د پښتو متل “مار چې ځوان شي نو ایلم غر ته ورځي،” ممکن حقیقت ولري.
د سوات “ایلم غر” لوړه څوکه ” د جوګیانو سر” نومېږي چې ماران او چمچمار(ناګ) پکې ډېر وي. د یونان په تازیخ کې دا د ” آرونوس” په نوم یاد شوې دی.
په ۳۲۷ ق م کې د مقدونيې اسکندر د کابل نه د خپل پوځ یوه برخه سیند سره سره هند لوري ته ورواستوله. د بلې دستې سره پخپله کونړ ته روان شو، بیا په ختیځ کې “دیر” او سوات ته لاړو. هلته د یو غر په اړه يې واورېدل چې اسطوره هم ورته نشوه ختلې ځکه یوه زوره وره بلا (دیو) پرې اوسېده. خو مخبرانو ورله خبر راوړو چې د ده مخالفین جنګیالي هلته کلابند شوي دي.
د اسکندر معاون مایلیناس د یوې وړې دستې سره د شپې د هغه غر په لوېدیځه څنډه وختلو، اکمالات او ځان يې ځای په ځای کړو. بیا ښکته سګنل ورکولو لپاره يې اور بل کړو. اسکندر د پاتې لښکر سره په تنګو درو کې دوه ورځې مخ په بره روان و. د غر په شمالي څنډو، دی د یو ژور ګړنګ سره مخ شو چې لښکر پرې نشو تیرېدای. پوځیانو لوی تیږی او پریکړې ونې دغه ژورې ته غورځولې. په لومړي ورځ دومره کنده يې ډکه کړه چې ۵۰ میټرغونډۍ ته نږدې شول. په درېمه ورځ ټوله کنده ډکه او د اسکندر پوځیان مخامخ یوې ټیټې غونډۍ ته پورې ووتل. کله چۍ وړاندې لاړل نو بره نه ورباندې خلکو لوی تیږې وغورځولې. یوناني پوځ په شا شو نو سواتیانو ۳ ورځې د خوشالۍ ډولونه غږول. بیا یوه شپه دغه غږ بند شو او سهار چې اسکندر بره لاړو نو سواتیان د غر بلې غاړې نه تښتېدلي وو. یو څو کسان پاتې و چې هغه یونانیانو د “اتینا نایکې” اسطورې په ویاړ د تیږو په عبادت ځای قرباني کړل. وروسته د اسکندر مورخ “آرین” لیکي چې د “اورا” (اوډیګرام) د سقوط په خبر” اساکینوي” (سواتیان) کورونه پریښودل او یو لوړغر ته وختل. آرونوس ته د ذیوس (اسطورې) زوی “هېریکلز” هم نشو ورختلې. دا غر ۶۶۰۰ فټ لوړ او محیط يې ۲۲ میله دی. یو بل یوناني مورخ “ډایوډورس” دغه لوړ والې ۹۶۰۰ او محیط ۱۱ میله لیکي.
په ۱۹ میلادي پېړۍ کې برطانوي لرغون پوهه “اورل شتاین” د ” آرونوس” په تکل سوات ته ورغلو. دده معلوماتو ترمخه د شانګلې “پیرسر” د آرونوس غر و. د اباسین ښې لاس ته دغه غر ۷۱۰۰ فټ لوړ او په بله غاړه مخامخ ورته د تهاکوټ ښاریه ده.
د سوات والي میاګل “پیر سر” ته د ختلو لپاره اورل شټاین سره خپل ملازمان بدرګه کړل او دی د اپرېل ۱۹۲۶ م په نیمایی کې د “سېدوشریف” نه روان شو.
په لاره ” کروړۍ دره” ۶۴۰۰ فټ لوړه او پکې تازه واورې شوې وې. په ۹۴۰۰ فټ لوړوالي یوه بله دره ” شیلکۍ” نومېده چې هلته یو نیم میټر واوره پرته وه. دوی وړاندې نشول تلې تر څو ملو کسانو ورته په بیلچو واوره لیرې کړه. بره یوځای “ونه سر” نومېدو او شټاین فکر وکړو چې ممکن دا ” آرونوس” وي. خو ددې نه بره “پیرسر” و چې شټاین ورته په ۲۶ اپریل ورسېدو نوهلته د سختې واورینې سیلۍ سره مخ شو. دی لیکي چې دغې طوفاني سیلۍ د شپې زما خیمه له ځانه سره وړله او خوب مې نشو کولې. د ورځې شا و خوا غرونو ننداره ګرانه وه ځکه هرڅه په وریځو کې پټ وو. درې ورځې چې مو هلته واړولې، هم دغه حال و. “پیر سر” یو نیم میل اوږد او ۳۰۰ ګز پلنه هواره زمکه لرله چې څو لویی تیږې اورل شټاین د اسکندر قربان ګاه وګڼل. خو یو سپین ږیری ګوجر ورته ووېل چې هغوی دلته د اسکندر د راتلو خبره نه ده اورېدلي. البته مشرانو يې وېل چې په پیرسر د “راجا سرکپ” د اوړی استوګنځای جوړ و. د ټیکسلا دغه راجا د اشوکا زوی و.
د اطالیې نامتو ژب پوهه او د لرغونې هند د مطالعاتو متخصص ګوسیپي- ټوچي شټاین په رپورټ قانع نشو. دی په ۱۹۵۵ م کې سوات ته لاړو او څو کاله يې په اوډيګرام ( اورا) پلټنې وکړې. پروفیسر “ټوچي” وایی چې دا امکان نه لري چې “پیرسر” به آرونوس وي. بطلیموس چې په دغه جنګ کې د اسکندر سره مله و، خپل استاد ارسطو ته ولیکل چې ” آرونوس” د دې ځای ترټولو لوی غر۲۰ میلو نه زیاته زمکه او ۸ زره فټ لوړدی. آرین لیکي چې آرونوس څو چینې لرلې او دومره پراخ و چې کرونده پرې کیده. وړاندې لیکي چې د اسکندر د حملې له ویرې، د “اسکاینوس” ورور د خپلو نورو وحشي ګاونډیانو او هاتیانو (پیلانو) سره غرونو ته پناه یوړه. نورخلک ” ابیسارس” (د هزارې واکمن) ته لاړل. اسکندر د “بروندو”(کونړ) سیند سره لاړو چې اباسین سره یو کېږي.
د اسکندر له ویرې د سوات خلکو د مارچ په میاشت کې یوغر ته پناه یوړه. که دا “پیرسر” و، نو هلته واورې او یخه سیلۍ وي لکه چې اورل شټاین د اپریل په میاشت کې ورسره مخ شو. نو سواتیانو د خواړو مواد، څاروي او لوښي لرګي بره څنګه یوړل؟ که ددوی شمېره هغه وخت په سوونو کې هم وه چې د بره نه يې په یوناني پوځ لوی تیږې غورځولې، نو یو نیم میل اوږد او ۳۰۰ ګز پلن غر څنګه اوسېدل؟
د یوناني پوځ له خوا یوه دره د ځنګله په ونو د ډکولو خبره ښایی چې آرونوس د سوات ” ایلم غر” و. ۲۸۰۰ میټر لوړ دغه غر په بونیرکې دی چې د ” کړاکړ” دره يې مشهوره ده.
ګوسیپي- ټوچي د بودایی دین متخصص خو د یونان نه علاوه د سوات د خلکو په عقیده او باورهم پوهیدو.
ایلم غر د زرګونو کالو راهیسې د سواتیانو لپاره سپیڅلې و. د یو بهرني لښکر د حملې په خبر د سوات خلکو به خپل سپېڅلي غر ته پناه وړله. په ۷ میلادي پېړۍ کې چینایی راهب خوان ذانګ په سوات کې یوه کیسه واورېده چې بودا په خپل تېر ژوند کې په دې غر، ځان له مرګ غوره ګڼلو. ایلم د هندوانو لپاره هم مقدس دی. دوی باورلري چې د غر په څوکه په یوې تیږې د “رام” نوم لیکلې دی. تر ۱۹۴۷ م پورې د سوات هندوان ایلم ته د خپل زیارت لپاره ختل. روایت دی چې یو دیو د ایلم د نیولوهڅه وکړه خو هلته یو بل دیو(پېري یا بلا) نه پريښودو. یوناني لیکوالانو دا کیسه د ” هېریکل” سره وتړله. اسکندر د سوات تر ټولو سپېڅلي غرحمله کړې وه چې خلکو په خطرکې ورته پناه وړله. ټوچي وایی چې ” آرونوس” د پالي ژبې ” اړانه” دی چې مانا يې خوندي یا د مراقبې ځای دی.
د اسکندر د حملې په وخت پناه اوړونکي سواتیان شا و خوا یو میاشت په ایلم کې میشت وو. د آرونوس یوناني کیسه د جنګ او د اسکندر د بري افسانه ده. هغه یو داسې ځای ونیولو چې “دیوتاګان” هم ورته نشول ختلې. د ټولو مشکلاتو سره سره هم دی کامیابه شو او په غر پاتې خلک يې خپلو اسطورو ته قرباني کړل. هم يې خپل ملایان خوشاله کړل او هم داستان لیکونکي.
د غر په سر د اباسین د تمدن موندل شوي نښې ښایی چې انسانانو ډېر پخوا دلته ژوند کوو. اوس هر کال د جولای په پای او اګست په سر کې د ملکپورې ځوانان ” د ایلم جشن” لمانځي. دوی سره د نورو سیمو خلک هم مله شي او دوه ورځې د ایلم غر په څوکه تېروي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۲ اکتوبر ۲۰۱۷ م