افغان کلیسا

Afghan-Church,_Bombay-FV
د بمبۍ په جنوب کې د کولابه سیمې یوه پخوانۍ کلیسا ” افغان چرچ” د هندي-انګریز نژاده خلکو عبادت ځای دی. د کلیسا خپل نوم د “سینټ جان چرچ” دی خو څوک يې په دې نوم نه پيژني. افغانستان سره د دې کلیسا څه تړون دی؟
دغه سیمه د سمندر په غاړه ده او په ۱۹ میلادي پېړۍ کې د زخمي انګریز پوځیانو لپاره بنګلې او ورسره د لرګي یو ه وړه کلیسا لرله. د دې د بوساړې چت لاندې کیناستو لپاره چوکۍ نه وې او عبادت کوونکو به د خپل ځان سره کرسۍ راوړې. وروسته انګریزانو دغه زمکه د کلیسا د پاره واخیسته چې مناره به يې په بندرګاه کې د بحري بېړیو لپاره یوه نښه وای.
په ۱۸۴۰ م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ مشر پادري “جورج پیګټ” د کلیسا پلان جوړ کړو او لا پېسې ورته نه وې منل شوې چې په ۱۸۴۲ م کې د کابل نه د انګریز پوځ د ماتې خبر را ورسېدو. زیات تره عسکر د ایست انډیا کمپنۍ د بمبۍ پوځ نه وو چې کلیسا ته نږدې يې چاوڼۍ وه.
هم هغه وخت د کلیسا جوړولو کار ګړندی شو او په مارچ ۱۸۴۳ م کې پیګټ د اکسفورډ پوهنتون د ارکیټیک او تاریخ ټولنې ته د دې کلیسا د نقشې خواست وکړو. یو انګریز مهندس جان میکډف ډېریک له خوا جوړه نقشه يې هند ته ورواستوله. خو په ۱۸۴۵ م کې ایسټ انډیا شرکت اعتراض وکړو چې نقشه د هند لپاره مناسبه نه وه او ورباندې ډېر لګښت راتلو. د دوو کالو د ناندریو نه وروسته اخر په ۱۸۴۷ م کې د کلیسا نوې نقشه منظور شوه او په ۴ دسمبر ۱۸۴۷ م کې د بمبې ګورنر جورج رسل کلارک د دې بنسټیزه تیږه کیښوده.
د شګلن بسالټ او د چونې له تیږې يې دېوالونه وخیژول. په لوی هال(تالار) کې محرابونه او د قربان ګاه د پاسه کړکیو شیشې يې رنګینې دي چې په انګلستان کې جوړ او بیا په بېړۍ کې يې بمبې ته راوړل. په دغو شیشو د انجیل داستانونه انځور دي.
د بمبۍ یو زردشتي مهندس د کلیسا دېوالونه او چت په ډول ډول ګلونو او نقشو ښایسته کړل او په ۷ جنوری ۱۸۵۸ م کې دلته په لومړي ځل عبادت وشو. د منبر او قربان ګاه سره په یوه مرمرینه تخته دا الفاظ کنده شول.
” دا کلیسا د هغو افسرانو، غیر سرکاري پوځیانو اوعسکرو په یاد کې جوړه شوې ده چې نومونه يې په دېوال لیکلي دي- شمېره يې دومره ډېره ده چې ثبت يې ګران دی. دوی د خپل فرض د پوره کولو لپاره په سنده او افغانستان کې د ۱۸۳۸ م نه تر ۱۸۴۳ م یا په جنګ کې او یا د ناروغۍ د لاسه خپل ژوند د لاسه ورکړو.”
د کلیسا شا ته په افغانستان کې د وژل شویو پوځیانو د کنډک نوم او ورسره ددوی بیرغونه کیښودل شول. وروسته په دوېم افغان جنګ ( ۱۸۹۷- ۱۸۹۹) کې د وژل شویو پوځیانو نومونه هم ورسره ولیکل.
په ۱۹۰۴ م کې د انګلستان نه راوړل شوي، ۸ لوی زنګونه د دې په ۶۰ میټر لوړې منارې کې وځړول. په دوی د انجیل د ایتونو سره جان ټیلر او کمپنۍ نوم لیکلې دی چې د برطانيې د اوسپنې کارخانه وه. د سینټ جان چرچ د بمبۍ په خلکو کې د لومړۍ ورځې نه د “افغان چرچ” په نوم شهرت وموندلو. د هند له وېش وروسته کلیسا ته چا پام نه کوو او ورو ورو په رژیدو شو.
د تیرو ۲۵ کالو راهیسې د دې زنګونو نه یواځې یوه د سهار ۸ نیمو بجو د عبادت لپاره غږیدو. نورې د کارولو نه و ځکه زنګ وهلي وو. په ۲۰۰۴ م کې د هند حکومت دا کلیسا د ملي ودانۍ په توګه ژغورلې اعلان کړه او د دې د رنګینو شیشو د کړکیو د رغولو لپاره يې ۳ میلینه روپۍ ورکړې. په ۲۰۱۳ م کې په ۱۰ نومبر د برطانیې شهزاده چارلس او میرمنې يې دلته د خپلو پوځیانو د یادولو لپاره په یو دعا کې ګډون وکړو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۸ ستمبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *