د اباسین او کابل سیندونو په غاړه نوښارسره نږدې “غله ډېر” یو وړوکې کلې دی. د وېش نه وړاندې دلته هندوان او سیکان هم اوسېدل. یو هندو ټیکدارجمنا داس ۷ زامن لرل. یو زوی، هری کشن تلوار د پنجاب په ګورنر “جیفري-ډي- مرمورینسي” ډز وکړو چې د هغه محافظ پرې ووژل شو او کشن يې غرغره کړو. جمناداس ملاپ اخبار ته په مرکه کې وویل چې که اړتیا وه نو د ملک د ازادولو لپاره به خپل ټول زامن قربان کړي.
په ۱۹۳۹ م کې جرمني، روس او اطالیې لاسونه یو کړل او په پولینډ يې تیری وکړو. برطانیه د دوی په مخالفت ودرېده او وروسته نور اروپايي ملکونه هم یو شول. افغانستان په دغه جنګ کې بې طرفه و.
د جمنا داس بل زوی بهګت رام تلوار د هند کمیونسټ ګوند غړې او د انګریز مخالف مشر، سبهاش چندر بوس سره په پښو کابل ته روان شو. کله چې دواړه د پولې نه پورې ووتل نو هلته یو افغان ورسره مخ شو. هغه ترې پوښتنې پېل کړې چې د کوم ځای وو. تلوار د ځان خلاصولو لپاره ورته وویل چې د لال پورې دي. سړی پرې شکمن شو چې زه د لال پورې یم خو ما چرې هلته نه يې لیدلې. تلوار بله کیسه ورته وکړه چې د ده تره(بوس) کوڼ او ګونګی و او دوی مزار شریف ته روان وو. هغه پښتون ټینګار کوو چې د تره ژبه يې ګوري. ناچار سبهاش چندربوس ورته ژبه راوویستله او پښتون پخپلې ګوتې ورله ژبه معاینه کړه. بیا يې بهګت رام ته ووېل، په ریښتیا د تره ژبه دې کلکه ده.
کابل کې د بوس دا خیال و چې د کمیونسټ په توګه روسي سفارت ته تلل به ورته اسانه وي. دوی د انګریز جاسوسانو له ویرې د یو پټ ځای نه د سفارت د لوی دروازې څارنه کوله. یو ځل د روسي سفیر موټر په واوره کې ونښتو نو بوس او تلوار ورته نږدې شول او حال يې بیان کړو. خو روسي سفیر ورسره د مرستې نه انکار وکړو ځکه هغه فکرکوو چې ممکن انګریزانو چندربوس پخپله خوشې کړې وي چې د افغانستان او روس ترمنځ شخړه جوړه کړي.
بیا دواړو جرمني سفارت ته مخ واړوو. هغوی ورسره لوظ وکړو چې یورپ ته به يې وباسي خو دا کار يې وځنډاو. دوی نه پاسپورټ لرل او نه د سفر جواز او په دې وېره وو چې که ونیول شول نو سمدلاسه به يې انګریزانو ته وسپاري.
نری نروچکي بهګت رام کمیس پرتوګ اغوستي، قراقل په سر په ۲۲ فروري ۱۹۴۱ م اطالوي سفارت ته ورغلو. سفیر ته يې ووېل چې دی په کابل کې د سیمېن کمپنۍ دفتر الماني مشر هرټامس وراستولې و. سفیر په ټیلیفون له بلې خوا الماني سفارت نه قناعت واخیستو نو رام ورته خپل ځان د رحمت خان په نوم وپیژندلو. درې اوونۍ وروسته اطالوي سفارت چندربوس ته ډپلوماټيک اسناد جوړ کړل او دی د تاجکستان نه په اورګاډی کې ماسکو او ورپسې برلین ته لاړو.
اطالوي سفیر په دې باور و چې دوی په هند کې انګریزانو د ماتولو لپاره باید افغانستان نه کار واخلي. هغه رحمت خان ته وړاندیز وکړو چې پیښور نه ورته مشخص معلومات او کابل نه پیښور ته بارود یوسي. په کابل کې د غاښونو یو الماني ډاکټر د نازي ډلې غړې او د افغان وزیراعظم درملنه هم کوله. ده به د افغانستان حکومت معلومات هټلر ته ورکول. د جرمني د استخباراتو لوی جاسوس ډیټریښ ویټذیل (جاسوسي نوم پټان) د هغه ډاکټرحریف و. ده ته رحمت خان د کار سړی ښکاره شو او په کابل کې يې یو اپارټمنټ ورته په کرایه واخستو.
د جون په ۲۲ نیټه ۱۹۴۱ م هټلر په شوروي اتحاد حمله وکړه نو د بهګت رام لپاره یوه معمه جوړه شوه. ده جرمني نه پېسې اخستې چې اوس په یو کمیونسټ ملک يې حمله کړې وه. پخپل څلورم سفر کې په ۱۵ ستمبر ۱۹۴۱ م رحمت خان کابل کې روسی سفارت ته ورننوتو کامیابه شو. د شپې شرابو د محفل او رحمت خان نه د ډېرو پوښتنو وروسته اخرروسان قانع شول چې دی اصل کمیونسټ او دوکه به ورسره نه کوي. څو میاشتې وروسته رحمت خان د برطانيې او روس له خوا په ګډه خپل ایجنټ (جاسوس) ومنل شو. له اپریل ۱۹۴۳ م هغه د فلیمنګ ترلاس لاندې کار شروع کړو چې په ډېلي کې د “ډي” برخې – ډیسپشن – مشر و. د بهګت رام (رحمت خان) نوې نوم ” سیلور” (نقره) شو. بهګت رام ډېر لوستې نه و، ماته ګوډه انګرېزي به يې وئېله او نورې اروپایی ژبې يې نه وې زده.
ډېر ژر په کابل کې “ویتذل” هغه ته یو ټرانسمیټر ورکړو چې هند ته یوسي او د برطانویانو خفیه پیغامونه ورته راولېږي. بهګت رام دغه ټرانسمیټر په ډېلي کې د فلیمنګ په مرسته د برطانوي وایسرای په استوګنځي کې ولګوو او خپل یو کمیونسټ ملګري سره، د (دروغو) ټول هند انقلابي کمیټه جوړه کړه. د ده ملګري به کیسې لیکلې نو دواړو یوه (جعلي) پاڼه خپروله چې دروغ خبرونه به پکې لیکلی وو. وروسته په کابل کې اطالویانو او جرمنانو به دا پاڼه ترلاسه کړه. ددې خبرونه دومره ښه لیکل شوي وو چې فاشسټانو باور لرلو چې برطانیه مشکلاتو سره مخ ده.
د ۱۹۴۳ م په پای کې بهګت رام په ټرانسمیټر د دروغو معلومات په برلین کې د هټلر ډلې اوریدل. جرمني د ده له کاره دومره راضي و چې بهګت رام ته يې (آیرن کراس) میډل ورکړو. د ۱۹۴۱ او ۱۹۴۵ م تر منځ بهګت رام کابل او پیښور تر منځ ۱۲ وارې په پښو لاړو راغلو. هغه د ټولو غاړو نه پېسې اخستې چې په اوسني حساب ۲ نیم میلینه پاونډ کېږي. ددې پېسو یوه برخه هغه د هند کمیونسټ ګوند ته ډالۍ کړه.
کله چې دی په اګست ۱۹۴۳ م پخپل نهم سفر روانېدو نو په ډېلي کې د یو کابلي ملګري سره مخ شو. فلیمنګ دی د تګ نه منع کړو خو تلوار ورسره و نه منل. څو میاشتې وروسته چې بیرته راغلو نو مشر ته يې کیسه وکړه چې په کابل کې يې هغه افغان پخپل کورکې میلمه کړو. د غوښې په قورمه کې يې ورته د پړانګ د برېتو څو ویښته ورګډ کړل. دا دومره کلک وي چې سمدلاسه معده پرېکوي. دغه کیسه دروغ معلومېږي خو فلیمنګ پرې باور وکړو. په دغه سفر کې هغه د جرمني استاځي په واسطه د جاپان اتاشی سره هم وپېژندل. جاپان په هند د حملې پلان جوړو او د انګریز د پوځي توان په اړه معلومات ورته مهم وو. هغوی هم تلوار ته کار وسپارلو او دی په هند کې فعال د جاپاني جاسوسانو نه خبر شو.
په ۱۹۴۷ م کې د هند وېش نه وروسته تلوار د “غله ډېر” نه خپلې مور او وروڼو سره هند ته کډه وکړه او بیا يې چا نوم وانخستو. په ۱۹۷۰ م کې د هند حکومت سبهاش چندربوس د یو اتل په توګه ونمانځلو او بهګت رام تلوار خپل یادښتونه ولیکل. دا يې ومنل چې هغه د څلورو ملکونو لپاره جاسوسي کوله خو ټول وخت خپل مشر چندر بوس ته پتمن و. دی په ۱۹۸۳ م کې د ۷۵ کالو په عمر کې مړ شو.
په دویم نړۍ وال جنګ کې ۳ نیم میلین هندي نژاده خلکو د انګریز لپاره سرونه وبایلل خو په یادګاري څلو د هغوی نومونه یا ذکر نشته.
صفیه حلیم
سرچینه
۱.سیلور- هغه جاسوس چې نازیان يې تېر ایستل. مهربوس. ۲۰۱۶ م فونټ هل میډیا.
د خپریدو نېټه-۲۲ ستمبر ۲۰۱۷ م