د لندن په برتش میوزیم کې پروت دغه منګی د میوند په یوې پخوانۍ کلا کې وموندل شو.
دا په سپینو خټو جوړ شوی دی چې دننه فیروزي رنګ لري. د منګي د پاسه د ډيزاین لپاره ګول ټاپه وهل شوې ده. دغې ټاپې، په خټه کې خالونه او نقشونه جوړ کړي دي. دا یو ځلې په تنور کې پخ شوې ده.
د منګي قدامت د ۱۲ میلادي پېړۍ غوریانو د وخت ښودل شوې دی. د عامو منګو په پرتله د دې په خله کې د اوبو راویستلو لپاره لکه د بمبې ټوټۍ هم جوړه ده.
مرتبان یو انګریز ایم- جې- ډبلیو انګلش په ۱۹۷۸ م کې میوزیم ته ډالۍ کړو. څرګنده نه ده چې له افغانستان څه وخت وویستل شو.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۳ نومبر ۲۰۱۷ م