صندلي د فارسي تورې چې مانا يې کرسۍ یا چوکۍ وي.
په ژمي کې د یخو سیمو د خلکو لپاره ځان تود ساتل تر هر څه مهم وي. پخوا د سوند لپاره لرګی او سکاره به پکار راتلل. په کورونو کې به يې تاوخانې جوړولې چې پکې پخلی کیدو او بره کوټه به يې هم تودولې شوه. خو ټوله شپه د اور بلولو توان به د هر چا په وس نه وه پوره.
ښایی د صندلۍ سیسټم هم یوې ښځې شروع کړې وي. د څلورو پایو لرګین ټیټ میز د پاسه به يې نرۍ بړستنه هواره کړه. د میز لاندې به يې څو دانې سرې سکروټې په منقل (منکر) کې کیښودې او بیا چاپېره ترې د بړستنې لاندې د کور غړي کیناستل. د برستنې په پوښ به سکروټې ژر نه ایره کېدې او انساني حرارت به هم نه ضایع کیدو. په دې توګه صندلي به تر ډېره وخته ګرمه وه. په یو وخت کې ډېر خلک پکې ځایدل نو ځکه د ماشومانو د تودولو یوه اسانه او ارزانه لاره وه.
صندلي به زیات تر ماښام وخت کې تیاره شوه او ټول به هم هلته پکې ویده شول. په سختې یخنۍ، واورو او یا د ژمي په بارانونو کې خلک د ورځې به هم په صندلي کې ناست وو. په شته منو کورنیو کې د صندلي ځانګړې میز او یوه ځانګړې یوه لویه بړستنه ورته جوړېده. د میز د پاسه به چایی او وچه میوه پرته وه.
په صندلي کې لوی خطر د سکارو ګیس (کاربن مونو اوکسایډ) و. د دې نه علاوه کله کله په بړستنې او یا په لرګین میز اور ولګیدو او د شپې به يې خلک وسیزل.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۰ ستمبر ۲۰۱۷ م