په ۱۸۲۳ م کې د امیردوست محمد خان وراره حبیب الله د افغانستان په شمال کې لښکر راټول کړې و. په یوه جګړه کې ده د امیر پوځ مات کړو او ځینې کسان يې ژوندي ونیول. په دوی کې یو سپین پوستې “ګارډنر” هم و چې ځان يې ورته د امریکایی په توګه وروپیژندلو.
د ده پورا نوم “الیګدانډرهاټن کیمبل ګارډنر” چې پلاريې د سکاټلینډ او مور يې هسپانوۍ وه. دی په ۱۷۸۵ م کې په ویسکونسین کې وزیږېدوخو نه يې په امریکا کې ژوند وکړو، نه پوځي و او نه ډاکټر. په هرات کې هغه وخت ښکاره شو چې بارکزي د دراني واکمنو سره په جنګ وو. دی په ۱۸۱۷ م کې د یو قافلې سره د “عرب شاه” په نوم ترکمانستان ته لاړو. که څوک پرې شکمن شول نو بیا خپل اصل نوم “ګارډنر” به يې وروښودلو. چا به ” ګوردانه خان” بللو. ګارډنر ۶ فته قد لرلو او د خپلې اوږدې ږیرې بریت او جنګي صلاحیتونو لپاره مشهور و. څو وارې د شوکمارو سره په جنګ او تیښته، شا و خوا ۱۳ کاله یو خوا بل خوا ګرځیدو او اخر د آمو سیند نه پورې افغانستان ته لاړو.
حبیب الله خان د ده په اصل خبرشو نو د خپلو ۱۸۰ سپارو کوماندان يې وټاکلو او “شیر محمد” نوم يې پرې کیښودو. یو وخت د دوست محمد خان یوه میرمنه د یوې قافلې سره د امام صیب زیارت ته روانه وه چې د حبیب الله کسانوایسار کړل. په قافله کې یوه جینۍ د ګارډنر خوښه شوه او حبیب الله خان هغه ورته واده کړه. دی د پروان سره نږدې په یو کلا کې د خپلې میرمنې سره اوسېدو او یو زوی يې وزیږېدو.
په ۱۸۲۶ م کې د دوست محمد پوځ په پروان حمله وکړه او په کلا کې د ګارډنر میرمنه او ماشوم ورته ووژل. ګارډنرد خپلو پاتې ۱۸ کسانو سره په زخمي حالت کې د بدخشان شغنان درې ته ووتلو. هلته نه یارکند، کافرستان او چترال د لارې په ۱۸۳۱ م کې پنجاب ته ورغلو.
رنجیت سنګ هغه وخت د خپل پوځ د روزنې لپاره ډېر اروپایان ساتلي وو. ګارډنر ته يې هم کار ورکړو. په ۱۸۳۴ م کې کله چې شاه شجاع د افغانستان د تخت اخستو لپاره یوه ناکامه هڅه وکړه نو ګارډنر هم ورسره و. په کندهار کې دی په یو جنګ کې ټپي شو او د دوست محمد پوځ ونیولو.
امیرعبد الرحمن پخپلو یادښتونو کې لیکي، ” زما د پلار (افضل خان) د پوځ سردار یو انګریز جنرل شیر محمد خان و چې خپل آبای دین يې پریښې و. په یورپ کې خلک د کیمبل په نوم يې پېژني او زما نیکه پوځ په ۱۲۵۰ ه کې د شاه شجاع سره د کندهار په جنګ کې نیولې و.”
په ۱۸۳۹ م کې شاه شجاع د کابل پر تخت کیناستو نو ګارډنر انګریز پوځ سره مل شو. د لومړي افغان جنګ نه لږ وړاندې دی پنجاب ته لاړو او د سیکانو د توپخانې افسر وټاکل شو.
د رنجیت سنګ له مړینې وروسته په ۱۸۴۱ م کې د هغه د زامنو او نمسو خپلمنځي جنګ کې ګارډنر په یواځې ځان ۳۰۰ کسان د توپ په ډزو وژلي وو. وروسته د هغه وخت پیښې يې، ” د سیک سلطنت سقوط” نومې کتاب کې ولیکل چې ۱۸۵۳ م کې خپور شو.
د دوست محمد خان له مړینې وروسته ګارډنر په ۱۸۶۶ م کې بلخ ته ورغلو. د کابل د تخت لپاره بارکزو بیا د یو بل وینې تویولې.
امیرعبد الرحمن پخپل تاریخ کې د ګارډنر په اړه لیکي،
“دی پخپل کار کې ډېرهوښیار او ښه ډاکټرهم و. تکړه او باهمت کس و او ما سره به يې ډېر په التفات چلند کوو. د خپل وخت بې څارې او قابل افسر او د بلخ د پورا پوځ سپه سالار و… یوه ورځ شیر محمد زما پلار ته خواست وکړو چې ما دې هغه ته وسپاري چې پخپل (جنګي) مسلک زما روزنه وکړي. پلار مې ورسره ومنل او زه به هره ورځ دوه درې ساعته هغه له ورتلم. دوه درې کاله مې ترینه د جراحي او د جنګ زدکړه کوله.”
د ژوند په وروستیو کلونو کې ګارډنر د کشمیر ډوګره راجا سره ملازمت کوو او هلته یوې انګریز میرمنې سره واده وکړو. یوه لور يې وزیږېده خو دی په ۱۸۷۷ م کې مړ شو. ده په بیلا بیلو جنګونو کې پخپل بدن ۱۴ ټپونه خوړلي وو او ټول عمر ورسره په تکلیف و. هغه خپلې کیسې څو کسانو ته د خپرولو لپاره وکړې خو چا پرې باور نه کوو. وروسته “میجرهیو پیرس” دا کیسې راټولې کړې چې د ” پوځي او مساپر” په نوم کتاب کې خپاره شول.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.تزک عبد الرحمانی. (اردو ژباړه) پروفیسرعزیز محمد بګټي.۲۰۰۶ م شاد خپرونې- کوټه. ۳ مخ
2. The Tartan and Turban. In search of Alexander Garner. John Keay. Kashi House 2017.
د خپریدو نېټه- ۳۰ ستمبر ۲۰۱۷ م