بلورې

بلور
په ځینو ځایونو کې کانچې او نورو کې ورته ګولۍ او بلورې وایی. د خټو، شیشو، اوسپنې، پلاسټیک، او د نیمه قیمتي ډبرو لکه د لاجورد یا د عقیق جوړ شوي دغه ګولۍ د ماشومانو د لوبو لپاره ډېر مشهور دي. د دې غټ والې مختلف کیدېشي خو هغه چې د شیشې نه جوړ وي نیم انچ قطر وي.
د بلورو لوبه ماشومان پخپله د دې اصول ټاکي خو په عامه توګه د یو بلوري سره د مخالف څومره بلوري چې په زمکه د ګوتې په وسیله ویشتلې شي هغه يې ګټلي وي.
د کانچو تاریخ ډېر پخوانې دی او د میلاد نه ۲ نیم ذره کاله پخوا د موهنجو دارو له کنډوالو هم د ګچو نه جوړ ګولۍ رایرسېره شول. د روم په ادبیاتو کې د دې زکر شوی دی.
د بلورو نه وړاندې ښايی په غوزانو او یا د ترکي فندک (هېزل) ذړي سره لوبې کیدې. په مصر کې هم د دې بیلګې رابرسېره شوې.
بلوري په لومړی ځل جرمني کې په ۱۸۰۰ م کې په لاس جوړې شوې چې ګرانې وې. تر ۱۸۷۰ د چیني خاورې نه جوړ کانچې بازار ته راوتلې چې ژر به ماتې شوې. وروسته شیشه ارزانه شوه او دا په مشین جوړیدل. هم هغه وخت بلوري په نوم یاد شول چې ماشومانو به ورسره لوبې کولې.
د بلورو د لوبې سیالۍ په برطانيې کې پېل شوې او له ۱۹۳۰ م هر کال د ایسټر په موقع د نړۍ ۲۰ لوبډلې پکې ګډون کوي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۷ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *