د دغې سیمې درېمه برخه نفوس په قحطۍ ووژل شول چې شا و خوا ۱۰ میلینه خلک وو. د هغې قحطۍ اغیزې تر ۱۹ میلادي پېړۍ هم په هند کې لیدل کیدې.
په ۱۹۰۱ م کې بنګال د ۴۲ میلینو وګړو وطن و چې په ۱۹۴۱ م کې ۶۰ میلین شول. د نفوسو د زیاتېدو سره د خواړه ټولو ته نه رسېدل. له دې سیمې وریژې نورو ځایونو ته د وړلو په ځای ورته د بهر نه راتلل. په ۱۹۳۹ م کې یورپ د دوېم نړۍ وال جنګ په مخه واخیستو. انګریزانو د وریژو په زیرمه کولو بندیز او بیه يې پخپله وټاکله. په دې توربازار جوړ شو او حکومت مجبوره شو چې کنټرول ختم کړي. بیا هر چا د یو بل سره په سیالۍ کې وریژې د سرو زرو په بیه خرڅولې.

په ۱۹۴۲ م کې د بنګال د وریژو حاصل ډېر وشو خو بل کال طوفاني سیلۍ (سایکلون) هر څه ویجاړ کړل. د هند خارجه وزیر ” لیوپولډ امرې” او د هوای ځواک مشر “آرچي بالډ ویول” قحطۍ زپلو ته د خوراکي توکو د وراستولو لارې چارې لټولې خو وزیر اعظم چرچل يې مخه نیوله. د ده وینا وه چې “بنګالیان لکه د خرګوش (سوی) ډېر بچي پیدا کوي.” ځکه خواړه ورته مه ورکوئ. ان تردې چې د د وریژو هغه زیرمې چې یورپ او برطانيې ته يې وراستولې په بندر کې يې تباه کړل چې جاپانیان ترې خبر نشي. د بنګال په ځای خواړه یونان او یوګوسلاویه ته يې ورواستول. د آسټریلیا نه د غلې ډکې بېړۍ د بنګال د ساحل نه میډیټرینیا کې بلقان ته تلل. برطانیې د امریکا او کینیډا له خوا د مرستې وړاندیز هم رد کړو.
د هند حکومت څه نا څه مرسته بنګال ته ورلیږله چې پکې تیارخواړه، کروند ګرو ته تخم ویشل او قرض ورکول وو. د بنګال صوبې حکومت نه د قحطۍ سرکاري اعلان وکړو او نه يې دا منل. یوې خوا ته خلک د ولوږې مړه کېدل او له بلې خوا تاجرانو غله پټه کړې او په تور بازار کۍ په لوړه بیه خرڅوله. د وریژو نه علاوه د خاورو تیل سکاره، اورلګیت هم نه وو چې خلکو ورباندې پخلې کړی وای.
په ۱۹۴۳ م کې د بنګال ” دربهیګو” یاني قحطۍ مثالي شوه.
په اکتوبر ۱۹۴۳ م کې پوځ د دې سیمې کنټرول پخپل لاس کې واخستو. په هغه کال دسمبر کې د وریژو فصل ښه وشو او د خلکو د مړینې کچ راټیټ شو. خو په ۱۹۴۴ م کې د هیضه (کولرا)، ملیریا، چیچک، توره تبه (لشمانیه) او د نس ناستې له کبله په لکونو نور خلک مړه شول.
دوېم نړۍ وال جنګ په بریاو کې د میلینونو بنګالیانو قاتل “چرچل” د یو اتل په توګه ولمانځل شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۶ ستمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *