په ۹۷۶ ه (۱۵۶۷ م) مغل اکبر باچا له آګرې لوڅې پښې د راجستان اجمیر ته روان شو. شا و خوا ۴۰۰ کلومیټر دغه مزل د ۱۳ میلادي پېړۍ صوفي خواجه معین الدین چشتي په ذیارت د یو نذر لپاره و چې خدای ورله یو زوی ورکړي.
د منښتې لپاره هغه یو لنګر جاري کړو. د ده زوی وشو نو د یو بې جوړې لوی دیګ د جوړولو امر يې وکړو. په دې کې د وریژو او غوښې پخولو لپاره یو لوی انغری هم جوړشو.
په هغه دیګ کې ۴۸۰۰ سیر(کلوګرام) د غوښې پلاو پخیدو او په زیارت کې به يې په خلکو ویشلو. په ۱۰۱۳ ه ( ۱۶۱۳م) کې د اکبر زوی جهانګیر هم هغسې یو بل دیګ د جوړولو امر وکړو چې پلار ته د درناوي لپاره لږ وړوکې وساتلو. په دې کې ۲۴۰۰ سیر وریژې پخیدې. د ذیارت لنګر په ورځ کې دوه ځلې دغو دواړو دیګونو نه په لکونو خلکو ته ډوډۍ ورکوي. د مغلو نه وروسته د راجستان هندو راجګانو د لنګر دود په ځای وساتلو. د معین الدین چشتي ذیارت ته هره ورځ د یو لک نه زیات خلک د دعا او نذر لپاره ورځي چې پکې د مسلمانانو نه علاوه هندوان او سیکان هم شامل وي. دوی غوښه نه خوري نو ځکه د ” کېسریا بهات” (خوږې زیړې وریژې یا زرده) پخول دود شو.
اوس نورخلک چې وس و لری د زیارت متولیانو د لارې دیګ خادم ته د پخلي لپاره خواست کوي. هغه ورته د وریژو، غوړو، خوږو او د نورو توکو اندازه ورکوي. د لوی دیګ لپاره لږ تر لږه ۸۰ (هندي) من (۳۲۰۰ کلو) وریژې، ۲۸ من سوچه غوړي، ۳۵ من چیني، ۱۵ من بادام، کشمش زعفران او نوره مساله پکار وي. د دیګ پخونکي مزدوري ۷۳۹۰ روپۍ او وړوکي لپاره ۳۵۷۲ روپۍ وي. په لوی دیګ د یو لک روپو نه زیات او په وړکي دیګ ۵۰ زرو شا و خوا لګښت کېږي.
د لوی دیګ ۸۶ کلوګرام خوږې وریژې د سهار لمانځه نه وروسته او د وړوکي دیګ نه ۵۰ کلو وریژې د ماځیګر لمانځه نه وروسته په زایرینو وېشي.
دغه دواړه دیګونه د “بړي دیګ” او چهوټي دیګ” په نوم مشهور دي چې یوه يې د زیارت لوی دروازې ښې لاس ته او بل ګس لاس ته اېښي دي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۸ اکتوبر ۲۰۱۷ م