بیت الحکمت
په د ۸ میلادي پېړۍ په وروستیو کې عرب کوماندان
د بازنطیني سلطنت سره د روغې یو شرط دا کیښودو چې د بطلیموس نامتو کتاب” المجیسټ” ورته وسپاري. د ۲ میلادي پېړۍ دغه کتاب د ستورو او سیارو په اړه و.
د امیه خلافت مرکز دمشق و چې “بیت الحکمت” کتابتون يې لرلو. په ۷۶۲ م کې عباسی خليفه المنصور د یو نوي پلازمينې “بغداد” په جوړولو لاس پورې کړ. د ده نمسي، هارون الرشید خپل کتابتون “بیت الحکمت” ونومولو چې د نړۍ له ګوټ ګوټ ورته کتابونه راوغوښتل.
په ۸۰۹ م کې د ده له مړینې وروسته دغه کتابتون کې د ساينس او نورو علومو څېړنې پېل شوې. يوه څانګه يې د ژباړې لپاره وه چې د نورو ملکونود دین، منطق، حکمت، طب، نجوم او د سياست کتابونه به يې په عربي اړول. دلته په لومړي ځل عربي کې د بودای دین د ” مهايانه او هينايانه” درسونه وژباړل شول. د بودا په ژوند عربي کې ” کتاب البد” هم دلته وليکل شو.
د بیت الحکمت ژباړونکو به معاش اخیستو. د اسیریا مسیحي طبیب او ساینس پوهه حنېن ابن اسحاق د ژباړونکو مشردلته ترټولو زیات (۱۱۶) کتابونه عربی ته وژباړل. ثعبیان ثابت ابن قره د یونان فلسفې او فزکس پوهانولکه ارشمیدس، بالینوس،اقلیدس، بطلیموس لیکنې ژباړلې. لومړي عرب فلاسفر(فیلسوف) اسحاق الصباح الکیندی هم هغه وخت په بغداد کې اوسېدو.
د هارون الرشید زوی المامون په بیت الحکمت کې د مشاهدې لپاره دوربین او لمریز ساعتونه ایښي وو. د ۹ میلادي پېړۍ تر نیمایی په بیت الحکمت کې د کتابونو تر ټولو لویه زیرمه ایښې وه. دا یواځې د علم مرکز نه و بلکه ددې کار کوونکي د اړتیا په وخت د حکومت په لویو تعمیراتي پروجو کې د انجینیرانو او معمارانو دنده سر ته رسوله.
المامون به پخپله هره ورځ بیت الحکمت کې کارونه څارل. د پارس یو شاعر او نجومي سهل ابن هارون د بیت الحکمت د کتابتون مدیر و. د المامون ځای ناستې، المعتصم او د ده زوی الواثق هم بیت الحکمت لپاره ډېر کار وکړو. تر۱۰ میلادي پېړۍ عباسیانو ډېره خاوره د لاسه ورکړه. سلجوق ترکانو د عباسیانو درناوی کوو خو واک يې پخپل لاس کې ساتلې و. په ۱۱ پېړۍ کې د سلجوقیانو یو حاکم نظام الملک په بغداد کې، “النظامیه” پوهنتون جوړکړو چې یو لوی کتابتون يې لرلو.
په ۱۱۵۶ م کې بغداد د باغي مشرانو ګواښ سره مخ شو نو ناصرالدین الطوسي ۴ لکه کتابونه د بغداد نه “مراغی” (آذربایجان) ته یوړل. عباسی خلیفه المقتفی د ښار دفاع وکړه خوسلجوقیانو هغه کتابتون چورکړو چې صبور بن اردشير په ۹۹۱م کې د څېړنو لپاره جوړکړې و. یو بل کتابتون “مستنصريه” خليفه المستنصر په دیارلسمې پېړۍ کې جوړ کړو.
په ۱۲۳۶ م کې چنګیزخان خپل یو جنرال ته په بغداد د حملې امر وکړو خو عربانو مغل وشړل. عباسی خلفاو د مغلو سره ښې اړيکې وساتلې. خلیفه ناصرالدین چې تر ۱۲۲۵ م واکمن و، د چنګیز خان سره د روغې هڅه وکړه. خو هغه وخت د خوارزم (دوېم) شاه ورته ګواښ وکړو چې که داسې يې وکړل نو دی به په بغداد حمله وکړي. د چنګیز نه وروسته په ۱۲۴۵ م کې د مغلو یوه بله حمله وشوه چې هغه هم عربانو په شا وتمبوله.
د خلیفه المتوکل په دوره کې بیت الحکمت په زوال شو. هغه د یونان علم کفر ګڼلو، د قران او حدیث نه علاوه هر څه يې عبث ګڼل او ځان يې د منطق او فلسفې نه ګوښه کړو. تر ۱۲۴۱ م بغداد به د مغلو دربار ته باج وراستولو. د مغل واکمنو په دربار کې عباسي خلیفه استاځې موجود و. په ۱۲۵۱ م کې مغلو خلیفه المعتصم قراقرم ته وروبللو. خلیفه ترې انکار وکړو او په ۱۲۵۸ م کې هلاکو خان هغه ته د سزا ورکولو لپاره بغداد ته پوځ ورواستاو.
په ۱۲۵۸ م د جنوری په نیمایی کې مغل پوځونو د هلاکو خان په مشرۍ بغداد محاصره کړو او دوه اوونې وروسته ښار کې وردننه شو. دوی بیت الحکمت وران کړو او کتابونه يې دجله په سیند کې وغورځول. وایی چې د کتابونو په رنګ د سیند اوبه تورې شوې. نظاميه کتابتون د دې حملې نه وروستو هم پرانستې و. خو د علم هغه خزانې چې یو وخت د بغداد ویاړ و، په اوبولاهو شوې.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۴ اکتوبر ۲۰۱۷ م