ته ژړا فرياد کړې د شهۍ له تورو زلفو
ته ورځې پخپله دې تور مار لره کنه
خوشال خټک په څیر ځینو نورو شاعرانو هم خپله معشوقه “شهۍ” بللې ده. خو په ۱۵۸۳ م کې د ټوپې (صوابۍ) اوسېدونکې یوسفزۍ شهۍ خیالي معشوقه نا بلکه د حیات خان لور وه.
د اباسین په ختیځه غاړه “چچ” کې د دلزاک قام یو ځوان توردل د خپلې میړانې لپاره دومره مشهور و چې په ولسی سندرو کې به ستایل کېدو.
شهۍ یوه ورځ د ملګرو په مجلس کې د توردلي نوم واورېدو. جینکو د یو بل سره ملنډې وهلې چې څوک به د دې ځوان سره ودېږي. روایت دی چې شهۍ د هغه په اړه دومره تلوسه پېدا کړه چې یوه ورځ يې په خوب کې توردلی ولیدو. له هغې وروسته دا ناروغه شوه خو څوک يې په درملنه نه پوهېدل. اخر یوې ملګړې د دې د زړه حال معلوم کړو او مور پلار ته يې ووېل. هغوی حیرانه شول خو بیا يې یوې زړې ښځې له پېسې ورکړې چې دا چچ ته لاړه شي او د تور دل خبر ورته راوړي. هغه ښځه د ټوپۍ نه روانه شوه او دلزاکو نه يې خبر راوړو چې تور دلی خو پخوا راهیسې دوه میرمنې لري. حیات خان او میرمنه يې خواشینې شول او د لور د پوهیولو کوشش يې وکړو. خو هغې خپل ژوند د توردلي سره غوښتو. پلار يې مجبور شو او توردلي يې خپلې حجرې ته وروبللو.
توردل په کشتۍ کې د اباسین نه پورې ټوپۍ ته ورغلو او حیات خان ورته درناوی وکړو. د شهۍ تربوران خبرشول نو د دې رشتې مخالفت يې وکړو. د حیات خان یو وراره ورله پیغور ورکړو چې دلزاک له یوسفزو ټیټ وو. خو د حیات خان وریرونو شهۍ او د هغې ټوله زمکه خپله ګڼله. پردیو کې د واده مانا دا وه چې د حیات خان د زمکې وارث به بل څوک وي. په حیات خان خپله لور ګرانه وه او د هغې په خوښه يې توردل ته شهۍ ورواده کړه. حیات خان په سیمه کې ځواکمن و نو له ویرې چا ورته څه و نه وېل.
د واده په شپه توردل د خپلې حجرې نه کور ته ورغلو. شهۍ ناوې شوې او دود سره سم مخ پټ په چپرکټ ناسته وه. توردل ډېر په ارمان د شهۍ په مخ پلو ته لاس کړو خو هغه وخت شهۍ ډېر له نازه ورته ووېل، ” د اکبر باچا د راڼۍ امېل خو دې راته نه دی راوړې چې داسې په ډاډ زما له مخ پلو اخلې.”
توردلی د هغې خبره ریښتیا وګڼله او د چپر کټ نه پاسیدو. ورته يې ووېل چې تر څو مې درته هغه امېل نه وي راوړي، پلو دې نه اوچتوم.
شهۍ ورته په زاریو شوه چې ټوکه مې وکړه. خو د ټوکې نه بوکه جوړه شوه او توردل له کوټې ووتلو. د واده شپه شهۍ په ژړا او سلګو واړوله او سهار خبره شوه چې تور دلی د اټک کلا ته تللې و.
د اټک کلا مغل باچا اکبر نوې جوړه کړې وه چې په منځ کې يې یوه ښکلې ماڼۍ لرله. په دغې ماڼۍ کې د ده د ټبر ښځې او خدمتګارانې مېشت وې. توردل یوه شپه د سیند له خوا د کلا په لوړ دېوال کمند واچوو. کمند د اوږد پړي سره تړلې د اوسپنې پنجه وي. هغه د دې پړي سره ځوړند بره وختلو او په تیاره کې شاهي حرم ته يې لاره وموندله. هلته د باچا د لور یا د ملکې له کوټې يې یو قیمتي امېل واخیستو او بیرته د کلا هغې برخې ته ورسېدو چې کمند يې ورباندې پریښې و. هم هلته د شاهي پوځ سپایانو ونیولو او دی يې قید کړو.
شهۍ ته چې خبر ورسېدو نو ځان له يې ویښته شوکول. بیا يې هوډ وکړو چې یا خو به خپل مېړه له بنده را خلاصوي او یا به ځان وژني. دا په پښو د اټک کلا ته روانه شوه. د اکوړي په مېرو کې د یو جوګي نیت ورته بد شو خو شهۍ ورته ګواښ وکړو چې د دې مېړه توردل خبر شو نو ژوندی به يې نه پرېږدي.
بیا یو سوداګر ورله مخې ته راغې او د شهۍ کیسه يې واورېده نو ډاډ يې ورکړو چې هغه به باچا ته د دې د مېړه د خلاصون سفارش وکړي. د سوداګر میرمنې د شهۍ ساتنه وکړه او په بله ورځ دوی د اټک کلا ته لاړل.
اخوا د شاهي امېل د ورکېدو خبرملکې ته هم ورسېدو او ورسره د توردل کیسه هم خپره شوه چې د خپلې مینې په ننګونه يې دا کار کړې و. وایی چې ملکه پخپله د توردل لیدو ته بندی خانې ته ورغله او دی يې نه یواځې ورخوشې کړو بلکه کله چې شهۍ د سوداګر سره راغله نو هغه امېل يې هم ورله ورکړو.
تور دل او شهۍ د باچا له خوا هم ونازول شول او دواړه د خوشالو سره بیرته خپل کلی ته روان شول. خو د دې داستان انجام بیا هم خوشاله نه و. توردل او شهۍ په لاره د اکوړي سره نږدې لیوانو وخوړل. سهار د دوی مړي وموندل شول او څنګ تر څنګ يې خښ کړل.
د توردل او شهۍ قبرونه اوس هم په اکوړي کې د مصري بانډې بازار شا ته په کلی کې شته.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۴ ستمبر ۲۰۱۷ م